http://larawbar.com/peace/?p=1651

کرزی اوس په بې سوادوتالي څټو زموږ مخور افغانان بدناموي


 کرزي اوس د خپلې شرمېدلې او ناکامې څارګرې ادارې له لارې یو کس ته چې کله د سلام خان ، سید حبیب ، سروراحمد، رحمت الله روان، غوث الدین غوث، جمال، ر،ن او په ځینو نورو نومونو احمقانه لیکنې کوي دنده ورکړې تر څو زموږ دهغو مخورو افغانانو(پښتنو)سپکاوی وکړي کوم چې په افغانستان کې اوسنی تور تم نه شي زغملای څه موده مخکې همدې کس دسلام خان په نوم د درانه او منلي عبدالباري جهاني د مهمې طرحې پرخلاف یوه سپکه اوبې وزنه لیکنه کړې وه هر څوک ښه پرې پوهېده چې دایومغرض اوګمارل شوی کس دی په افغان ــ جرمن انلاین کې ډېرو افغانانو غاښ ماتوونکي ځوابونه هم ورکړل نږدې ۹ میاشتې کیږي چې دنورو با احساسو افغانانوپه ضد هم په ځینو برېښنا پاڼوکې ناوړه تبصرې کوي دابې سواددومره فکر هم نه کوي چې لوستي خلګ خوستا په بې سوادي له واره پوهیږي ته احمق خونه په املا پوهېږې او نه په انشأ زموږ لوستي او پوه افغانان دداسې کسانو لیکنې له سره ګوري لانه ځکه چې هغوی پوهیږي چې دا یوګوډاګی دی هغه هم بیا دکرزي ګوډاګی . . .؟؟
وړمه ورځ یې دسرور احمد په نوم په احمقانه ډول سره د ښاغلي بسمل په ضد څواحمقانه کرښې چې یوه یې له بلې سره رفت نه لري کښلې دي لنډه دا چې دا کس په دومره وخت ضایع کولو نه ارزي صرف تاسو دې خبر وئ چې دا پاس نومونه په یوه اجینټ پورې تړاو لري البته دا هم باید زیاته کړم چې نن یې بیا داجمل نوم هم ځان ته غوره کړی دی او خپله ناروغي یې لا پوره ښکاره کړې ده .
موږ له درنو او با احساسو افغان ویبپاڼوچلوونکو څخه هیله کوو چې خپلې درنې رسینۍ په داسې نا اهل کس بې اعتباره نه کړي .
خټک