افغانستان، د بهرنیو اوکورنیو فشارونو په لومه کي
په دې ورستیو کې د افغانستان په سیاسی چاپیریال کېهغه مهم او ټاکونکی تاریخي بحث تود شوی دی، چې په هکله یېد ښکیلو سیاسی او نظامي اړخونو سیاسی دریځونه پخپل وار سره هغه فشارونه څرګڼدوي، کوم چې هر لوری غواړي له لیارې یې خپلو موخو ته ځان ورسوي او د نوموړو دریځونو تر اغیز لاندې په هیواد کېسیاسي زعامت دې ته اړ کړي تر څو د دوی غوښتنو ته غاړه کیږدي؛
· د دیورند کرښه
· د دیورند د کرښې په ستونزه کې د افغانستان ریښتنی مقابل لوریڅوک دی!!؟
· دبیان آزادي او ملي خیانت
· ۲۰۱۴کال د بهرنیوځواکونو د وتلو ضرب الاجل
ددیـورند کرښـه:
د مخامخ نظامي تیري تر څنګ چې پاکستان یې د افغانستان په ختیځه سېمه کې د توغوندیو په توغولو تر سره کوي او داسې انګیرل کیږي چې دا اقدامات هم د دیورند د کرښې د رسمیت پیژندلولپاره تر سره کیږي . په دې وروسیو کې د دریوند کرښه د یوه پیاوړي فشار په توګه د پاکستان او ورسره د امریکا له لوری د افغانستان په ضد مطرح شوه او د دریوند د کرښې په هکله د امریکا او پاکستان تر منځ د همغږي شواهد هم د یادو هیوادونو ددریځونو څخه ښه څرګندیږي په داسې حال کې چې پاکستان هڅه کوي تر څو نوموړې کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ دویش رسمي پوله ثابته کړي او پخپل دریځ د رسمی چینلونو له لارې ټینګار کوي امریکا هم دپاکستان دا دریځ تاییدوي په افغانستان کې د امریکا سفیر جیمز کیننګ، د مارک ګروسمن دا خبره تأیید کړې ده چې هیوادیې د دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توګه په رسمیت پیژني. خو افغان دولت پر دې موضوع خبرې د پردیو حق نه بولي.
د افغانستان او پاکستان له پاره د متحده ایالاتوځانګړي استازي مارک ګروسمن، په کابل کې د (یک) په نوم له یوه تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې «د دیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ رسمي پوله ده.
د دیورند کرښه په ۱۸۹۳ کال کې د امیر عبد الرحمان خان د واکمنۍ پر مهال له بریتانوي هند سره د یوه تړون په ترڅ کې وټاکل شوه. خو وروسته له هغه چې په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان هیواد رامنځ ته شو، د افغانستان د هغه وخت دولت دغه سرحدي کرښه په رسمیت و نه پیژندله.
