دپنځولمنځووختونه اوپکي درسول الله (ص)طریقې

مؤلف : قاري شریف احمد

ژباړن : محمدرسول پېروز

 

اِن الصلاة کانت علی المؤمنین کتاباً موقوتاً (پ ۵ ع ۱۲)

بېشکه پرمسلمانانولمونځ په ټا کلووختونوکي فرض شوی دی

لکه څرنګه چي دلمانځه کولوتعلق له وختونوسره دی له دې کبله دوختونوپېژندل ضروري دي

موږدلمانځه اووه شرطونه بیان کړل په هغو کي یو شرط د لمانځه وخت هم ؤ که کوم کس لمونځ له خپل وخت وړاندي وکړلمونځ یې نه کیږي اوهغه لمونځ به دویم ځل کوي همدارنګه که کوم کس دوخت له تېرېدو لووروسته لمونځ وکړ داسړی ګنهکاردی اودهغه لمانځه قضابه راوړي

 (1)دسهار دلمانځه وخت اودنبی کریم ص طریقه

دسهار دلمانځه وخت له صبح صادق څخه بیادلمر ترراختلوپوري دی کله چي لمر ښکاره شي نودسهار وخت ختم دی ،

صبح ترلمر ختلو تقریباً یونیم ساعت یاپاوکم دوه ساعته وړاندي دي کله چي صبح صادق شي دسهار وخت پیل شي اوروژه نیؤنکوته له دې وخت څخه خوړل اوڅښل حرام دي

په صبح صادق سره دتهجد وخت هم ختمیږي

دسهار دلمانځه لپاره دنبي (ص) عادت ؤ چي له صبح صادق وروسته یې لومړی دوه رکعت سنت په کورکي کول له دی وروسته یې مسجدته تشریف ووړاودوه رکعته فرض لمونځ به یې په جماعت سره اداکول ،

دسهار له لمانځه وړاندي ددؤسنتوحکم

داخبره باید په ذهن کي وساتل شي چي دسهار له لمانځه وړاندي ۲سنت که څه هم مؤکده دي خوپه احادیثوکي ددې زیات ټینګښت راغلی دی له دې کبله یې ځیني علماء وجوب ته قائل دي ،

له حضرت عائشې رضی الله عنه څخه روایت دی:

عن عائشة رضی الله عنه قالت قال رسول الله (ص) رکعتا الفجرخیرمن الدنیاو ما فیها. (مسلم)

ژباړه : دسهار دوه رکعت سنت دټولي نړی ترشانوغوره دي ،

ددې تاکیدله و جې داحکم ورکړل شوی دی چي که کوم کس دسهار سنت ون کړل جماعت ودرېد خوخیال  یې داؤ چي زه له امام سره یورکعت نیولای شم نوداسي ځای دي ودریږي چي دامام اوازنه وررسیږي اوودي کړي بلکه ځیني علماء وايي چي که یې اخیري ناسته نیولای شوای نو هم دي سنت وکړي ،دعبدالله ابن عمر رضی الله عنه ، عبدالله ابن عباس رضی الله عنه ، ابوالدرداء رضی الله عنه اونوروصحابه رضی الله عنه داعادت ؤ،

دسهار دسنتوپه لومړي رکعت کي قل یا ایهاالکفرون او په دویم رکعت کي قل هوالله احد ویل سنت دي ، عبدالله ابن عمررضی الله عنه وایي ماتر یوې میاشتې پوري نبي کریم (ص) ولید چي دسهار په سنتو کي بې همدادوه سورتونه ویل . (ترمذي)

(2)دماپښین دلمانځه وخت اودنبی کریم (ص)  طریقه

دماپښین دلمانځه وخت له زوال څخه پیل کیږي پېژندل یې دادي چي لمر دومره اوچت شي چي دهرشي سیوری کمیږي، کله چي دسیوري کمېدل ودریږي نوداوخت دورځې نیمایي دی له دې وروسته دسیوري اوږدېدل پیل شي چي همدادماپښین وخت دي،

دځینو ائمؤپه نزدترکومه چي دهرشي سایه دهغه دوه برابره نه وي شوې ترهغودماپښین وخت دی خوغوره داده چي دماپښین لمونځ دیوې سایې په دننه کي وشي البته که کومه مجبوري یاغذرپیښ شي نوپه دویم مثل کي یې هم کول روادي.

په دې اړه حضرت عائشه رضی الله عنه وایي : نبي کریم (ص) به زما په کوکي دماپښین څلوررکعت سنت کول بیابه مسجدته تلی ، له خلکوسره به یې یوځای فرض کول ، بیاکورته راتلی دوه رکعت سنت به یې کول ،

کوکس چي دماپښین سنت کوي نبی کریم (ص) یې په اړه وایي ،

پرهغه ددوزخ اور حرام دی اوهغه ته داسمان دروازي خلاصیږي (مسلم)

نبي کریم (ص) دماپښین دلمانځه په دوورکعتونوکي سورة فاتحه اوله دې پرته بل سورة هم وایه اوپه اخیري دؤ رکعتوکي یې صرف فاتحه ویله خو کله به یي یونیم ایت په دومره اوچت او ازوایی چي مقتدي به اورېدي    (بخاري ومسلم)

په اوچت اواز سره له قراّ ت ویلو څخه دنبي کریم (ص) هدف داؤ چي امت ته څرګنده شي چي په خفیه لمنځونوکي څه ویل کیږي

نوربیا.......

دابه بیاتاسو ته خپري کړو انشاء الله

دمازیګردلمانځه وخت اودنبي کریم (ص) طریقه

دماښام دلمانځه وخت اودنبي کریم (ص) طریقه

دماخوستن دلمانځه وخت اودنبي کریم (ص) طریقه