درې سوه جدیدي فقهي مسئلې

مسئله نمبر(2)

  مفتي محمدعثمان ارکاني 

ژباړن : محمدشفیق رحماني

تقدیر

پوښتنه : انسان په ژوندکي چي څه کیږي هغه مخکي لیکل سوي وي اوکه دانسان داعمالوله کبله منځ ته راځي؟ که

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱ ستاسومسئلي اودهغوحل اول ټوک مخ۲۰(مؤلف مفتي محمدیوسف لودیانوي شهید)

مخکي لیکل سوي دي بیاپربدواعمالوسزاولي ورکول کیږي ځکه چي داسي کول خودده په تقدیرکي لیکل سوي وه؟

ځواب : دادتقدیرمسئله ده په دې کي زیاتي خبري کول صحیح نه دی بس دومره ایمان ساتل په کار دی چي په نړی کي څه چي سوي دي یاکیږي یاکېدونکي دي دنړۍ ترپیداکولومخکي الله تعالی ته ددغه شیانوعلم و، دنړۍ هیڅ شی دالله تعالی دعلم څخه وتلی نه دی اونه یې ترقدرت وتلی دی  الله تعالی دهمدې علم په برابر دکائنات دهرشي اودهرانسان یودفترجوړکړی دی دنړۍ ټوله نظام دهمدې خدایي لیکني په برابرروان دی همدې ته تقدیروايي پرتقدیرباندي ایمان راوړل واجب دی ځوک چي ددې منکر وي هغه مسلمان نه دی ددې ایمان ساتل هم ضروري دی چي الله تعالی انسان ته دارادې واک عقل اوتمیزدولت ورپه برخه کړی دی اودایې ټاکلي دي چي انسان به په خپل واک او اراده سره فلانی کارکوي همداډول دغه ایمان ساتل هم ضروري دی چي دانسان دښه اوبداعمالونتیجه دثواب یاغذاب په شکل کي په آخرت کي ورته رسیږي اوڅه ناڅه په دې ندۍ کي هم ور رسیږي داټوله خبري په قرآن  شریف اوحدیث شریف کي ډيرپه وضاحت سره بیان سوي دي پردې ایمان ساتل په کاردی اوتردې زیات په دې مسئله غورکول په کار نه دی په دې هکله دزیات بخث کولوڅخه منع سوې ده اونبي علیه السلام پردې سخته ناخوښي ښکاره کړې ده