د ښځي تعليمي حقوق :
لکه څنګه چي مو مخکي وويل چي ښځي ته عالي مرتبه او بشپړ حقوق صرف او صرف اسلام ورکړي .اسلام ښځي ته له نورو حقونو سره سره تعليمي حق هم ورکړی.
په اسلام کي د علم د اهميت اندازه له دې څخه کيږي چه په اوله وحي که الله جلاله د علم ذکر کړی.
(اقرا با اسم ربک الذي خلقOخلق الانسان من علقOاقراوربک الاکرمOالذي علم بالقلمOعلم الانسان ما لم يعلمO)
ترجه : ولوله (اې نبي صلی الله عليه وسلم) د خپل رب په نامه،چا چي پيدا کړ.پيدا يې کړ انسان له ټينګي ويني څخه..ولوله او ستا رب ډير کريم دی.چاچي ښودل وکړل د قلم په ذريعه.انسان ته يې هغه څه وښودل چي هغه (انسان)ته يې علم نه وه)
همدا راز د اسلام ستر پيغمبر فرمايلي
(دعلم حاصلول په هر مسلمان ښځه او نر باندي فرض دي)
اسلام ښځي ته د تعليم حق له نن نه څورلس کاله مخکي ورکړی په کمه زمانه کي چي د ښځو د حقوق هيڅ تصور نه وو.
په دې سلسله کي تر ټولو لومړی مثال د ام المومنين حضرت عايشه رضی الله عنها دی٠له حضرت عايشه رضی الله عنها څخه د خلفای راشدينو په شموليت ګڼ شمير غټوصحابه کرامو د علم په سلسله کي مشورې اخستې.د حضرت عايشه رضی الله عنها ممتاز ترين شاګرد حضرت زبير رضی الله عنه فرمايي
(ما په تفسير ،فرايض،حلال وحرام،ادب وشعر او په تاريخ عرب کي له حضرت عايشه رضی الله عنها نه پرته بل څوک پوه نه دي ليدلي)
حضرت عايشه رضی الله عنها نه دا چي صرف په ديني علومو کي مهارت درلود بلکه د علم په نورو څانګو لکه طب او رياضي کي هم معلومات درلودل.
نبي کريم صلی الله عليه وسلم ته چي به کله د مختلفو ځايونو نو د خلکو کوم وفد راغی نو ددوۍ تر منځ چي به کومي خبري کېدلې حضرت عايشه رضی الله عنها به هغه يادولې٠ددې نه علاوه اکثره وخت صحابه کرامو له حضرت عايشه رضی الله عنها د ميراث د مسلو پوښتنه کړې او هغوۍ رضی الله عنها ورته د شريعت مطابق د هر وارث برخه ښوولې.
دحضرت عايشه رضی الله عنها نه د روايت شوو حديثونو شمير تقريبا ١٢٢١٠ ده.
حضرت ابو موسی اشعري څوک چي پخپله يو پوه عالم صحابي وو فرمايي
(هر کله چي به صحابه کرامو ته د کومي مسلې په باره کي معلومات نه وه،نو مونږ به حضرت عايشه رضی الله عنها ته ورتللو او هغوۍ رضی الله عنها به زمونږ رهنمايي کوله)
ددې نه علاوه ام المومنين حضرت صفيه رضی الله عنها هم په علم فقه کي پوهه درلوده.
او د ام المومنين حضرت ام سلمی په باره کي د ابن حجر رحمه الله فرمايي چي ٣٢
علماوو له هغوۍ رضی الله عنها څخه علم حاصل کړی.
د سعيده نفيسه رحمه الله په باره کي راغلي چي امام شافعي هم له دوۍ څخه درس ويلی.
له دې پرته نور هم ډير مثالونه شته٠او دا خبره مو بايد په ذهن کي وي چي دا د هغه وخت خبره ده په کوم وخت کي چي ښځي ته هيڅ حقوق نه وو حاصل نو لهذا اسلام
هغه سپيڅلی دين دی کوم چه ښځو ته بشپړ حقوق ورکړل چي نظير او مثال يې په بل مذهب کي نا ممکنه ده.
او بله خبره چي په هر ميدان کي د ښځي دپاره پرده شرط ده٠مقصد که ښڅه وغواړي علم حاصل کړي نو د شريعت په حدودو کي دننه اسلام دې ته اجازه ورکوي.
ليکوال : انعا م الله ګوهر
---------------------------------------------------------------------------
ددې مضمون په ليکلو کي له لاندي کتابو څخه استفاده اخيستل شوې.
1.women rights in islam.By Dr.zakir.naik
2.women status in islam.By.Dr.Israr ahmed
3.Islam ,women and Europe.by Abu saad