درې سوه جديدي فقهي مسئلې

تاليف : مفتي محمد عثمان ارکاني

ژباړن : محمدشفيق رحماني

تعويذ اود کوډو شرعي حيثيت

پوښتنه : تعويذ اودکوډي کول روادي اوکه ناروا؟ اثرلري اوکه نه ؟ ددې څه شرطونه دي؟

ځواب : يوچاته دتاوان رسولولپاره چي کوم تعويذونه او کوډي کيږي دهغوحکم خوهغه دی کوم چي دجادو دی داسي تعويذونه اوکوډي پخپله کول اوپه بل کول حرام اوکبېره کنهاه ده بلکه په دې سره دکفر اندېښنه سته البته کوم تعويذ چي ديوه جايزمقصدلپاره وکړل سي هغه روا دی په دې شرط سره چي په هغه کي څه دګناه اوشرک خبره نه وي ليکل سوې بله خبره داچي تعويذ اوکوډي اثرکوي اوضرور يې کوي خو تاثيريې دالله تعالی دامرتابع دی دتعويذ اوکوډي دجوازدرې شرطونه دي

 

۱:ديوه روا مقصدلپاره وي دناروا مقصدلپاره به نه وي

۲ : په الفاظو کي به يې دکفراوشرک خبري نه وي اوکه داسي الفاظ په کښي وي چي معنايې معلومه نه وي نوهغه ناروا دي

۳ : هغه دي مؤثربالذات ونه ګټل سي

غوره داده چي تعويذ اوداسي نورو شيانو څخه دي تر خپله وسه پوري ځان وساتل سي البته دعاګاني دي زياتي وغوښتل سي هسي هم تعويذ دهغه کوچنيانولپاره دی چي پخپله دعاګاني نه سي کولای ځکه تعويذ ورپه غاړه کړل سي څوک چي پخپله دعاګاني کولای سي هغوته خوپه کار دی چي دخپلي هري پرېشاني حل په دعاګانوکي تلاش کړي دتعويذ معنا ده پناه غوښتل اود هرمسلمان نر او ښځي لپاره غوره تعويذ دهر فرض لمانځه وروسته سورت اخلاص (قل هوالله احد) معوذتين ( دقرآن شريف اخيري دوه سورتونه ) اوآيت الکرسي ويل دی همدا ډول (منزل) په نامه کتابچه چي دقرآن شريف آيتونه په کښي سته دنظر،جادو او پېري د دفع کولو لپاره ډېره ګټوره ده دادي وايي تر دې ټولو زيات بزرګان وايي چي ترټولوغټ تعويذ د شريعت پابندي ده

Email : Sangar.com@msn.com