تاسی یو میلیون ډالر وګټل.
خوشخبري! تاسي د ملیونونو ډالرو خاوندان سواست ! ، دا هغه متن یا خبره ده چی انټرنیټی غله یا جعل کاران یی اکثره وختونه د خپل بریښنا لیک د متن په سر کي کاروي .
ښایی د انټرنیټی غلو سره ډیری قدرمن لوستونکی آشنا وي ، دا یوه مخصوصه ډله ده چی د انټرنیټ په مټ د عامه خلکو څخه غلاوي کوي، عجیبه غله دي ، غله خو همېشه دټولني څخه یا خو دخوب او ارام په حالت پیسې وړي او یا هم په رڼا ورځ دډانګ او توپک په زور دبېلګي په توګه : په سپینه ورځ دبانکونو څخه غلا کول.
دا غله چي کومه غلا کوي ، نه یی په بیدو ځینی وړي،نه دارام په وخت کي ، نه یوازي په شپه کي او نه یی هم د کور دروازه ور ماتوی، بلکه په ډیري چالکۍ او ځیرکۍ سره د هغو هیوادونو د انټرنیټ استعمالونکي تر برید لاندی نیسي چی هلته انټرنیټ او د انټرنیټ کارول نوی مروج سوی وی لکه افغانستان او داسې نور وروسته پاتي هیوادونه.
دا ډله په ځینو عادی دلایلو سره هره ورځ په زرهاو خلکو ته ایمیلونه استوي او د هغوی د ځواب انتظار باسي. کله چی یو څوک ددوی په وړاندیز کي یو څه دلچسپی پیدا کړي نو ورته راز راز اسناد استوي تر څو د نوموړی کس باور خپل کړي، د ډیرو ایمیلونو تر تبادلې وروسته ورته د بانک چیک استوي او وایي چی ته په ویسټرن یونین باندی پیسې را ولیږه تر څو موږ د ذکر سویو پیسو مالیه ورکړو او په ملیاردونو او ملیونونو ډالر تا ته در واستوو .
لکه څرنګه چی ما ددې موضوع ډیر ښکار سوي غریب افغانان لیدلي دي ، چی په سلهاو ډالره ترینه په يوه او بل نامه اخیستل سویدي . غواړم دداسي ایمیلونو ځینی مثالونه دلته ذکر کړم تر څو ټول هغه دوستان چي انټرنیټ ته یي اوس لار پیدا کړې او لا دداسي جعل کارانو سره ندي مخا مخ سوي دهغوی دکړنو ، غلاوو او شوکو څخه ښه خبر کړم تر څو ددې نړیوالي مافیايي ډلې دښکار په دام کي ونه لوېږي.
۱: ځینی جعل کاران داسي ایمیلونه استوي چی په هغه کی متن وایي چی ستاسی ایمیل آدرس په یوه پچه اچونه کي چی د) ياهو، جیمیل، او یا هاټمیل ( د لاری په لاره اچول سوې وه دومره ملیونه ډالره وګټل، نو تاسي مهربانی وکړۍ چی خپل نور معلومات : لکه نوم، ادرس او داسي نور په دغه ایمیل آدرس باندی بیرته
را واستوی تر څو موږ ستاسي د پیسو د انتقال په برخه کی کار شروع کړو. کله چی یو کس دغسي ایمېلونوته بیرته ځواب استوي نو دوی بیا بل ایمیل ورته استوي او د ځینو نورو معلوماتو غوښتنه هم ځني کوي، وروسته بیا دموضوع دګرمولو لپاره نور اسناد استوي تر څو هغه کس باور وکړی چی دا موضوع ریشتیا ده ، تر دې وروسته بیا ورته ویل کېږي چی ستاسو د پیسو نور کار خلاص دی لیکن یو څه مالیه ده چی باید بانک ته یی ورکړو تر څو دا پیسې راویستل سي ، او د ښکار سوی کس نه د پیسو غوښتنه کوي، دا جعل کاران اکثره وختونه د ویسټرن یونین د لاري د پیسو انتقال غواړی تر څو بیا د تعقیب وړ نه وي. کله چی پیسی ور واستول سي ، نور نو ددوی کار خلاص دی او ښکار سوی کس پدې انتظار پرېږدي چی کله به راته ملیونونه ډالره رسیږی؟ چی دا کار بیا هیڅکله هم نه کیږي.
۲: ځینی جعل کاران بیا د کوم غټ نړیوال سازمان نوم اخلي ، دبېلګي په توګه (UNDP)او وایی چی تاسی د نوموړی سازمان لخوا د ملیونونو ډالرو جایزی ته نوماند سوي یاست او بیا هماغه د ایمیلو سلسله شروع کیږی تر څو چی پیسې ځني لاسته کوي.
