دکمپیو ټر په کارونه کې ډیر احتیاط وکړي

« مینه  »

د مايکروسافټ او نورټون څخه په نوي رارسېدلي خبر کې ويل شوي، چې د Yahoo،Hotmail،AOL، او نورو برېښناليک کارونکو ته وار له مخه خبر ورکول کېږي ،چې يو ډېر خطرناک ويروس جوړ شوى دى. دا ويروس  د يوه برېښناليک په پلمه ستاسو د ايميل انباکس ته درځي، نوټول برېښناليک کارونکي  بايد هڅه وکړي ،چې که چېرې د فاورپينټ په فارمټ کوم برېښناليک په (Life is beautiful.pps) مانا( ژوندښکلى دى) په عنوان در ورسېږي ،مخکې له خلاصولو يې ډيليټ کړئ ،ځکه چې که چېرې مو مازې خلاص کړ،نو د برېښناليک په پاڼه به مو"It is too late now,your life is no longer beautiful"

وليکل شي چې له امله به يې ستاسې د کمپيوټر ټول هغه معلومات چې تاسې پکې ساتلي له منځه ولاړ شي ، اوهغه کس چې دا برېښناليک يې درلېږلى هغه به په دې وتوانېږي چې ستاسې د برېښناليک پټ لوزى(پاسورډ) پيدا کړي.

 په همدې دليل د Aol  سايټ هم په دې خبرې ټينگار کړى چې اوسني انټي ويروسونه يې د له منځه وړلو توان نه لري،نو بايد د برېښناليک په کتلو کې ډېر محتاط اوسئ.

دا ويروس يوه هکر،چې ځان (life owner) معرفي کوي؛ جوړ کړى دى.