ليکوال: عبدالرؤف حقيار
ددې ليکنې نورې برخې
په اسلام کې د لباس ارزښت (لومړۍ برخه)
په اسلام کې د نظافت او پاکوالي ارزښت (دويمه برخه)
د مسلمان لباس بايد څه راز وي؟ (درېيمه برخه)
آيا لنګوټه تړل ضروري ده؟ (څلورمه برخه)
د صحيح بخاري د (کتاب اللّباس) په لومړي باب کي کي د حضرت ابن عباس په وينا کي د لباس په اړه يوه عامه قاعده بيان شوې ده:
وَقَالَ النَّبِيُّ " كُلُوا وَاشْرَبُوا وَالْبَسُوا وَتَصَدَّقُوا، فِي غَيْرِ إِسْرَافٍ وَلاَ مَخِيلَةٍ ". وَقَالَ ابْنُ عَبَّاسٍ كُلْ مَا شِئْتَ وَالْبَسْ مَا شِئْتَ، مَا أَخْطَأَتْكَ اثْنَتَانِ سَرَفٌ أَوْ مَخِيلَةٌ. (بخاري شريف جلد ٢ صفحه٨٦٠)
ژباړه: رسول الله وفرمايل: خوراک کوئ، څښاک کوئ، لباس اغوندئ او صدقه کوئ، ليکن بې له اسراف کولو او بې له تکبر کولو، حضرت ابن عباس فرمايې: څه چي دي خوښه وي هغه وخوره او څه چي دي زړه وي هغه واغونده، ليکن له دووشيانو څخه پرهېز وکړئ، يو له اسراف او بل له تکبر څخه.
مطلب دا چي هر پاک او حلال شی چي ستاسي خوښ وي خوړلای شئ او هر هغه حلال او پاکېزه لباس چي ستاسي عورت پټوي واغوندی، ليکن پام مو وي چي اسراف ونه کړئ او له تکبر څخه کار وانه خلئ.
يو کس له حضرت ابن عمر څخه پوښتنه وکړه ويل زه څه راز لباس واغوندم؟ هغه مبارک ورته وفرمايل: داسي لباس چي په اغوستلو سره دي بې عقلان خلک ذليل ونه ګڼي او يا ته خپله بدنمايه ښکاره نه شې او چي هوښياران او پوهان خلک عيب درپکي را ونه باسي يعني چي تر خپل حد تجاوز کوونکی دي ونه ګڼي، نور ستا اختيار دی هر رنګه لباس چي دي خوښ وي.
د لباس په هکله د شريعت تعليمات ډېر معتدل دي، ځکه يې د کوم خاص لباس تعيين او پابندي نه ده لګولې او نه يې کوم ځانګړی هيئت ښودلی دی چي ګويا د هر کس لپاره صرف دغه راز لباس اغوستل ضروري دی، بلکي د هري سيمي او هر ځای موسم او آب ؤ هوا ته په کتلو سره يې په لباس کي د ازادۍ اعلان کړی، دا ځکه اسلام د فطرت دين دی، مختلفو حالاتو، هيوادونو او هلته رنګارنګ موسمونو او هوا ګانو ته په کتلو او د خلکو د ضرورتونو په خاطر د وګړو لباس مختلف شکلونه اختيارولای شي مثلاً کله به باريک وي، کله به پنډ وي کله به يو راز او کله بل راز وي، نو ځکه اسلام د يو خاص لباس اغوستلو حکم نه دی کړی.
البته اسلام د لباس په لړ کي ځني مهم او بنسټيزه اصول او اداب بيان کړي چي د هغوی لحاظ ساتل په هر حال کي ضروري دي:
د لباس بنسټيز اصول
مخکي مو وويل چي په اسلام کي د لباس په اړه کوم خاص وضع نه ده ټاکل شوې، البته په دې هکله ځني حدود ټاکل شوي چي له هغوی څخه تجاوز نه دی کول په کار، کوم لباس چي په دغو شرعي حدودو کي وي، هغه شرعي لباس بللای شو او که داسي نه وي خلاف شرع يې ګڼو، هغه حدود دا دي:
١- لباس بايد دومره نازک يا په بدن پوري موښتی نه وي چي د بدن مستور اندامونه ترې ښکاري، بلکي بايدداسي وي چي په مکمله توګه ستر پټ کړای شي.
