ليکنه : وصيل پېروز
له کومه چي د باطل په تيارو کي رڼا څرک وهلی نو د تيارو په غېږ کي ژوند کوونکو انسانانو تل دا منفي فکر کړی چي د حق او باطل تر منځ د معيار محوري ټکی د خلګو ډېرښت او کمښت دئ ، د چا پلويان چي له کمښت او کمبوت سره مخ وي نو دا د دې څرګنده نښه ده چي نوموړي پر ناسمه لار روان دئ او د ناسمو اندونو استازی دئ مګر د کومې نظريې او شخص پلويان چي زيات وي دا د دې نښه ده چي نوموړی د سمې لارې پيرو دئ .
دې ناسمې نظريې تل د حق په وړاندي ظهور کړی او تل ترې د باطل او تيارو پيروان د حق او رڼا په مقابل کي د وسلې کار اخلي ، کوم مهال چي نړۍ د نبوت د وروستيو وړانګو له کبله رڼا شوه نو هغه مهال هم خلګو د حق له منلو په دې وجه نټه کوله چي پيروان يې لږ دي او کوم څوک چي د دې لارې لارويان دي هغوئ هم هسي عادي خلګ دي نه کومه شتمني لري ، نه د ښه اعتبار خاوندان او نه کومه بله داسي ځانګړنه لري چي د ټولنې پام ور واوړي او له دې هر څه سره – سره لږ هم دي ، که په رښتيا هم دا لاره حقه وای نو فلاني او فلاني به يې پيروي کړې وای او لارويان به يې ډېر ول؟. !!!
د دوئ د ناسم استدلال په پايله کي به ښايي ډېرو له ايمانه لاس اخيستی وي او ښايي ډېر به يې هم په خپل تکل او اراده کي متزلزل کړي وي مګر الله د انسانانو د دې دوو ډلو تر منځ پرېکړه وکړه او دا حقيقت يې څرګند کړ چي د حق او باطل تر منځ معيار نه کمښت ، نه ډېرښت او نه هم شتمني او دولت دئ بلکي هر څه د دليل او استدلال تابع دي که څه هم ډېر لږ خلګ يې پيروي کوي .
راشئ! نن د همدې فلسفې په اړه قرآن ولولو ، قرآن را واخلو او د دې پېچلې مسئلې حل پکي ولټوو.
قرآن د دې ستونزې حل موږ ته را په ګوته کوي او د لږ په اړه خبرداری راکوي چي د حق او حقيقت پيروان تل لږ او کم وي ، تل د خلګو لږ کسان د حق په وړاندي غاړه ږدي او له خپلې دښمنۍ لاس اخلي لکه قرآن چي په لاندينيو کرښو کي همدا حقيقت په دې توګه بيانوي.
لږ:-
۱ ) اتَّبِعُواْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكُم مِّن رَّبِّكُمْ وَلاَ تَتَّبِعُواْ مِن دُونِهِ أَوْلِيَاء قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ ( الأعراف : ۳ )
ژباړه : د هغه څه پيروي وکړئ چي تاسو ته ستاسو د رب له خوا نازل شول او له دې نازل شوي پرته د نورو وليانو هغه مه منئ ، په تاسو کي پند اخيستونکي ډېر لږ دي.
۲ ) قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ ( الأعراف : ۱۰ )
ژباړه : ستاسو شکر ايستونکي ډېر لږ دي.
۳ ) قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ ( المؤمنون : ۷۸ )
ژباړه : ستاسو شکر ايستونکي ډېر لږ دي.
۴ ) قَلِيلاً مَّا تَذَكَّرُونَ ( النمل : ۶۲ )
ژباړه : په تاسو کي پند اخيستونکي ډېر لږ دي.
۵ ) قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ ( السجدة : ۹ )
ژباړه : ستاسو شکر ايستونکي ډېر لږ دي.
۶ ) قَلِيلاً مَّا تَتَذَكَّرُونَ ( المؤمن : ۵۸ )
ژباړه : په تاسو کي پند اخيستونکي ډېر لږ دي.
۷ ) قَلِيلاً مَّا تَشْكُرُونَ ( الملک : ۲۳ )
ژباړه : ستاسو شکر ايستونکي ډېر لږ دي.
۸ ) قَلِيلاً مَا تُؤْمِنُونَ ( الحاقة : ۴۱ )
ژباړه : په تاسو کي ايمان راوړونکي ډېر لږ دي.
