د کوچنیانولپاره ګټوری قصی )1( برخه
خیر و شر او کوچنیتوب
عبدالقیوم مشواڼی
یوه ورځ له ورځو وه
له ننه په سلونو کاله وړاندې یوه ورځ هلکان راغونډ شوي وو او لوبه یې کوله . لوبې یې یوه میر ته اړتیا درلوده دمیر دټاکلو لپاره یې خسڼې وکړ نو د شر پرنوم راوخوت شر له هلکانو څخه دیوه نوم و . خوهلکان له شر څخه ناخوښه وو، ځکه چې هغه یې پېژانده او ډېره ځله ورته جوته شوې وه چې هروخت شر میر ګیږي نو سرزوري کوي، سمې خبرې ته غاړه نه ږدي اوځان پرنورو لوړ شمیري
له همدې امله ټولو هلکانو په یوه خوله وویل نه موږ دا خسڼې نه منو ، موږ شر نه منو، درغلي شوې باید بیا خسڼې وشي شر چې دخسڼې پرسموالي ډاډه و نو په دې خبرو ډېرغوسه شو، چیغه یې کړه ، ولې مې نه منۍ ؟ موږ خولاتر اوسه لوبه نه ده پیل کړی نوڅه پوهیږۍ چې زه ښه نه یم؟
له هلکانو څخه یوه وویل : موږ څوځله ازمېښت کړی دی، ته چې دنورو په څېر لوبه کوې نوښه یې خوستا نیمګړتیا دا ده چې کله پرتا دمیر نوم کېښودل شي نوبیا دې سمه خبره پر غوږ نه لګي
سر زوري کوې ، تېری کوې درغلي کوې دپیاوړو او ځواکمنو ملګری کېږې او د ناتوانه پرحق خېټه اچوې شخړې جوړوې اودلویانو چغړیې پورته کیږي خوموږ غواړو چې لوبه وکړو اوټول سره برابر او وروڼه واوسو نو پریږده چې میر بل کس شي دنړۍ دود دادی چې کله ټول یوڅیز وغواړي نو هماغه منل کېږي ځکه یو کس دولس څخه نه شي نیولای نو شر هم اړشو اوله سره بیا خسڼې وشو
نوربیا......