٢- په لباس کي بايد خاص د کافرانو او فاسقانو تشبه او پېښې اختيار نه کړل شي، يعني چي يو لباس خاص له دوی سره اړه او د دوی ځانګړی شناخت وي له هغه څخه بايد پرهېز وشي، خصوصاً د غيرمسلمو مذهبي ځانګړي ملبوسات لکه صليب ځړول ، د هندوانو غوندي تک ژړ کالي اونور.
٣- کوم لباس چي پر تکبر، تفاخر او اسراف دلالت کوي اجتناب او پرهېز وکړل شي.
٤- دولتمند او مالدار کس بايد داسي کمزوره او دومره ضعيف لباس وانه غوندي چي خلک يې مفلس او فقير وګڼي.
٥- تر خپل مالي توان او طاقت زيات قيمتي لباس اهتمام بايد ونه کړل شي.
٦- نارينه بايد د خپل پرتاګه يا بلي پايجامې پايڅې دومره کښته و نه ساتي چي بيجلکي پټي کړي.
٧- نارينه وو لره د اصلي ريشم لباس اغوستل حرام دي.
٨- نارينه بايد زنانه لباس او ښځي بايد مردانه لباس وانه غوندي.
٩- لباس بايد صاف او پاکيزه وي او نارينه وو لره سپين لباس اغوستل غوره دي.
١٠- د نارينه وو لپاره خالص سور لباس اغوستل مکروه دي، البته که سور رنګه وي يا له ځانه سره بل راز ليکي هم ولري باک نه کوي.
ښکلی او مزين لباس تکبر نه دی
که څوک له اسراف او نمايش څخه ځان وساتي او صرف د زړه د خوشحالۍ په غرض قيمتي لباس واغوندي دا جائز دی يعني داسي لباس اغوستل چي جسم ته ارام او استراحت حاصليږي او له دې سره سره د لږ شان ښکلا او زينت مقصد هم ترې لاسته راځي دا هيڅ باک نه لري جائز دی:
قال العلامه الصابوني ومما يوکد ان التزين والتجمل مطلوب وانه ليس من الکبريا الذی نهی عنه الاسلام.
ماروی فی صحيح عنه انه قال: لايدخل الجنة من کان فی قلبه مثقال ذرة من کبر، قالوا يارسول الله! ان احدنا يحب ان يکون ثوبه حسنا ونعله حسنة. قال ان الله جميل يحب الجمال، الکبر بطر الحق ای عدم قبول الحق وغمط الناس ای احتقارهم وازدراهم. (اخرجه مسلم فی کتاب الايمان)
ژباړه: علامه صابوني فرمايې: په شرعي دائره کي زيب او زينت حاصلول مطلوب او مقصود دی او دا په کبر کي داخل نه دی چي اسلام ترې منع کړې، په صحيح بخاري کي روايت دی چي رسول الله وفرمايل: د چا په زړه کي چي د مثقال د يوې زرې برابر کبر وي هغه جنت ته نه شي داخلېدای
، صحابه وو عرض وکړ: يا رسول الله! که له موږ څخه يو څوک دا خبره خوښه کړي چي لباس يې غوره او عمده وي، نو آيا دا خو به په کبر کي نه راځي؟ ده مبارک ورته وفرمايل: الله تعالی ښکلی دی ښکلا خوښوي، کبر خو دا دی چي حق خبره قبوله نه کړي، خلک سپک وګڼي او توهين امېزه رويه خپله کړي.