۹ ) قَلِيلاً مَا تَذَكَّرُونَ ( الحاقة : ۴۲ )
ژباړه: په تاسو کي پند اخيستونکي ډېر لږ دي.
۱۰ ) ثُمَّ تَوَلَّيْتُمْ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنكُمْ وَأَنتُم مِّعْرِضُونَ ( البقرة : ۸۳ )
ژباړه : بيا په تاسو کي له لږو پرته نورو شا واړوله او پر له پسې شا اړوئ.
۱۱ ) وَلَكِن لَّعَنَهُمُ اللّهُ بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً ( النساء : ۴۶ )
ژباړه : خو الله د دوئ د کفر په وجه لعنت پرې وکړ نو د دوئ ډېر لږ ايمان راوړي.
۱۲ ) بَلْ طَبَعَ اللّهُ عَلَيْهَا بِكُفْرِهِمْ فَلاَ يُؤْمِنُونَ إِلاَّ قَلِيلاً ( النساء : ۱۵۵ )
ژباړه : الله د دوئ د کفر په وجه ټاپه پرې ولګوله نو لږ يې ايمان راوړي.
۱۳ ) فَبِمَا نَقْضِهِم مِّيثَاقَهُمْ لَعنَّاهُمْ وَجَعَلْنَا قُلُوبَهُمْ قَاسِيَةً يُحَرِّفُونَ الْكَلِمَ عَن مَّوَاضِعِهِ وَنَسُواْ حَظًّا مِّمَّا ذُكِّرُواْ بِهِ وَلاَ تَزَالُ تَطَّلِعُ عَلَىَ خَآئِنَةٍ مِّنْهُمْ إِلاَّ قَلِيلاً مِّنْهُمُ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاصْفَحْ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ ( المائدة : ۱۳ )
ژباړه: نو د دوئ د کلکې وعدې د ماتولو په هدف موږ پر دوئ لعنت وکړ او د دوئ زړونه مو سخت کړل ، دوئ کليمې له خپله ځايه اړوي او هېره کړې دوئ څه برخه د هغه چي دوئ ته نصيحت پرې شوی ، او تل به د دوئ له خيانته خبرېږي مګر نه له لږو يې ، الله دوئ ته عفوه وکړه بې شکه الله نېکي کوونکي خوښوي.
په پورتنيو ( ۱۳ ) اياتونو کي موږ د قرآن دا پرېکړه ولوستله چي لږ خلګ يې د حق او حقيقت پيروان ګڼلي ، هغوئ يې بريالي بللي او خلګ يې متوجې کړي دي چي ستاسو لږ خلګ حق مني ، په تاسو کي لږ داسي دي چي حقيقت ته تسليمېږي او د باطل له پيروۍ ځان ساتي .
قرآن يو ځل بيا موږ دې ته متوجې کړلو چي تاسو کله د يو شي په اړه د سم او ناسم قضاوت کوئ نو پرېکړه مو بايد داسي نه وي چي د خلګو قلت او کثرت ته په پام سره يې وکړئ بلکي تاسو بايد دليل ته وګورئ ، لاسوندونه وسپړئ او د استدلال په رڼا کي هر څه جوت کړئ او په دې پوه شئ چي ډېر وخت لږ د حق پيروي کوي ، ډېر يې سرغړونه کوي او د حق له منلو تښتي .
زموږ د ټولنې ډېری غړي په دې اند دي چي کومه ډله زيات پلويان او پيروان لري نو دا د دې څرګند دليل دئ چي دا ډله او ګوند پر حق دئ ځکه که دوئ پر باطله او ناسمه لار روان وای نو پلويان ، منونکي او پيروان به يې ولي دومره زيات ول؟.
مګر قرآن د دې استدلال له منلو ډډه کوي او موږ يو ځل بيا په کلکه متوجې کوي چي دا استدلال سراسر ناسم او غلط دئ ، هيڅ کله د افرادو ډېرښت او کمښت د ډلو او ټپلو تر منځ د حق معيار نه شي ګرزېدای بلکي ډېر وخت ډېر خلګ د ناسمې لارې او باطلې مفکورې پيروان وي او د بشريت ډېر افراد داسي دي چي له اخروي بريا بې برخې کېږي او د ابدي بد مرغۍ څښتنان دي .
