دکرزي حکومت به دشپږو میاشتو په اوږدو کې سقوط وکړي



یوه باوري سرچینه چې تازه له امریکا راګرځېدلې ده روهي ویبپاڼې ته وویل  چې دولسمشر کرزي حکومت به دراتلونکو شپږو میاشتو په اوږدو کې ړنګ شي .

نوموړې سرچینه زیاتوي چې په امریکاکې دباراک اوباما په ګډون ډېری سیاستوال او د کانګرس ډېری غړي دکرزي پر کړنو او وړتیا بې باوره شوي دي که چېرې د کرزي حکومت په راتلونکو شپږو میاشتو کې ړنګ نه شو ددې مانا به دا وي ، چې اوباما به د ولسمشرۍ په راتلونکو ټاکنوکې ځان نه کاندیدوي ځکه هغه مهال به یې د بریا چانس هیڅ نه وي .
سرچینې روهي ویبپاڼې ته ووېل :

 په پنتاګون کې یو لوړ پوړي چارواکي له افغان سرچینې سره دافغانستان دوضعیت په اړه خبرې کولې او په افغانستان کې یې دپخواني شوروي اتحاد دسرتېرو دمشر جنرا ل مایوروف هغه وینا  ورته تکرار کړه چې نور دیابو دبدلولو وخت دی .

 امریکايي چارواکي دا ونه وېله چې دافغانستان راتلونکی یابو به څوک وي ؟

له روهي ویبپاڼې څخه په ډېره مننه