کورتۍ او پتلون اغوستل
پوښتنه: آيا په کورتۍ او پتلون اغوستلو کي له کافرانو سره مشابهت راځي او که نه، که چيري مشابهت راځي نو زده کوونکي بايد څه وکړي، ځکه چي په ځينو مقاماتو کي پتلون او کورتۍ اغوستل لازم او ضروري وي؟
ځواب: اوس مهال په نړۍ کي د پتلون او کورتۍ رواج دومره عام شوی دی چي په دې اړه (تشبه) چي شرعًا ممنوع ده مغلوبه او له منځه تللې ده، په زياترو اسلامي هيوادونو کي مسلمانو وګړو د کورتۍ او پتلون اغوستل پيل کړي، مطلب دا چي د خلکو له ذهنه اوس مهال دا خبره وتلې ده چي دا خاص د پردو لباس دی او په دې سره صرف هغوی پېژندل کيږي، نو ځکه د کورتۍ او پتلون اغوستل حرام نه دي او نه په دې کي کوم قباحت شته.
دغه حُکم د هغه پتلون او هغه لباس په اړوند دی چي په اغوستلو سره يې د انسان عزت نه متاثيره کيږي، نه يې واجب الستر اندامونه رابرسېره کيږي او نه د هغوی حجم مسلّم ښکاري، که چيري پتلون دومره تنګ، نازک او په بدن پوري موښتی ؤ چي د انسان عزت ته يې تاوان رساوه او د واجب الستر اندامونو حجم يې ښکاره کاوه لکه اوس مهال چي په زياترو ځوانانو کي د داراز پتلون اغوستلو شوق او رواج موندل کيږي، نه يوازي د داراز پتلون اغوستل حرام دي، بلکي هغه کس ته چي د پتلون اغوستونکي دغو را برسېره شويو اندامونو ته په غور او ځير سره ګوري کتل حرام او ناجائز دي، ځکه چي دا راز لباس اغوستل تقريبًا د لڅ برابر دی، بلکي ځيني وخت تر لڅ لا هم ډېر زړه راښکونکی او جنسي تحريک پاروونکی وي، نو مسلمان ته په کلکه له دا راز غير شرعي لباس اغوستلو څخه پرهېز په کار دی.
نبوي او شرعي لباس
د قرآن او حديث په رڼا کي چي د شرعي لباس کوم بنسټيز اصول بيان شول، د هغوی په رعايتولو سره چي هر قسم لباس غوره کړل شي هغه شرعي لباس ګڼل کيږي او هغه د رسول الله طرز او مسنون لباس ورته ويل کيږي.
د مسنون لباس معنا دا نه ده چي بالکل دي هغه لباس واغوستل شي کوم چي رسول الله اغوست، بلکي هغه لباس چي ده مبارک يې د اغوستلو اجازت کړی وي، هغه د ده طرز او مسنون لباس بلل کيږي.
د رسول الله لباس د هميشه لپاره يو راز نه ؤ، بلکي د حالاتو، موسم او زمان مطابق يې فرق کاوه، د ګرمۍ، يخ، سفر، حضر او نورو طبعي غوښتنو له کبله يې مختلف شکلونه غوره کړي او له ده مبارک څخه مختلف قسم رنګ درلودونکی لباس رانقل شوی دی.
البته لباس يې ساده او بې تکلفه ؤ او په کار ده چي داسي ساده او بې تکلفه لباس غوره کړل شي، نور نو د احاديثو او شمائلو په کتابونو کي ذکر دي چي د رسول الله عام طرز عمل داؤ چي دی مبارک به د لباس او خوراک په فکر کي نه ؤ، هر قسم لباس چي به ورته ميسر شو ،که به عمده ؤ که معمولي استعمالاوه به يې.