راځئ! همدا فلسفه د قرآن په ټکو ولولو:
ډېر:-
۱ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( الأعراف : ۱۸۷ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۲ ) المر تِلْكَ آيَاتُ الْكِتَابِ وَالَّذِيَ أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ الْحَقُّ وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ ( الرعد : ۱ )
ژباړه : المر دا د هغه کتاب ايتونه دي ، تا ته چي ستا د رب له خوا څه نازل شول حق دي خو ډېری خلګ ايمان نه راوړي.
۳ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ ( البقرة : ۲۴۳ )
ژباړه : خو ډېری خلګ شکر نه باسي.
۴ ) وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ ( الأنعام : ۱۱۶ )
ژباړه : که ته په ځمکه کي د ډېرو اطاعت وکړې نو د الله له لارې به دي بې لارې کړي.
۵ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( الأعراف : ۱۸۷ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۶ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يُؤْمِنُونَ ( هود : ۱۷ )
ژباړه : خو ډېر د خلګو ايمان نه راوړي.
۷ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( يونس : ۵۵ )
ژباړه : خو د دوئ ډېر نه پوهېږي.
۸ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَشْكُرُونَ ( يونس : ۶۰ )
ژباړه : خو د دوئ ډېر شکر نه باسي.
۹ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( يوسف : ۲۱ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۱۰ ) وَمَا أَكْثَرُ النَّاسِ وَلَوْ حَرَصْتَ بِمُؤْمِنِينَ ( يوسف : ۱۰۳ )
ژباړه : او ډېر خلګ که څه هم ته زياته خواري ورسره وکړې ايمان نه راوړي.
۱۱ ) وَمَا يُؤْمِنُ أَكْثَرُهُمْ بِاللّهِ إِلاَّ وَهُم مُّشْرِكُونَ ( يوسف : ۱۰۶ )
ژباړه : او د دوئ ډېری پر الله ايمان نه راوړي مګر شرک کوي.
۱۲ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( النحل : ۳۸ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۱۳ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۶۷ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۴ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۰۳ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۵ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۰۳ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۶ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۲۱ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۷ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۳۹ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۸ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۵۸ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۱۹ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۷۴ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۲۰ ) وَمَا كَانَ أَكْثَرُهُم مُّؤْمِنِينَ ( الشعراء : ۱۹۰ )
ژباړه : او د دوئ ډېری مومنان نه وو.
۲۱ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَشْكُرُونَ ( النمل : ۷۳ )
ژباړه : خو د دوئ ډېری شکر نه باسي.
۲۲ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لاَ يَعْلَمُونَ ( القصص : ۱۳ )
ژباړه : خو د دوئ ډېر نه پوهېږي.
۲۳ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( الروم : ۶ )
ژباړه : خو ډېر خلګ نه پوهېږي.
۲۴ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( الروم : ۳۰ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۲۵ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( سبا : ۲۸ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۲۶ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( المؤمن : ۵۷ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۲۷ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَشْكُرُونَ ( المؤمن : ۶۱ )
ژباړه : خو ډېری خلګ شکر نه باسي.
۲۸ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَ النَّاسِ لاَ يَعْلَمُونَ ( الجاثية : ۲۶ )
ژباړه : خو ډېری خلګ نه پوهېږي.
۲۹ ) يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ إِنَّ كَثِيرًا مِّنَ الأَحْبَارِ وَالرُّهْبَانِ لَيَأْكُلُونَ أَمْوَالَ النَّاسِ بِالْبَاطِلِ وَيَصُدُّونَ عَن سَبِيلِ اللّهِ
( التوبة : ۳۴ )
ژباړه : اې مومنانو ! بې شکه ډېر لوی ملايان او پيران هرو – مرو د خلګو مالونه په باطله طريقه خوري او د الله له لارې يې بندوي.
۳۰ ) وَكَثِيرٌ حَقَّ عَلَيْهِ الْعَذَابُ ( الحج : ۱۸ )
ژباړه : او پر ډېرو عذاب لازم شو.
۳۱ ) وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ( الحدید : ۱۶ )
ژباړه : او د دوئ ډېری بد کاران دي.
۳۲ ) وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ فَاسِقُونَ ( الحدید : ۲۶ )
ژباړه : او د دوئ ډېری بد کاران دي.
۳۳ ) وَكَثِيرٌ مِّنْهُمْ سَاء مَا يَعْمَلُونَ ( المائدة : ۶۶ )
ژباړه : او د دوئ ډېر بد عملونه کوي.
