http://larawbar.com/peace/?p=1751
ریچارد هولبروک په ۶۹ کلنۍ کې مړ شو
تاند(سې شنبه/دسمبر۱۴) د سي این این د راپور له مخې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد هولبروک،پرون په ۶۹ کلنۍ کې مړ شو.
نهه شپېته کلن هولبروک د جمعې په ورځ د امریکا د بهرنیوچارو په وزارت کې له ناروغېدو وروسته په نژدې روغتون کې بستر شو.
د امریکا ولسمشربارک اوباما د ریچارد هولبروک مړینه تایید کړه او ژوره خواشیني یې پرې څرګنده کړه.
هولبروک په داسي حال کې له دنیا سترګې پټې کړې چې سپینې ماڼۍ د افغانستان د جګړې په باب د خپلې ستراتیژۍ بیا کتنه پیل کړې او ټاکل شوې ده چې د روانې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ اعلان شي.
دا ستراتیژي یو کال دمخه ولسمشربارک اوباما اعلان کړه او له هغې سره سم یې افغانستان ته ېرش زره اضافي سرتېري ولېږل.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارد هولبروک روغیتايي وضعه د شنبې په ورځ د زړه د لوی شریان له جراحي عملیاتو وروسته لا خرابه شوه.
نهه شپېته کلن هولبروک د جمعې په ورځ هغه مهال ناورغ شوچې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د ودانۍ په اووم پوړ کې یې کار کاوه.په همدې منزل کې د بهرنیو چارو د وزیرې هیلري کلنټن دفتر هم موقعیت لري.
امریکايي چارواکو په لومړۍ ورځ د هغه روغتیايي وضعه نازکه وښودله .
د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د جمعې په ورځ وویل چې د هولبروک ناروغي سخته ده او د کورنۍ غړي یې روغتون ته ورغلي دي.
د هولبروک روغتیايي وضعه له یوې مودې راهیسې ښه نه وه .د روان کال په اپریل کې د زړه د رګونو د بندښت په خاطر په نیویارک کې بستر شو خو ډاکترانو اجازه ورکړه چې سفر کولی شي.
هولبروک له څو کلونو راهیسې د طالبانو او القاعده پرضد د افغانستان او پاکستان د همکارۍ د نژدې کولو لپاره د امریکا د خاص استازي په نوګه هلې ځلې کوي.
هولبروک په ۱۹۹۵ کې د دیتان د سولې د موافقې په خاطر ،چې له کبله یې د بوسنیا درې کلنه جګړه پای ته ورسېده، زیات مشهور شو.
هولبروک له ۱۹۷۷ تر ۱۹۸۱ پوري د اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو مرستیال وزیر وو او له ۱۹۹۴ تر۱۹۹۶ پوري یې په اروپا کې همدا مسوولیت په غاړه وو.
دی یوازینی څوک دی چې په دوو سیمو کې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت د مرستیال په توګه یې کار کړی دی.
هولبروک د ۲۰۰۴ کال د حمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند د کاندید جان کیري د سلاکار په توګه کار کاوه او هماغه وخت د بهرنیوچارو وزارت ته کاندید وو.
همداراز د ۲۰۰۸ کال په انتخاباتو کې د هیلري کلنټن بهرنۍ پالیسۍ د سلاکار وو.
همدې کاري تجربې او سابقې ته په پام سره د ولسمشربارک اوباما له لوري هم د ۲۰۰۹ کال د جنورۍ په ۲۲ مه د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امریکا د متحدو ایالتونو خاص استازی وټاکل شو.
له تاند څخه په مننه اوله نورو ګرانو لوستونکو څخه هیله کوم چې یو له بل سره مینه وکړي مرګ ددروازې په خوله کې ولاړ دی راځئ چې یو اوبل تر خپله وسه پورې وژغورو ښاغلی هولبروګ هم دا دی وکوچېد که ستاسو په یاد وي دسږ کال مارچ په میاشت کې ښاغلي هولبروک په پښتنو یو بې ځایه تور ولګاوه بیا موږ د خپل حق له مخې په لاندې ډول سره غبرګون وښود :