علامه ابن قيم جوزي په دې اړه ليکي: والصواب ان افضل الطريق طريق رسول الله التي سنها وامربها ورغب فيها ودام عليها وهي ان هديه فی اللباس، ان يلبس ماتيسر من اللباس من الصفوف تارة والقطن تارة والکتان تارة. (زادالمعاد لامام ابن قيم جلد اول ٣٦)
د مسلماني ښځي لباس
مسلمانه ښځه بايد د بېګانه وو په وړاندي د مخ او لاسونو پرته چي په (مَاظَهَرَ مِنْهَا) کي دا خل دي او د امام ابوحنيفه په نزد د دغه قراني لفظ د وسعت او د انساني ضرورت له کبله پښې هم پکي داخلي دي، نور بايد ټول بدن له سره ترنوکه پټ وي، اسلام د ښځي لپاره داسي نازک لباس اغوستل حرام ګڼلی چي له هغه څخه يې دننه بدن ليدل کيږي، د صحيح مسلم د (کتاب اللباس والزينة) په (باب النساء الکاسيات العاريات) کي روايت شوي:
عن ابی هريرة قال قال رسول الله : صِنْفَانِ مِنْ اَهْلِ النَّارِ لَمْ اَرَهُما : قَوْمٌ مَعَهُم سِيَاطٌ کََاَذْنَابٍ الْبَقَرِ يَضْرِبُوْنَ بِهَا النَّاسَ وَ نِسَاءٌ کَاسَيَاتٌ عَارِيَاتٌ، مُمِيْلاتٌ مَائِلاتٌ رُؤُسُهُنَّ کَأَسْنِمَةِ الْبُخْتِ الْمَائِلَةِ لاَ يَدْخُلْنَ الْجَنَّةَ وَلاَ يَجِدْنَ رِيْحَهَا وَ اِنَّ رِيْحَهَا لَيُوْجَدُ مِنْ مَسِيْرَةِ کَذَا وَ کَذَا.
(مسلم شريف جلد٢ صفحه ٢٠٥)
ژباړه: له حضرت ابوهريرة څخه روايت دی چي رسول الله وفرمايل: دوې ډلي دوږخيان داسي دي چي تر اوسه ما نه دي ليدلي، يوه ډله هغه ده چي د غوايي لکۍ غوندي شلاخي يې په لاس کي وي او خلک په وهي (دا د قدرت خاوندانو او ظالمو واکمنانو خوا ته اشاره ده) دوهمه ډله هغه ښځي دي، چي په ظاهره به يې کالي اغوستي وي، ليکن په حقيقت کي به لڅي وي، خلک به ځانته راکشوي او خپله به هم نارينه وو ته مايله کيږي، د سر ورېښتان به يې راټول کړي او د اوښانو د بوک (کوهان) په څير به ښکاري، دغه ښځي به جنت ته داخلي نه شي، حتی د جنت بوی به لا هم ونه ويني، حال دا دی چي د جنت خوشبويې تر ډېره ليري پوري خپريږي.
وګورئ رسول الله (نساء کاسيات) ياد کړ يعني کالي به يې اغوستي وي ليکن بيا به هم لڅي ښکاري ځکه چي کالي به يې دومره نازک او شفاف وي چي دننه بدن به يې ترې ښکاري او دغه لباس به د هغوی لپاره د هيڅ ستر پوشۍ کار نه شي ورکولای.
تاسي فکر وکړئ د نن سبا زياتره ښځي داسي لباس اغوندي، الله تعالی دي هدايت ورته وکړي، دوهمه خبره يې دا وفرمايل چي د سر ورېښتان به يې د اوښ د بوک په شان جوړ کړي وي.
ده مبارک کټ مټ د نن ورځي د حالاتو مطابق وړاندوينه وکړه، الله تعالی ده ته خبر ورکړی ؤ چي يو وخت به د ښځو دا حال وي، لباس به يې اغوستی وي خو بيا به هم لڅي ښکاري او بل دا چي سرونه به يې د اوښ د بوک په شان جوړ کړي وي، په زياترو اسلامي هيوادونو کي د داراز سرونو جوړولو لپاره خاص مراکز جوړ شوي دي او سرپرستي يې هم زياتره د نارينه وو په لاس کي وي، او پر دغه خدمت باندي ډېر ښه اجرت ترلاسه کوي، بلکي په عمومي صورت د ښځو دا حال وي چي خپل قدرتي ورېښتان ناکافي ګڼي، له خپلو ورېښتانو سره نور مصنوعي ورېښتان يو ځای کوي او د اوښ د بوک شکل يا نور دا راز شکلونه ترې جوړوي، او بيا د بېګانه نارينه وو په وړاندي په داسي ښکلي او ښايسته کيفيت کي راښکاره کيږي چي يو مخيزه د فتنې باعث ګرځي، الله تعالی دي زموږ مومني ښځي له دا راز عمل څخه وساتي.
