منګي مات سوه ګودر نسته نه دشنو بنګړيو شور سته
غولى وران سو اتڼ نسته نه دپيغلو اور بل خپور سته
يوه چپه چپائې ده دلته ټول خلګ بيده دي
هره روځ كډي پشا يو نه په كلي كي موكور سته
ظلم زور دى زړه سوى نسته دنا ترسو وا کمني ده
دبا با كلى مو وران سو نه مو پلار او نه مو مور سته
ديوې ساه په اميد لا دنور ژوند په انتظار يو
زموږژوندون دبل په لاس كي نه خپلواک يو نه موزور سته
خپل خپلوان راڅه خفه دي موږپردي خلګ خپل کړي
موږ بدل سو نه پو هيږو نه تر بور لرو نه ورور سته
هر سهار او هر ما ښام ديو ؤبل سرونه غواړو
لا تر کومه لويه خدايه يو پر بل باندی موپور سته
نه كفن نه جنازه سته وركي زموږ څه اديرې سوي
نه اسقاط نه فا تحه سته نه مو قبر نه مو ګور سته
د ادم ( صفت ا لله ) وطن په غصب خلګو نيولۍ
ټولو خپله برخه يووړه نه ئې طول اونه ئې سور سته