د لقمان حکيم ۵۰ نصيحتونه و خپل بچي ته    دمحب الله دانش راټولونه

 

 

۱- ای بچوړيه! هيڅوک او يا هيڅ شی له الله(ﷻ) سره مه شريکوه.

۲- له مور او پلار سره نېک چلند کوه.

۳- پوه شه چې هيڅ شی له الله (ﷻ) نه پټ نه دی.

۴- لمونځ هغه قسم چې ښايي اداء کړه.

۵- د نورو نصيحتونه او مشورې مه هېروه.

۶- له بدکارو نه هيڅ وخت د نېکۍ او ځوانۍ تمه مه کوه.

۷- له نورو سره په کبر او غرور رفتار مه کوه.

۸- په لاره تللو کې درميانه اوسېږه.

۹- په نورو باندې مه په غصه کېږه او ورسره په نرمۍ خبري کوه.

۱۰- په هغه څه چې نورو ته يې نصيحت کوې خپله پرې زر عمل کوه.

۱۱- لږ خبري کوه.

۱۲- خپل رازونه دې فقط  له ځانه سره وساته.

۱۳- هغه دوست ته دوست ووايه چې په سختۍ کې در په کار شوی وي.

۱۴- له بدانو او جاهلو سره بنډار مه کوه.

۱۵- له عالمانو او هوښيارو خلکو سره تعلقات وساته.

۱۶- په کار و بار او نېک کار کې جدي اوسه.

۱۷- د ځلميتوب ورځې دي غنيمت وشمېره.

۱۸- د دوستانو احترام کوه.

۱۹- د مور او پلار وجود غنيمت وشمېره.

۲۰- ښوونکي د مور او پلار په څېر وگڼه.

۲۱-په ټولو کارونو کې ميانه حاله و اوسه.

۲۲-اولاد ته دې اسلام او دينداري ور وښايه.

۲۳- په لږ ويلو، لږ خوړلو او لږ ويده کېدلو ځان عادت کړه.

۲۴- د نورو کومک او ياری ته مه منتظرېږه.

۲۵-هيڅ کار مخکې له مکمل پلان لرلو نه مه کوه.

۲۶-د نن کار سبا ته مه پرېږده.

۲۷- له مشرانو سره اوږدې خبري مه کوه.

۲۸- محتاجان له خپل مال او دارايی نه مه محروموه.

۲۹- تېره شوې دعوه او دښمني مه تازه کوه.

۳۰- د نورو نېک کار په خپل ځان مه تپه.

۳۱- له خپلوانو سره خپلوي مه پرې کوه.

۳۲- د ولاړو خلکو په حضور کې مه کېنه.

۳۳- هيڅوک د چا په مخکې مه رسوا کوه.

۳۴- ويل شوې خبره بار بار مه تکراروه.

۳۵- (که له نارينه و څخه يې) د ښځينه خوی او لباس نه ډډه وکړه.

۳۶- په بدکارۍ کې له چاسره لاس مه يو کوه.

۳۷-په هيڅ کار کې عجله مه کوه.

۳۸- د خبرو په وخت کی د نورو خبری مه پری کوه.

۳۹-د خلکو په اصلاح کې يوه ذره  سستی هم مه کوه.

۴۰- ادب او عاجزي هيڅکله هم مه هېروه.

۴۱- له الله (ﷻ ) سره په صداقت او له خلکو سره په انصاف چلېږه.

۴۲-د مشرانو احترام او په کشرانو نرمی کوه.

۴۳- د نورو مال او مقام ته طمعه مه کوه.

۴۴-عمر او روزي په حساب او کتاب ده، نو له هېچانه مه ډارېږه او مه ترې تمه کوه.

۴۵-عمر د عبادت او بنده گۍ له پاره غنيمت وشماره.

۴۶-هغه څه چې الله (ﷻ) درکړي پرې خوښ اوسه.

۴۷- له نېکو او ايماندارو خلکو سره مشوره کوه.

۴۸-مصرف دې له پېداوار نه کم ساته.

۴۹- هر څومره چې کولای شې مېلمه سره مهربانه اوسه.

۵۰- د ښځی او اولادو د بې ځايه غوښتنو پېروي مه کوه.