د مینې  اثر

 

هر ګړۍ مې دی  نظر کی ستا  بشر

چې دې نه وینم لمبه مې شې ځګر

 

تا چې ووینم د بل سره په خوا کې

په زړګی می شی له درده جوړ پرهر

 

هغه وخت به لږ پر ما تیر په خوښۍ شې

په راتلو دی څوک که ماکړی باخبر

 

نن مې زړه سپړې ګلونه چې دا ولې

چی  رنګین راته ښکاریږې مازدیګر

 

ستا په هر اد ما خپل زړګې بایللې

زه اوس پوهه شوم د مینې په اثر

-----------------------------

*نرګس سعیدی

*06 05 010

پیشور

 

 

دپښتون تاريخ پيل شوی په غيرت

په نړي کي يي نوم خپوردي په همت

 

دپښتون سره چي چا وهلي سردي

خوب يي ورک دی پريشانه له هيبت

 

غلامي يي په تاريخ کي کړي نده 

طرفدار دازادی او حریت

« ســرپـاڼـه »