دپنځولمنځووختونه اوپکي درسول الله (ص)طریقې

دسهار دلمانځه وخت اودنبی کریم ص طریقه

دماپښین دلمانځه وخت اودنبی کریم (ص)  طریقه

دمازیګردلمانځه وخت اودنبي کریم (ص) طریقه

دماښام دلمانځه وخت اودنبي کریم (ص) طریقه

دماخوستن دلمانځه وخت اودنبي کریم (ص) طریق

دماخوستن دلمانځه وخت اودنبي کریم (ص) طریقه

مؤلف : قاري شریف احمد

ژباړن : محمدرسول پېروز

له ماښام وروسته پراسمان سورشفق ښکاریږي ددې له ډوبېدو وروسته څه سپین والي پاتیږي بیاداهم ورکیږي اوټول اسمان یوډول په نظرراځي دلته دماخوستن وخت پیلیږي کوم چي ترصبح صادق پوري وي خوداخبره یادلرئ چي له نیمي شپې وروسته دماخوستن وخت مکروه کیږي اوثواب یې کم وي ځکه نودومره ناوخته لمونځ کول ښه نه دي غوره داده چي دشپې دیوپه درې برخې ترتیرېدو وړاندي وشي،

نعمان بن بشیرصحابي رضی الله عنه وایي چي نبي کریم (ص) دماخوستن لمونځ داسي وخت کاوی چي ددرېیمې شپې میاشت به ډوبېده (ابوداؤد،دارمی)

دماخوستن دلمانځه اړوندپه حدیثوکي زیات تاکیدراغلی دی :

۱= په حدیث کي دي چي دماخوستن دلمانځه خیال وساتئ تاسوته (امت محمدي) پرټولوامتونوپه دې وجه فضیلت درکړل شوی دی چي له تاسووړاندي کوم یو ه د ماخوستن لمونځ نه دی کړی

۲=له حضرت عثمان رضی الله عنه څخه روایت دی چي چادماخوستن لمونځ په جماعت سره وکړګواکي ترنیمې شپې په عبادت کي بوخت ؤاوچاچي دسهارلمونځ په جماعت سره وکړګواکي ټوله شپه یې عبادت وکړ،

۳=له حضرت ابوهریرة رضی الله عنه څخه روایت دی چي نبي کریم (ص) وویل : پرمنافقانودماخوستن اوسهار له لمنځونوپرته بل لمونځ سخت نه وي خوکه یې له ثوابه خبرشي نوپرګونډوبه ورته راشي (بخاری مسلم)

څرنګه چي دماخوستن لمونځ داسي وخت وي چي خلګ له کاروڅخه ستومانه شوي وي اوخوب ته هم میلان زیات وي ځکه نوامامان دي اوږده سورتونه نه وایي

یوځل معاذرضی الله عنه دماخوستن په لمانځه کي سورة بقرة ویل پیل کړل نویوه کس دتکلیف له کبله نیت مات کړبیل یې لمونځ وکړاونبي کریم (ص) ته یې شکایت وکړنبي کریم (ص) معاذرضی الله عنه ته دخفګان اظهاروکړاووې ویل په جماعت کي نرمي کوه اووالشمس وضحها،وللیل اذایغشی،سبح اسم ربک الاعلی اوداسي نورسورتونه ویل غوره دي