دتخار پوهنتون محصلين:استادانو په انجينيرۍ او کرهڼې پوهنځيو کې ټول پښتانه ناکام کړي دي
http://larawbar.com/peace/563.htm
دتخار پوهنتون يوشمېر پښتانه محصلين وايي، چې په ياد پوهنتون کې داستادانو له لوري ورسره تبعيض کيږي
دوى زياته وي، هېڅ پښتون محصل خپل حق، چې هغه کاميابي ده نشي تر لاسه کولاى.
ددې پوهنتون دانجينيرۍ دپوهنځي يوتن محصل چې نه يې غوښتل نوم يې واخستل شي، له سرنوشت ورځپاڼې سره په خبرو کې وويل، چې په دې پوهنځي کې ديو شمېرنامزادو استادانو له لوري درس ورکول کيږي. دى وايي همدې استادانو په ازموينه کې په لسګونو تنه يوا زې پښتانه محصلين ناکام کړي دي. دده په خبره، سيد نقيب الله ، سيد جاويد اوضيا ولدين سفري هغه نامزاد استادان دي، چې په انجينيرۍ او زراعت پوهنځيو کې يې په لسګونو يوازې پښتانه محصلين ناکام کړي دي. دى وايي په انجينيرۍ کې شلو پښتنو محصلينو تر اتو ټيټې نمرې اخستې دي. نوموړي محصل دا ومنله چې ددوى په پوهنځي کې به داسې کسان هم وي، چې وړتيا به نلري؛ خو دى زياتوي، چې دا په هېڅ ډول يوازې پښتانه محصلين نشي کېدلاى، چې نمرې دې پوره نه کړي. دى وايي په دې پوهنتون کې استادان په ښکاره نارې وهي او وايي تاسې ددې حق نه لرئ، چې دتخار په پوهنتون کې زده کړې وکړئ، ځکه دا پوهنتون يوازې دتخاري محصلينو لپاره دى.
دکرهڼې پوهنځي يوتن محصل، چې دنوم له اخستلويې ډه ډه کوله سرنوشت ورځپاڼې ته وويل، چې يوازې دثقافت په مضمون کې ٤٠ تنو پښتنو محصلينوته صفر ورکړل شوى دى. دى وايي ،چې عجیبه خو لا دا ده چې په لومړي سيمستر کې يې د دويم سيمستر پوښتنې راوړې وې او خپلو محصلينو ته يې له وړاندې پوښتنې ښودلي وې، ده زياته کړه په دې پوهنتون کې يوازې له پښتنو سره دا ډول چال چلند کيږي.
دتخار پوهنتون ګڼ شمېرپښتانه محصلين وايي دا ادعاوې او په چا پورې تور پورې کول نه دي، هرڅوک کولاى شي را شي اودا حالت وڅاري.
دتخار پوهنتون رييس کاشفي له سرنوشت ورځپاڼې سره په خبرو کې ومنله چې ستونزې شته، خو په دومره زياته کچه نه دي، لکه محصلين يې چې ادعا کوي. نوموړى وايي موږ ددې وړو ستونزود اواري په موخه هڅې کوو.
خو بل لورته د يو شمېر پښتون مېشتو سيمو محصلين وايي، چې دوى داستادانو له لوري دې ته هڅول کيږي، تر څو له غېر پښتون محصل سره داسې چلند وکړو، چې هغوى ته د درناوي په شان وي.
دوى د بېلګې په توګه د کونړ پوهنتون يادوي، چې رييس يې امر کړى و، ترڅو د غېر پښتنو محصلينو دليليې لپاره تر ټولو ښه ځايونه ونيول شي، ځکه چې دوى په دې ولايت کې مېلمانه دي.
په دې اړه مو هڅه وکړه چې دلوړو زده کړو وزارت نظر ترلاسه کړو خو ونه توانېدو.