زمونږ او ستاسې په خواو شا کې او حتی زمونږ او ستاسو په ګډون هم ډېر خلک داسې دي چې دغم او سختۍ پر مهال د زغم او صبر ځواک نه لري او نه شي کولی دغم په لومړیو مرحلو کې صبر وکړي او څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ښودلي دي، هغه ډول عمل وکړي، انسان په دې نړۍ همېشه له دا ډول حالاتو سره مخ کېږي چې يا به خوشحالي وي يا به خفګان اما بريالی انسان هغه دی چې له دې دواړو څخه په کاميابۍ سره تېر شي او په دواړو حالتونوکې د الله تعالی د رضا سره سم ژوند تېر کړي، په لاندې حديث کې هم د رسول الله صلی الله عليه وسلم د غم حالت يعنې د زوی د مرګ حالت څرګندوی دي، هيله ده چې د هغه صلی الله عليه وسلم د ژوند دغه ستره او سخته مرحله مونږ د خپلې لارې مشال وګرځو او د غم په حالت کې هماغه حالت ځان ته غوره کړو.
01.04.2011
- د سراج الدین کلیوال اسلامي او اصلاحي ویبلاګ
عَنْ أَبِيْ هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُوْلُ اللهِ صلى الله عَليْهِ وَسَلَّمَ “انْتَدَبَ اللهُ عَزَّ وَجَلَّ لِمَنْ خَرَجَ فِي سَبِيْلِهِ، (لا يَخْرُجُ إِلا جِهَاداً فِي سَبِيْلِي وَ إِيْمَاناً بِي وَ تَصْدِيْقاً بِرُسُلِي، فَهُوَ عَليَّ ضَامِنٌ أَنْ أَدْخِلَهُ الْجَنَّةَ؛ أَو أَرْجِعَهُ إِلى مَسْكَنِهِ الّذِي خَرَجَ مِنْهُ نَائلاً مَا نَالَ مِنْ أَجْرٍ أو غَنِيْمَةٍ). والَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ؛ مَا مِنْ كَلْمٍ يُكْلَمُ فِي...
02.04.2011
- د سراج الدین کلیوال اسلامي او اصلاحي ویبلاګ
ترجمه او ټولونه: ډاکټر عبدالوحيد (منصور
د اسلام دښمنانو د مسلمانانو خصوصاَ د ځوانانو د بي لارې كولو لپا ره تر ټولو مهمه وسيله موسيقي ګڼلې او دا گمراه كوونكې وسيله يې د تلويزيون، راديو، كمپيوټر، انتر نيټ، سينما او داسې نورو عصري وسايلو پواسطه د مسلمانا نو په اكثرو ټولنو كې عامه كړې تر دې چې په اوسني عصر كې خو زياتره خلك ساز او سرود ته د گنا ه په ستر گه هم نه گوري حال دا چې الله تعالى موسيقي په قراّنكريم كې د...