روڼ څاڅکي ته ځغلنده شاعرانه نظر

ليکوال _خېبرافغان / تهران رېډيو پښتو څانګه

 

ـــــــــــــــــــــ روڼ څاڅکی په کوټه چمن کې د استوګن ځوان شاعر عادل

اڅکزي شعري ټولګه ده چې نږدې درې کاله وړاندې د شاعر په خپل لګښت د چاپ

په ګاڼه پسولل شوې ده پر دغه ټولګه عادل اڅکزي دوې سریزې کښلې او له هغه

وروسته د کتاب ډېره برخه غزليزه ده د غزلونو شمېر یې ۶۹ ته رسیږي ، یوه

سندره او څورلس ۱۴ نظمونه هم پکښي ځای پر ځای شوي دي

په روڼ څاڅکي کې هڅه شوې ده چې دسیمې روان حالات په شعري بڼه انځور شي او

ورسره شاعر زیار وېستلی چې نوي ترکیبونه ،استعارې او تشبیهات وکاروي

ــــــــــــــــــــــ په روڼ څاڅکي کې ویناوال عادل اڅکزي له ځانه ناصح

نه دی جوړ کړی او په هره نیمکړتیا کې ځان هم د نورو پښتنو سره شریک

بولي.د ډېرو پوهانو په اند دغه روده د شاعر وینا لا اغېزناکه کوي ځکه

شاعر ځان له ټولنې بیل نه بولي. د ساري په ډول

شعر

 

په شپه کې په خوب سر یو او د ورځې وزګار ګرځو

د  ژوند   غاړه  ورباسو  له  اختیاره   کنار   ګرځو

 شاعر دغه بیت داسې هم ویلای شو

 

په شپه کې په خوب ګرځې او د ورځې وزګار ګرځې

د  ژوند   غاړه   ورباسې   له  اختیاره  کنار ګرځې

 

په دویمه بڼه کې شعر ځکه خپل لومړنی اغېز نه درلوده چې کله کله که سړی

چاته یوه نیمګړتیا هم نېغه وریادوي په مقابل لوري منفي اغېز کوي خو په

لومړۍ بڼه کې بیا داسې نه ده او بل داچې داشعر هرڅوک لولي هغه ته متوجه

دی او ځان ته یې وایي ځکه اغېز هم پر کولای شي.

ـــــــــــ شاعر په ځینې شعرونو کې مدعامثل هم راوړی مدعامثل هغه شعري

صنعت دی چې شاعر په یوه بند کې یوه ادعاکوي او په بل هغه کې د خپلې ادعا

د زبات لپاره یو متل راوړي .دساري په ډول دپښتوژبي فلسفي شاعر ارواښاد

غني خان بابا فرمایي

شعر

د لندو خټو دارو لږې او به دي

ازمایې راباندې دومر زور په څه

 

عادل اڅکزي هم په خپله شاعري کې دغه ډول صنعتونه کارولي په یوه بیت کې وایي

شعر

څوک چې به دلته په جامه کې د خواخوږو راتلو

هغو  زموږ  پر  زخمو  مالګه   دوړول  په  جبر

 

ځینې وخت چې څوک تاواني شوی وي او بل کس د هغه تاوان ددې لپاره وریادوي

چې نور یې هم خواشینی کړي نو مقابل لوری ورته وایي چې په زخم  مې مالګې

مه دوړوه

دغه ډول متلونه چې په شاعرۍ کې راشي مدعاالمثل ورته وایي.

ــــــــــــــــــــــــ ددې ترڅنګ شاعر هڅه کوي چې که یوه موضوع هم

یادوي له مختلفوترکیبونو او استعارو کار اخلي

شعر

توپیر  یې  تر منځ  داسې  درته  ښیمه  عادله

په غم دې یار ځوریږي خو اغیار په نڅېدو شي

بل شعر

چې لاس تر لاسه نه کړو (عادله ) سپېدې نه شو موندی

پر  ګډ  همت   باندې   خالق   خپل   رحمتونه   شیندي

 

بل ځای بيا د يوالي خبره په بل ډول رنګ کي رنګينوي

شعر

عادله  راپخلاسه  چې  یو بل غاړه  غړۍ   سو

اوس وخت ددې راغلی چې جوړه پرلاره ګرځو

 