د بني تميم يوه ډله ښځي په داسي حال کي حضرت عائشې ؓ ته راغلې، چي نازک کالي يې اغوستي وو، حضرت عائشې ؓ وفرمايل: که تاسي مومناني ياست نو د مومنو ښځو خو دا راز لباس نه وي او د طبراني په يوه روايت کي راغلي چي يوه تازه ناوې حضرت عائشې ؓ ته راغله چي ډېر نازک او شفاف لباس يې اغوستی ؤ، دې مبارکي چي وليده، نو يې وفرمايل : څوک چي دا راز کالي اغوندي هغه پر سورة نور ايمان نه لري.
همدا راز د ښځي لپاره داسي تنګ لباس اغوستل هغه اندامونه چي د فتنې باعث ګرځي ډېر روښانه راختلي وي هم حرام دي لکه تيان، ورنونه او د هغوی لوړه برخه، دا راز لباس زياتره وخت تر باريک او شفاف لباس هم زيات د ترغيب، او فتنې باعث وي.
نارينه وو او ښځو ته په لباس کي يو له بل سره د مشابهت ممانعت
په انساني ژوند کي د شر او فتنې د پيدا کېدلو او ټولنه پر ناوړه لار د تللو اصل وجه دا ده چي انسان له خپل فطرت څخه انحراف او مخ ګرځونه وکړي او د طبعي کارونو خلاف طريقه غوره کړي، له دې څخه څوک سترګي نه شي پټولای چي نارينه او ښځو ته الله تعالی بېل بېل طبيعتونه او ځانګړي خاصيتونه ورکړي، هره ډله ځانته بيلي بيلي ځانګړتياوي لري، ليکن که يو نارينه د ښځي جوړېدلو کوښښ وکړي، يا ښځه د نارينه جوړېدلو کوښښ وکړي، نو ښکاره خبره ده چي په نتيجه کي به اخلاقي فساد او ټولنيزه فتنه وزيږي، ځکه خو جناب رسول الله هغه کس ملعون بللی چي خپل ځان ښځه جوړ کړي او د ښځو مشابهت غوره کړي، حال دا چي الله تعالی هغه نارينه پيدا کړی وي او هغه ښځه هم چي الله تعالی مونث جوړه کړي وي، ليکن دا د مذکر جوړېدو کوښښ کوي. (المعجم الکبير للطبراني جلد ٨ صفحه ٢٠٤)
د صحيح بخاري د (کتاب اللباس) په (باب المتشبهين بالنساء...) کي روايت دی:
عن ابن عَباسٍ قال لعن النَّبی اَلْمُتَشَبِّهِيْنَ مِنَ الرِّجَالِِ بِالنِّسَاءِ وَالْمُتَشَبِّهَاتِ مِنَ النِّسآءِ بِالرِّجَالِ. (بخاري شريف جلد٢ صفحه ٨٧٤)
ژباړه: له حضرت ابن عباس څخه روايت دی چي رسول الله پر هغو نارينه وو چي له ښځو سره مشابهت کوي او پر هغو ښځو چي له نارينه وو سره مشابهت کوي لعنت ويلی دی.
مسلمانه ښځه بايد نه داسي لباس واغوندي چي هغه له نارينه وو سره مخصوص وي لکه په موجوده زمانه کي پتلون چي صرف له ناينه وو سره مخصوص دی او نه بايد داسي لباس واغوندي چي له يهوديانو، نصرانيانو او مشرکو ښځو سره مخصوص وي، ځکه چي له هغوی سره تشبه اسلام منع کړې، اسلام د نارينه او ښځي تر منځ د امتياز او په ظاهر او باطن کي د کافرو قومونو له تقليد څخه د ازادۍ غوښتونکی دی