۳۴ ) وَحَسِبُواْ أَلاَّ تَكُونَ فِتْنَةٌ فَعَمُواْ وَصَمُّواْ ثُمَّ تَابَ اللّهُ عَلَيْهِمْ ثُمَّ عَمُواْ وَصَمُّواْ كَثِيرٌ مِّنْهُمْ وَاللّهُ بَصِيرٌ بِمَا يَعْمَلُونَ ( المائدة : ۷۱ )
ژباړه : دوئ فکر کاوی چي ازمويل کېږي به نه نو ړانده او کاڼه شول ، بيا يې الله توبه قبوله کړه او د دوئ ډېری بيا ړانده او کاڼه شول او الله د دوئ کړنې ښه ويني.
۳۵ ) وَلَـكِنَّ أَكْثَرَهُمْ يَجْهَلُونَ ( الأنعام : ۱۱۱ )
ژباړه : خو د دوئ ډېری جاهلان دي.
۳۶ ) ثُمَّ لآتِيَنَّهُم مِّن بَيْنِ أَيْدِيهِمْ وَمِنْ خَلْفِهِمْ وَعَنْ أَيْمَانِهِمْ وَعَن شَمَآئِلِهِمْ وَلاَ تَجِدُ أَكْثَرَهُمْ شَاكِرِينَ
( الأعراف : ۱۷ )
ژباړه : ( شیطان وويل:) بيا به زه هرو – مرو دوئ ته له مخې ، له شا ، راسته او چپه طرفونو راځم او د دوئ ډېری به شکر ايستونکي پيدا نه کړې.
۳۷ ) وَمَا وَجَدْنَا لأَكْثَرِهِم مِّنْ عَهْدٍ وَإِن وَجَدْنَا أَكْثَرَهُمْ لَفَاسِقِينَ ( الأعراف : ۱۰۲ )
ژباړه : او موږ د دوئ ډېری په وعده وفا کوونکي پيدا نه کړل او ډېری مو يې بد کاران وموندل.
۳۸ ) أَمْ تَحْسَبُ أَنَّ أَكْثَرَهُمْ يَسْمَعُونَ أَوْ يَعْقِلُونَ إِنْ هُمْ إِلاَّ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ سَبِيلاً ( الفرقان : ۴۴ )
ژباړه : ته ګومان کوې چي د دوئ ډېری اوري او عقل کاروي؟ دوئ صرف لکه څاروي داسي دي بلکي تر دې هم ډېر بې لارې دي.
۳۹ ) لَقَدْ جِئْنَاكُم بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَكُمْ لِلْحَقِّ كَارِهُونَ ( الزخرف : ۷۸ )
ژباړه : بې شکه موږ تاسو ته حق راوړی خو ستاسو ډېری حق بد ګڼي.
قرآن په خپله فصيحه ، روانه او سليسه ژبه موږ په دې حقيقت پوه کړلو چي تاسو هيڅکله هم اکثريت د حق معيار مه ګرزوئ ، هيڅکله هم په دې تېر نه وزئ چي د اکثريت تابعداري د يوې ډلې او مفکورې د حقانيت دليل دئ بلکي اکثريت او ډېر تل د ناسمې لارې لارويان وي او د دوئ ډېروالی بايد تاسو تېر نه باسي .
خو متأسفانه چي نن موږ د قرآن زرينې لارښوونې له ياده ويستلې او تل د خپل ژوند په عملي برخه کي د حق او باطل تر منځ زموږ معيار د افرادو کمښت او ډېرښت وي ، حال دا چي زموږ دا پرېکړه د الله او رسول له لوري رد شوې ، زموږ استدلال يې ناسم ګڼلی او دا واقعيت يې جوت کړی چي ډېر تل د ناسم پيروان وي او د بشريت لږ داسي وي چي حق او واقعيت ته په غاړې ايښودلو بريا تر لاسه کوي .
نو راځئ ! تر دې وروسته تل د خپلو ستونزو د حل ، د خپلو پوښتنو د ځواب او خپلو مشکلاتو د ختمولو په هدف قرآن او صحيحو احاديثو ته رجوع وکړو څو د الله له ژمنې سره سم له يوې ابدي بريا برخمن شو ، لکه چي وايي:
وَمَن يُطِعْ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ فَازَ فَوْزًا عَظِيمًا ( الأحزاب : ۷۱ )
ژباړه : اوچاچي دالله اودهغه درسول پیروي وکړه بې شکه چي لوی بری یې وموند .
پای
و ما علينا الا البلاغ
وصيل پېروز
۲۰۱۲ / ۱ / ۲۹