۳: ځینی نور بیا د ایمیل په متن کي لیکي چی یو کس چی ستاسي او د هغه کس آخري نوم (تخلص) سره یو شان دی ، نوموړی کس په بانک کی ملیونونه ډالره درلودل او نا څاپه مړ سو، نوموړی کس اوس په دی دنیا کي کوم وارث نلري او ستاسي خوش قسمتي په دې کي ده چی ستاسي او د مړ سوی کس آخري نوم سره یو شان دی ، نو ځکه موږ کولای سو تر څو تاسي د نوموړی کس وارث معرفي کړو او دا ټولی پیسې تاسي ته درکړو ، بیا هماغه د ایمیلو سلسله شروع کیږی او حتی د بانک اسنادونه او پاسپورټونه هم سره تبادله کیږی ، وروسته بیا هماغه د بانک د مالیې او یا هم دکوم بل مصرف نوم ورته اخیستل کیږي او د ویسټرن یونین د لاري د پیسو غوښتنه ځني کیږي. چي د پیسو د ورلیږلو په صورت کي بیا هغه تری تم کیږي.
۴: ځینی جعل کاران بیا د کار په پلمه عادی کسان چورکوی، د ایمیل په متن کي ورته لیکل کیږي چی تاسي زموږ سره په یوه کمپنۍ کي د مامور یا مدیر په توګه مقرر سوي یاست او معاش به مو په زرهاوو ډالره وي، بیا ایمیلونه سره تبادله کیږي او د پیسو غوښتنه ترینه کیږی.
۵: ځینی نو بیا درته ایمیل استوي چی ستاسی په نامه یو پارسل یا غوټه راغلې ده، چی د امریکااو یو کوم بل اروپايي هیواد نه درته یو چا استولې ده ، په دې کي په زرهاو ډالره اویا نور قیمیتي سامان آلات دي، تاسي مهرباني وکړۍ خپل کره ادرس یا پته راکړۍ ، کله چی آدرس ورکول کیږی نو دوه دری ورځي د همدې ایمیلونو دلاري وايي چی اوس در رسیږی او سبا در رسیږی، او دریمه یا څلورمه ورځ درته ویل کیږی چی دا غوټه اوس په دوبۍ کي ده او ددې لپاره چي ستاسي کور ته ورسیږي باید مالیه یا کرایه ورکول سي ، او بیا د پیسو د انتقال غوښتنه کیږي .
۶: ځیني نور بیا د ایمیل په متن کی لیکي چی زه یو ډیر غټ تجار یم او غواړم ستا سره په شراکت تجارت شروع کړم، چي پیسي به زما وي صلاحیت به یي په یوه ځانګړی هیواد کی ستا وي ، که یو څوک ورته د هوکړي ځواب ورکړي نو بیا هماغه ایمیلونه وي او اسناد ورته لیږل کیږي تر څو امضا سي او وروسته بیا په یوه یا بل نامه د پیسو غوښتنه ترینه کیږي.
۷: څینی نور بیا لیکي چی زه یو بډایه ښځه یم چی خاونداو یا پلار مي مړ سوي او زه هم د سرطان په مرض او........ اخته یم، د بلی خوا زه ډیری پیسې لرم او غواړم چی نوموړي پیسې تاسي ته درکړم تر څو تاسي ددغو پیسو د لاري د غریبانو سره مرسته وکړۍ ، وروسته بیا که څوک ورته ځواب ورکړي نو ورته ویل کیږي چي هماغه مالیه او نور حسابونه دي تر څو باید تاسي یو څه پیسی راولیږۍ او په نتیجه کي ساده او عادي خلک دداسی غلو ښکار ګرځي.
۸ : د ګرین کارډ مسله ده چي په ډېرو معلوماتي سایټونو کي په اتوماتیک ډول دسړي مخي ته ورځي او ولیدونکو ته دپچي اچوني په منظور رنګارنګ وړاندیزونه کوي او هرچا ته دا هیلي او امیدونه پیداکوي چی ګواکي ددې لاري په ډېري اسانۍ سره کولای سۍ چي امریکا او یانورو پرمختللو هیوادونو ته ولاړسۍ ، که څه هم دګرین کارډ مسله په حقیقت کي سته ، چي ځانته به هرومرو ځانګړې ویبپاڼه اونور لازمي شرایط لري ولي نړیواله مافیا دناخبرو خلګو په سترګو کي خاوري اچوي او په دې نامه پیسې ځیني اخلي.
