خپل وختونه څنگه قېمتي کولای شو؟
نحمده ونصلي علی رسوله الکريم امابعد:
دوخت دقدراوقېمت په هکله مومخکي ليکنه کړې وه،په دې هيله چي هغه مولوستلې وي،اوس غواړم چي دوخت دقېمتي
کولوپه هکله څه کارونه وليکم،چي په هغوسره وخت قېمتي کيږي.
که څوک غواړي چې زماوخت دې عبث اوبې ځايه تېرنه شي اوپه داسي څه کي دي مصرف شي،چي زمالپاره گټمن وي اوپه هغه سره زماوختونه قېمتي شي،نوداکارونه دي وکړي :
۱:په هرکارکي خپل نيت صحيح کول: په دې سره مباح کارونه هم دثواب لامل ګرځي .
۲:داميدونو کمول: داسي دي نه وايې چي اوس زه ځوان يم بيابه وروسته ښه کارونه کوم.
يعني دنن کاردي سباته نه پرېږدي بلکي چي څومره يې وس کارکوي، ښه کاردي ژرترسره کوي اوځان دې داسې وبولي چې کيداى شي چي دامي دعمرآخيرنۍ ورځ وي .
حضرت معاذبن جبل رضی الله عنه ته رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي فرمايلي وو:دالله جل جلاله داسې عبادت کوه لکه ته چي الله وينې،واعددنفسک في الموتی ځان په مړوکې حساب کړه،دالله ذکردهرې ډبرې اوونې سره کوه اوکله دي چې ګناه وکړه نودهغې سره په څنګ کي نېکي وکړه:دپټې په مقابل کې په پټه اودښکاره په مقابل کې په ښکاره نېکي وکړه(اخرجه الطبراني واسناده صحيح)
۳:دخپل وس مطابق ددنيوي مشغوليتونوکمول اودعبادت لپاره وخت ايستل.
۴:په خپل کورکي ډېروخت تېرول:
له حضرت عقبه ابن عامررضی الله عنه څخه روايت دی چي ماوويل:اې دالله پيغمبره!صلی الله عليه وسلم)(دالله پاک له عذابه)خلاصون(په)څه(کي)دی؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:(دخلاصون لپاره درې کارونه کول ضروري دي:)خپله ژبه بنده کړه!(کنترول يې کړه!)تادي خپل کورځای کړي)(يعني په خپل کورکي ډېراوسه!)اوپه خپله گناه ژاړه!)
(رواه الترمذي وقال حديث حسن-رياض الصالحين ص:۴۴۶)
بايدداهڅه وکړل شي چي پرته له ضرورته انسان له کوره ونه وزي ځکه له کوره په وتلوکي ډېري فتنې شته،چي په هغوکي داخته کېدلوخطره شته .
۵:په مسجدکي ډېروخت تېرول:
۶:له بې ضرورته خوب اواستراحت څخه هم بايدځان وژغورل شي ځکه په دې سره هم ډېروخت ضائع کيږي.
۷:دالله پاک ذکرډېرکول:ذکرداسي عبادت دی چي سړی يې دکاروبارسره هم کولای شي،په ناسته،ولاړه،په پروته اوپه ټولوحالاتوکي يې کولای شي.
۸:دُعاگاني ډېري کول اوپه دې سره خپل وخت قيمتي کول.
۹:تقوی اوپرهېزگاري په ځان کي راوستل:ځان له گناهونوڅخه ژغورل ځکه مهم کارپه دين کي له گناهونوڅخه ځان ژغورل دي.
۱۰:فرض لمونځ په جماعت سره اداکول:
۱۱:دکوم عبادت چي راغی،دهغه داداکولوهڅه کول:دبېلگي په توگه دجنازې وخت راغی،يادمريض دپوښتني وخت راغی اوداسي نور...
نودهرعبادت په وخت کي هڅه کول چي هغه عبادت اداکړل شي.
۱۲:دخلگوسره تعلقات کمول:په ډېروتعلقاتوسره هم ډېرقېمتي وختونه له انسان څخه ضائع کيږي.
۱۳:قرآن کريم ته ډېروخت ورکول.
۱۴:دديني کتابونومطالعه کول.
داکارونه که څوک وکړي انشاء الله دهغه وخت به له ضائع کېدلوڅخه وژغورل شي
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين
ليکوال:مولوي عصمت الله عزام