افغان چارواکو د دغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت که څه هم د مارک ګروسمن نوم نه دی اخیستی خو به یوه بیانیه کېیې د دې موضوع په اړه خبرې کړي دي. په دغه بیانیهکې راغلي دي چې «د دیورند کرښه د افغانستان د خلکو له پاره یوه مهمه تاریخی مسئله ده.» د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه غبرګون کې زیاته کړې ده چې «له همدې کبله د افغانستان حکومت د دیورند د کرښې د حقوقي وضعیت په اړه هر ډولڅرګندونې د هر چا له خوا چې وي بې ربطه بولي او هغه ردوي.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر جیمز کننګهام، کندهار ته د یوه سفر په ترڅ کې د مارک ګروسمن خبرې تأیید کړې. کله چې له کننګهام څخه د ګروسمن د خبرو په اړه وپوښتل شو هغه وویل: «د ګروسمن په خبرو کې کومه نوې موضوع نه شته. متحده ایالات د نورو ډیرو هیوادونو په څیر، له ډیر وخت راهیسې دغه کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې په توګه په رسمیت پیژني. دا کومه نوې موضوع نه ده.»،! ډیری سیاسي شننونکی او کارپوهان په دې اند دي چې امریکا په راتلونکي کې د پاکستان سره د یوه جوړ جاړي له مخې اړه ده، تر څو د افغانستان څخه په ۲۰۱۴کال کې د وتلو لپاره لاره پیدا کړي، او غواړي دا جوړجاړي د افغانستان په حساب ورسره تر سره کړي چې د دیورند کرښه ده او پاکستان تر هر څه وړاندې غواړي دا خاوره خپله کړي او د همدغې موخې لپاره یې د افغانستان په کشاله کې ځان ښکیل کړی دی د یادې موخې لپاره یې د افغانستان د سیاسی اوړون او بدلون په لړ کې په بېلا بېلو مرحلو کې یې دبېلابېلو سیاسي ځواکونه ملاتړ وکړ ، خو داسې ښکاري چې پاکستان ته د نوموړې معضلې د حل په موخه ریښتنې موکه اوس په لاس ورغلې او په دې لړ کې د امریکا او ورسره د متحالفو هیوادنو ملاتړ د پاکستان لپاره ډیر ارزښتناک او ټاکونکی دی .
د دیورند د کرښې په ستونزه کې د افغانستان ریښتنی مقابل لوری څوک دی!!؟
ډیری کار پوهان او د نظر خاوندان په دې اند دي چې د دیورند کرښه هیڅ کله هم د افغانستان تیرو حکومتونو په رسمیت نه ده پیژندلې او کوم وخت چې د انګلستان خونړي استعمار دا کرښه رامنځ ته کړله هغه مهال پاکستان د یوه خپلواک هیواد په توګه د نړۍ د هیوادونو په کتار کې شتون نه درلود ، که دا کرښه د انګلستان استعمار په سېمه کې د سېمې پر خلکو تپلې وي نو بیا د افغانستان مقابل لوری انګلیسی استعمار دی چې اوس شتون نه لري او هغه هیوادونه او سیاسي ډلې او تپلې چې په دې هکله د خپلو مصلحتونو په بنسټ دریځونه خپلوي او څرګندونې کوي په ټول کې د دغې کشالې څخه پردي دي او باید په قضیه کې پردي اړخونه مغرضانه قضاوت ونه کړي .
له بده مرغه چې په افغانستان کې د یوه واحد سیاسی دریځ نه شتون هم په یوه ډول نه یوه ډول د پاکستان د دریځ ملاتړ کوي په کورنیو رسنیو کې ډیری سیاسي ډلې خپل لیدلوری داسې څرګندوي، چې غواړي دا ستونزه د پاکستان د غوښتنې سره سم د حل لاره ومومي، په دې استدلال چې د افغانستان د معضلې د هوارولو یوازنې لاره همدا د دیورند کرښه ده نو په کار ده چې د افغانستان د ستونزې د حل لپاره دا ستونزه هواره شي که څه هم چې د افغانستان د خاورې د بېلیدو په حساب هم تمامه شي، نوموړې سیاسي ډلې دا ټکی له پامه غورځوي ،چې دا راز سیاسي دریځ د هیواد په هکله ملي خیانت ګڼل کیږي.