۹ : پورته معلومات خو دنړیوالي مافیا په هکله وو ، مګر دا کاروبار اوس په افغانستان کي هم اوج ته رسېدلی. دلته که خلګ انټرنیټ نه لري نوبیا دروشن، بېسیم، ام ټي ان او اتصالات د سیم کارتونو دلاري یوه اوبل ته زنګونه وهي، اول دځای پوښتنه کوي ، په دې منظور چي نوموړی خو به د مخابراتي کمپنیو د دفتري څانګو سره نژدې موقعیت نه لري ، ترڅو ددوی دغه خبري ژر دنمایندګیو ترمسولینو ونه رسېږي ، نو کله چي ورته په ډاګه سوه ،چي دی نسي کولای چي دهغوی سره په تماس کي سي ، دا خبر په ډېرو ښوالفاظو بیانوي اووایی چي تاسوته )۲۰۰۰۰( شل زره افغاني وړیا کریډیټ ، موټرسایکل ، تلویزون او ....... په جایزه کي راوتلي دي ، کله چي هغه شخص دسادګۍ په لحاظ معلومات غواړي نو بیا دوی ورته وایي ته ددې کمپنۍ ډېر وفاداره پېردونکۍ یې نو ځکه تاته داسي جایزه درکول کېږي اوپه دې ترڅ کې بیا وایی چي تاسو ژر د )۱۰۰۰( اویا )۲۰۰۰( افغانیو کارډونو ودې شمېرې ته جمع کړۍ ، چي ددې کار په کولو سره وروسته تاسوخپله جایزه ترلاسه کولای سۍ.
څرنګه چي ګران هیوادوال دمخابراتي کمپنیو دجایزو ورځني اعلانات دتلویزونونو دلاري ويني ، نودا یقیني ګڼي چي ګواکي همدوی دجایزې وړ کسان دي ، چې ددې ګمراه کونکو اعلاناتو ، وړاندیزونو او بېځایه ټلیفونونو څخه ډېر کسان ، په ځانګړي ډول سواد لرونکي کسان هم ددوی ښکار ګرځیدلي دي.
نوموړي کسان دکارتونو داستولو څخه وروسته په بې صبرۍ سره دهغوی دمعلوماتو برابر یوه یا دوې ورځي انتظار باسي ، خو کله چي یې دانتظار کاسه نسکوره سي نو بیا هغه شمېرې ته زنګ وهي ، بدبختانه چي دتلیفون هغه شمېره چي بختور کس ته یې غوړي وعدې ورکړي وې ، یاخو بېخي بند وي او یاهم ځواب نه وایي.
کله چي دشوکمارو سره دټلیفون کولو او پیداکېدلو څخه ستړي سي نو بیا وروسته دنوموړي کمپنۍ دسیمه ایزي څانګي پرلور مخه کړي او خپله ورپېښه سوې ستونزه درنګارنګ پریشانیو سره یوځای بیان کړي.
ددې پرځای چي دنوموړي دزخم ، مرهم اوپټۍ کښېږدي ، دڅانګي مسولین هغه ته وایي چي موږ ستاسره هیڅ مرسته نه سو کولای ، ولي تا عقل نه درلود چي زموږ څخه پوښتنه وکړې او ..................؟
که چیري موږ په دې غلاوو کي دکمپنیو مسولین ګرم ونه بولو ، لږترلږه دوني خو کولای سي چي دغسي دټولني غله ټینګ او عدلي اوقضايی ارګانونو ته وسپاري او زه په دې پوره یقین او باور لرم چي داکار دوی ډېر په اسانۍ سره کولای سي، ترڅو دداسې لوټ او تالان څخه زموږ بېوسه او کمزورې ټولنه امان پیداکي ، اما تراوسه پوري به مو نه وي اورېدلي چي پلانکۍ کمپنۍ ، داسې یو غل او داړه مار ټینګ کړی او عدلي او قضایي نظام ته یې وسپاره.
قدرمنو لوستونکو زه کوم رسمي لیکوال نه یم ، که چیري په لیکنه کي کمزوري ترسترګو کېږي ، ستاسو رحم او مهرباني غواړم، لیکن دا می ضروری وګڼل تر څو هغه وروڼه چی نوی یی انټرنیټ او ګرځنده ټلیفون ته لاس رسی پیدا کړی ددې نړیوالي مافیا او وطني غلو اوشوکمارو څخه خبر کړم.
په درنښت
لیکوال: سیدمحمدشاه مشفق