په کریکت کې هم غلا
ستوری مومند

دا زما دويمه ليکنه ده، چې زه يې د کرکټ په اړه کوم. خدای شته زه د کرکټ د راتلونکې په اړه ډېر اندېښمن يم. ما يو ليکنه مخکې کړې وه چې ځينو سايټونو نه وه خپره کړې، چې ولې! پدې زه نه پوهېږم خو دومره د خپلې ليکنې په اړه پوهېږم چې ما څه ليکلي وو هغه يو حقيقت وو، او زه د خپلې ليکنې په اړه وجدانا مسؤل ووم او يم. او دا ځل چې ليکنه کوم په هماغه سپيڅلي احساس يې ليکم چې زه يې خپل هېواد ته لرم. کله چې د کرکټ ملي لوبډله د ويسټ انډيز په لور خوځېدله، د بورډ اجرايوي مشر ايمل شينواري اعلان وکړ چې د کرکټ ډاکټر او مالي مسؤل استعفاوي ورکړي دي .
 
عبدالعلي شينواري د ايمل شينواري ورور دی، کله چې ايمل د بورډ مشر شو نو نوموړی يې مالي مسول وټاکه او ورسره يې په څنګ کې فيض الله شينواری چې د ايمل د ترور ځوی دي د خريدارۍ د مسؤل په توګه وټاکه،
 
ايمل شينواري خو اعلان کړی وو چې د مالي مسؤل عبدالعلي او ډاکټر يې له دندې ګوښه کړي دي او په کرکټ بورډ کې به هيڅ ډول خپل پروري نه وي ، حال دادی چې عبدالعلي او فيض الله اوس هم په خپلو چوکيو کار کوي، دلته اجيبه داده چې د خريدارۍ مسؤل ترور ځوي، مالي مسؤل ورور او د کرکټ ستر مشر ډاکټر عمر زاخېلوال اوښی . نو دلته به په کرکټ بورډ کې د فساد او زورواکۍ مخه څوک نيسي؟ زه دلته د خپلې خبرې د سپيناوي لپاره يوازې دوه بېلګې راوړم .
 
د کرکټ بورډ سره چليدونکی مقرر، نقري سپين موټر د ايمل د کور موټر دي او هغه يې بورډ ته په ۱۵۰۰ ډالر د مياشتې په کرايه ورکړی دی، حال دادي چې ټوله ورځ پکې خپل ماشومان ګرځوي. او له دې ورآخوا کوم ټورنامنټ چې په ننګرهار دا مهال روان دي دوۍ د دغه ټورنامنټ لپاره يې په ننګرهار کې هوټل په کرايه کړی، چې دغه کرايه ۱۰۰ ډالره ده، خو فيض الله، ايمل او عبدالعلي دغه قرارداد پاڼې ۲۵۰ لاسليک کړي دي.
هو! له هرې خوا چې روپۍ راځي دوۍ درې تنه ورته ښه په اسانه لار جوړولی شي. ځکه يو خريداري کوي د روپۍ شی په لس ليکې مالې مسؤل يې ok کوي او اجراوي مشر پيسې ورکوي.
 
 همدا راز ايمل کوښښ کوي که د سپانسر روپۍ ورنکړل شي. نو خپله برخه به بله لار وباسي. يانې د ويسټ انډيز د لګښتونو يې داسې بيلونه جوړ کړي چې د لګښت کچه تر لسګونو زرو ډالرو اوړي. او پدې کار ټول لوبغاړی خبر دي. زه د ټولو مطبوعاتو او هيواد مينه ليکوالانو هيله لرم چې د دغه بلا مخه ونيسي، کنه کرکټ به په افغانستان کې د مرګ کومي ته د فساد دلاسه ولويږي، ځکه ايمل چې څه کوي په هيڅ ډول ورته د مطبوعاتو پام نه دی. ولې دا خبره د ماليي وزير تر غوږو ونه رسيږي.
آيا دا بورډ يوازې د ډاکټر نورالله خليل په شړلو سميږي؟
 
کله چې ايمل د دغه بورډ مشر شوی دی ډېر کم په دفتر کې تر سترګو کيږي، د لوبډلې پسې هر خوا روان وي، دده شتون په دفتر کي د نشت په حساب دي، د کوم هېواد C.O د لوبغاړو سره سمه بستره اخيستي وي او په چکرو ورسره ځي؟ ايا داسې څوک شته چې دا وپوښتي؟ د کوم هېواد لوبغاړي او رسمي مامورين شخصي پاسپورټ استعمالوي، چې نوموړی دا کار کړی او کوي يي؟
 
ايا داسې څوک شته چې دا ټولې خبرې د ماليي وزير تر غوږو ورورسوي؟ ايا داسې څوک شته چې نوموړي څارنوالۍ ته راکش کړي او رونه وپوښتي چې د ۱۰۰ ډالرو بيلونه يې ولې په ۲۵۰ ډالر رسولي دي؟
 
تر کومه حده چې زه مالومات لرم، د سپانسر ستونزه هم نوموړي راپورته کړې ده، ځکه دې پدې پوهيږي چې حتما ورته يو څه لاسته ورځي. زه پدې اند يم چې د ده موخه دکرکټ له مينځه وړل دي تل د لوبغاړو ترمينځ فاصلي پيدا کوي تر څو د لوبغاړو مخ ورته نشي او دي پرې خپل حکومت وکړي.
 
زه کوښښ کوم چې ټول هغه پټ رازونه چې په کرکټ بورډ کې روان دي رابرسېره کړم. او د لوستونکو مخ ته يې کېږدم.
د کرکټ د برياوو په هيله
ستوری مومند
کابل افغانستان