دبیان آزادي او ملي خیانت :
څه موده وړاندې د ملي خیانت او د بیان د آزادۍ اړوند هم د سیاسی ادارې او سیاسي ډلو تر منځ بحث تود شو، کوم مهال چې دولسمشر له لوری پر ځینو رسنیو نیوکه وشوه چې د بیان د آزادۍ تر چتر لاندې داسې څرګندونې کوي چې د ملي خیانت ګڼل کیدای شي، د بیان آزادي او ملي خیانت دوه هغه مفهومونه دي چې نسبي اصل پکې مطرح دی او په هیڅ ډول مطلق کیدای نشي،د مطبوعاتو په عرف کې د لویدیځ د قانون سره سم د بیان آزادي هغه اصل دی چې باید په هیڅډول تر پښو لاندې نه شي، خو دا اصل مطلق نه دی لهمدې ځایه د نړۍ ډیر پرمختللی هیوادونه هم د خپل کلتور، دود او ملی امنیت لپاره د ژورنالیزم په وزارتونو کې د کنټرولڅانګې لری تر څو هغه مواد چک کړی چې عام وګړی ته د رسنیو له لارې رسیږی، او ملی امنیت ته پکې صدمه و نه رسیږي، د لودیځ دنړۍ مشهورې ورځپانې لکه ټایم، نیوزویک، واشنګټن پوست ... هم تر خپریدو وړاندې چک کیږی، او همدا راز د نړۍټول هیوادونه دا د مطبوعاتو د کنټرولڅانګې لری، تر څو وکولای شي د عام وګړی فکر، کلچر، عقیده، اخلاق ... په هغه چوکاټکې وساتی چې د هغه هیواد له ملی او دینی هویت سره مطابقت ولري ، خو له بده مرغه چې زموږ په هیواد کې د بیاڼ د آزادۍ تر عنوان لاندې داسې څرګندونې کیږي چې د افغانستان ملي وحدت ته پکې زیان رسیږي او د ملي خیانت له اصل سره سمون پیدا کوي د ملي خیانت په هکله ویل کیږي چې ملي خیانت هغه دی چې زیان یې د هیواد ټول ولس ته متوجه وي لکه د دیورند کرښه چې زیان یې د افغانستان ټول ملت ته رسیږي ځکه دا د افغانستان د ټول ملت ګډه ستونزه ده .
۲۰۱۴کال د بهرنیوځواکونو د وتلو ضرب الاجل :د
کوم مهال چې دافغانستان ولسمشر د امریکې د متحده ایالاتوڅخه هیواد ته راستون شو په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې د رپوټونو له مخې د امریکا او ورسره د متحالفو هیوادنو دریځ داسېڅرګند شو، چېګواکي په ۲۰۱۴کال کې د بهرنیوځواکونو تر وتو وروسته به افغانستان یوځل بیا دکورنیو جګړو په اور کې وسوزي او یادې جګړې به د افغانستان سیاسي او ټولنیز ثبات وګواښوي دا په داسې حال کې چې په پام کې ده په لنډه نیږدې کې امریکا د افغانستان سره نظامی تړون لاس لیک کړي، نوموړی دریځ پخپل وار سره دیوه فشار په توګهځانڅرګڼدوي،تر څو د افغانستان سیاسي زعامت اړشي چې د امریکا سره د نظامی تړون پر مهال د امریکاډیرې غوښتنې په دې لړ کې و مني او تر خپلو غوښتنو تیر شي.
که یوه لوری ته امریکا او ملګري یې په افغانستان کې د ۲۰۱۴ کال ضرب الاجل خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د یوه فشار په توګه استعمالوی بل لوری ته د دولت مخالفین هم نوموړی ضرب الاجل دیوه فشار په توګه مطرحوي او غواړي له دې لیارې په ځینې مسایلو کې امتیاز تر لاسه کړي ، په دې لړ کې د افغانستان ملت د یادو متفاوتو فشارونو له کبله په اقتصادي ، سیاسي او ټولنیزه کچه ډیر زیان ګالي او اغیز او تاثیرات یې له اوس نه د خلکو په راکړه ورکړه کې ښه محسوسیدای شي .
په پای کې دا یادونه اړینه ده،چې د بهرنیو او کورنیو فشارونو د مخنیوی لپاره د افغانستان بې وسه او کړیدلی ملت ته په کار ده تر څو د ملي وحدت او یو والی ناره پورته او په افغانستان کې دننه د افغانستان د ملي ګټو ضد شته ذهنیت ډب کړي.
عبدالرحمن فرقانی