پوهنمل محمود نظري
لنډه دا چې لرغونو انسانانو د روح په شتون باور درلود ؛نو دا یو نوی باور نه دی.
نو د روح وجود او مبدا دلیل او استدلال ته اړتیا نه لري د هغه وجود په ډول ډول دلیلونو د سپړنې او بررسي وړ دی.
دعقلي دلیل په اساس د مغزي موادو تغیر او د ادراکاتو ثبات دا ښوولې ده.، چې هیڅ مادي موجود د سکون او ارمتیا په حال کې نه دی ټول موجودات تغییر او وده کوي.
«لئون دنى» فرانسوی اروا پېژندونکی وایي: د فیزیولوژي د علم په اساس د بدن ټول غړي ددوومهمو حیاتي پېښو یاني د موادو جذب او د هغه تبدیل په انرژي کې ټول زاړه سلولونه په نوی سلولونو بدلیږي زاړه او خراب سلولونه له منځه ځي او نوی سلولونه منځ ته راځي چې دا د ماغزو له پستو مواد څخه نیولې تر کلکو هډوکو پورې په بر کې نیسي. د بدن سلولونه د عمر په دوران کې په وار وار له منځه ځي او نوی پیدا کیږي مګر دسوچ قو ه ، حافظه او زاړه خاطرات بې تغییره پاته کیږي؛له دې څخه دا پایله اخیستل کیږي، چې په وجود کې یو ثابت حقیقت شته چې نه تغییر او تبدیل کیږي او زموږ مالومات له ځواني څخه تر زړښته په ذهن کې ساتي.
دا جوتیږي، چې روح د مغز مولود نه دی ؛بلکې یو مجرد موجود دی ؛چی زموږ په جسم تدبیري احاطه لري هغه چې اوري، ویني او درکوي.
د نړۍ په ډیرو مخورو دینونوکی په کراتو مراتو د روح نوم اخیستل شوی دی . اوس ټولوخلکو ته روح یوه اشنا کلمه ده. د نړۍ خلک هرورځ په خبرو اترو کې د پاکه روح ، روح دي ښاده وي، له روحي عذابه دي خدای وساتي او داسې نور وییونه او غونډلې کاروي ؛ هیڅ چا تر اوسه هغه لیدلی یا لمس کړی نه ده.
په ناولونو ،نندارمو او فېلمونه کي روح د پیري یا شبح په ډول د ویرې یا خندولو لپاره کارول کیږي. په ډیرو دینو کی هم روح د خپلو پلویانو د ویرولو لپاره کارول کیږي .
د نړۍ په ځینو مخورو دینونو کي روح له مړینې وروسته پېژندل یا یادونه کیږي. لکه داچې وایي: روح د مړینې په لومړۍ شپه قبر ته ورګرځي ؛د مړی په بدن ننوځي ؛ سوال او ځواب ورسره کیږي؛ بیا تر قیامته روح له بدنه جلا وي ؛ په قیامت کې له بدن سره یوځای کیږی؛ دبدی او نیکي په اساس جنت یا دوږخ ته ځي.
مګر اصلي سکالودا ده ،چې په ژوند کې په روح نه پوهیږو او له مړینې وروسته د خپل روح سره مخامخ کیږو.
بودایان باور لري: روح له یو هیواده بله ته ځي، د نوی زېږېدلي ماشوم په بدن ننوځي ؛ نوی ژوند په نوی قالب کې پيلوي.
مګر د هندانو له انده روح نور دی.، چې حضرت شیوا( یوه الهه) هغه د هر چا بدن ته منعکسوي.
نه پوهیږو روح یا ني څه؟ او د هغه لوی دلیل موږ خپله یو ځکه موږ ځان نه پېژنو که خپل ځان وپېژنو روح خپله پېژنو.
باید د میلیونونو تعریفونو څخه د روح اصلي تعریف پيدا کړو؛ مګر لومړی باید خپله هغې پوهې ته ورسیږو؛ چې پوه شو موږ خپله روح یو.
زه ته او ټوله انسانان روح ده؛ نه هغه جسم چې موږ هغه وینو. په ټولو مخورو دینونو کې راغلي دي، چې د روح ځای د انسان په زړه کې دی ؛ زموږ بدن د روح معبد دی.
همداسې ټول مخور دینونو ډول ډول روایات لري او د هر دین اخځ له هغه څخه بیل دي، چي د دې سکالو د روښانه ولو لپاره به لومړي د ځینو مخورو دینونو روایت په خلص ډول بیان کړو او بیا به هغه د اسلام په دین کی چې اخیرې آسمانی دین دی په دی هلکه وسپړو. هغه شیان چې د ټولو دینونو تر منځ مشترک دی هغه دا دي:
- ټوله دینونو نه منی ،چې روح غیر مادي او مجرده ده.
- هر جسم یوه روح لري.
- روح له بدن څخه خپلواکه ده.
-روح نه حس کیږی او خوځښت يې نه لیدل کیږي.
مګر په دې لاندېنیو شیانو کې توپير سره لري.
د روح تعریف، د هغه ابتدا، د هغه دنده د مړینی وروسته ، مړینه څه شی ده او داسې نور