هم هغي د يوالي خبري ته دلته بيا نوې زرينه جامه وراغوندي

شعر

تش په یووالي کې بری دی نغښتی

عادله ! ځه  دغه  وینا  خپره  کړه

 

شاعر یوه موضوع یادوي یوه خبره کوي خو هڅه کوي چې دغه خبره په یوه شکل او

یوه بڼه ونه کړي او ډول ډول جامې ورواغوندي .دغه روده له شاعر او لیکوال

سره مرسته کوي چې د شعري ترکیبونواو انځورونو لمن یې پراخه شي او نوي نوي

ترکیبونه رامنځ ته کړي

ــــــــــ چې خبره دترکیبونو شوه نو یو بیت به یې را واخلو

 

شعر

 

چې تنها یم رڼا ورځ ماښام تیاره وي

مل د یار سره  سهار دی  نه پوهېږم

 

په دغه بیت کې یواځیتوب او ماښام او مل او سهار سره ترکیب شوي .

لا هم لاندې بیت

 

سور شفق او د ماښام تاریکه څه وي

سره لبان تور یې  کجل سي کله کله

 

په دغه بیت کې سور شفق او سره لبان او د ماښام تیاره او تورکجل سره تشبیه

شوي چې یو ترکیب یې هم جوړ کړی

 

شعر

 

سپېره بڼه یې لکه وچې شونډې داسې ښکاري

د  وچکالۍ  تر اثر لاندې شوله  شاړه  ځمکه

 

سپېره بڼه او وچکالۍ او وچې شونډې او شاړه ځمکه سره تشبیه شوې او ترکیب یې جوړ کړی

ــــــــــــــــــــ له دغه ترکیب دوه ماناوې اخیستلای شو لومړۍ دا چې

زموږ سیمه خوره او له څه مهال راهیسې پکې وچکالي ده چې ځمکه یې اغېزمنه

کړې ده دا چې زموږ د ولس ژوند په کرونده پورې تړلی نو دهغوی وضعیت هم

خراب شوی او بل دا هم تعبریولای شو چې له څه مهال راهیسې په پښتنو کې یو

ملي شخصیت نشته چې ددغه ولس مشري وکړي او همدا لامل دی چې پښتانه په یوه

او بل نوم خوار او زار دي. په شعر کې داسې ترکیب او صنعت چې دوې معناوي

وشندي کنایه بلل کیږي په یو بل ځای کې وایي

 

شعر

 

محکومه خاوره به مې هله ګل شي

چې څو خواخوږي  بزګران  وګټي

 

دلته هم د شاعر موخه یومشر دی اوخوا خوږی بزګر شعري مجاز دی کنایه هم

حقیقی مانا ښندي او هم مجازي د کنایي حقیقي مانا خواخوږی بزګر دی خو

مجازي مانایې د سیمې مشر دی

ــــــــــــــــــ د ځوان شاعر عادل اڅکزي په شاعرۍ کې یوه بله ځانګړنه

هیله درلودل دی هغه که دسیمې اوسنۍ وضعه یادوي ،تت او وران انځور یې

وړاندې کوي ورسره لوستونکي ته دا هیله هم ورکوي چې یوه ورځ به یې دغه

ستونزې له منځه تللې وي او پر سیمه به یې دخوښۍ او امن فضا واکمنه وي

د ساري په توګه

 

شعر

 

محکومه خاوره به مې هله ګل شي

چې څو خواخوږي  بزګران  وګټي

شعر

که موږخپل زړونه کړو په مینه منور زړګیه

رقیب  به  درومي  له دې  ښاره د منلو وړده

 

ــــــــــــــــــــــ خوږو لوستونکو د ځوان شاعر عادل اڅکزي په هستونو

او پنځونوکې ډېرې خبرې شته خو د وخت کمووالي ته په پام سره خپلې خبرې په

همدې ځای رانغاړو له تاسو مننه اود پښتو ادب او هنر دروښانه راتلونکي په

هیله خپله دغه لنډه  غوندي ليکنه پای ته رسوو