ګټه به زما وي

لنډه كيسه :رفيع الله روشن

په دفتركې يې ټول وېرولي وو كوم شخص به چې دحاضرۍ له وخت څخه لږ هم ناوخته راغى نو په حاضرۍ كې به يې خانه قيداودمياشتې په خركې به كسر معاش به وه ،ددې تر څنګ به يې په مامورينو بې ځايه غوصې هم كولې ،نوله همدې امله به هر مامور هڅه كوله چې له خپل وخت څخه هم يوڅو دقيقې دمخه راشي ،په همدې نږدې ورځوكې زه هم ديوملګري په واسطه په همدې دفتركې مقررشوم ،په دفتركې به ټولوملګرو ددې له لاسه شكايت كاوه ويل به يې چې ډېره بداخلاقه ده اوهېڅ دچا مراعت نه كوي ،داپه دفتركې داداري رئيس ورېره وه ،اوسني رئيسان خو ټولو ته معلوم دې چې په مياشتومياشتو وظيفې ته نه ورځي ،زموږ ددفتر سرنوشت هم په همدې ډول وه ،رئيس صاحب به ډېروخت نه وه ،دابه دهغه پرڅوكۍ ناسته وه ،كه څه هم دا زموږ پشان يوه ماموره وه ،يوه ورځ په ښاركې ډېر زيات ترافيكي ازدهامات وو ،لارې بندې وې يوڅودقيقې وروسته ورسېدم ،له سلام اوستړي مشي وروسته مې جېب ته دقلم لپاره لاس كړچې په حاضرۍكې لاسليك وكړم ګورم چې يوه خانه مې په سره قلم قيدشوې يوخومې په لاره كې زړه شين شوى وه اوبل مې دلته فكر ډېرخراب شوه په چورت كې ولاړوم چې دې خپلې تورې چشمې(عينكې) له سترګوپورته اودلنډپيچك پرسريې وټومبلې اوپه خوله كې له ژاولو څخه يې دوه پرلپسې ټكان ووېستل ،مخ يې واړوه ،زه هم بې له څه ويلوپه خپل ځاى كې كښېناستم.

سباچې دفترته راغلم ګورم چې جنابه په خپل سيټ نه وه ،له ملګرومې وپوښتل چې چېرته ده هغوى وويل تر اوسه خونده راغلې ساعت ته مې وكتل دساعت دساعتګر عقربه په اتو او ددقيقو عقربه په دولسوولاړه وه يعنې پوره اته بجې وې پاڅېدم او ددې دواړه خانې مې قيدكړې ،ټولو ملګرو ويل ښه دې ونكړل ،اوس به څه حال كوي ،شل تېرې وې له اتونه چې بې له ټك ټك او سلام څخه لكه دمچۍ په څېر شعبې ته راننوته ،له هرڅه نه مخكې يې په شعبه كې په مامورينو يو ځغلنده نظرتېركړاوبياخپلې څوكۍ ته ورغله له كښېناستوسره سم يې په ملازم يوطوفاني غږ وكړ ((صابر!)) صابرله اوازسره سم دشنوچايو يوه پياله له دوه چاكليټوسره په يوه قاب كې ورته په ميز كېښودل (اينه قربان ) اوروان شوه ،دې دغاړې دتوربيك ځنځيركش كړ جګري لب سرين يې په نريوشونډوتېر راتېركړ، سپرۍ هم استعمال كړه ،دچايو په كپ يې سرې شونډې ورښكته كړې او يوكوچنى غړپ يې ځنې وكړ،حاضري يې ځانته راكش كړه او ورسره متصل يې درېموټ تكمه كېكاږله اودامروز ټلوېزيون چينل يې ونيوه په تلويزيون كې دا هندي سندره وه ((چاهاهى توجكو جاونګا هردم))ددې اوږې هم ورسره په خوځښت راغلې ، بيايې د ميز پر سر اښى شين . قلم راپورته كړ حاضري يې پرانيسته د معمول سره سم يې قلم پر خانه ورټيټ كړ خو ناګهانه يې ټكان وخوړ او په خپل ځاى لكه دكپچه مار ودرېده ((اين كدام آمر نو سرمامقررشده كه حاضرى من راقيد كرده است ))ټول مامورين لكه خزان وهلې پاڼې رپېدل او هېڅ ځواب يې نه وايه بيايې سترګې راووېستې ((فكرميكنم همه ى تان كر هستيند!!)) په خپل ځاى ودرېدم داكارماكړى ((چى ؟!!برى تواين صلاحيت راكى داده؟ )) ماوويل قانون !او فكر كوم چې قانو له هغه څه نه عبارت ده چې په امر،معدون ،رئيس ،ملازم ،قوماندان اوعسكر ټولويوشان تطبيقېږي اوما داكار هم قانوني كړى دى اوبياخوته هم زما په شان يوه ماموره يې ته دكوم صلاحيت له مخې موږدناوخته ،يانه راتګ په صورت كې غيرحاضروې؟

له خپل ځايه راروانه نه شوه اومخې ته مې ودرېده ((من را خوب بشناس نام من رويا است ومشهور به غوره ))څه! غوره !!؟ دغورې په اورېدومې ذهن اته كال شاته ولاړلكه يوڅه چې راپه زړه شي ،له دې سره يې ګوته رانېغه (بلې غوره !) دګوتې له نيولوسره يې له مړوند سره په هغه داغ چې اته كاله مخكې يې له ماسره دپنځوس زره جٌنبشيو پيسوشرط په ايښودلو سره خپل لاس سوزولى وه زما نظرشو ،له ډېركوښښ سره سره مې ځان قابونشوكړاى لاس مې وروړاندې كړ لستوڼى مې ورپورته كړ (اين چى بى نزاكتى است )اوروانه شوه زه هم په خپل ځاى كېناستم اوپه يوژورفكركې شوم ،دوى يووخت زموږ همسايه ګان وو،له چارېكاروڅخه راغلي وو،پلاريې په ننګرهاركې يونظامي صاحب منصب وه،خو خداى بخښلى څه موده وروسته شهيدشو،او دوى يې تره كابل ته راوستل ،ددې مور به زموږ كورته دډوډۍ پخولولپاره راتله دابه هم تله راتله اولوبې به موكولې نژدې پنځه كاله مو همسايه توب وكړمابه هروخت مورته ويل چې كله چې داجنيۍ به راته غواړې داچې ډېره شوخه وه نو په كوركې به يې (غوره )بلله ،خوموربه مې راته ويلې زويه داخلك ډېرخانان دي ځمكه ،جايداد ،موټرونه او سرايونه لري موږ خو حتى يوه غوا هم نلروچې شيدې اومستې يې وخورو،دې هم له ماسره ډېره منيه كوله موږ به چې كله لوبې كولې مابه ويل (ګټه به زماوي )دې به ويل (برد ازمن خواهدبود)دپنجشنبې ورځ وه دفتر دولس بجې رخصت شو، كله چې مامورين وخوځېدل نو ماهڅه كوله چې له ټولو نه وروسته ولاړشم ،همداسې وشوچې ټول ملګري ووتل نو زه هم روان شوم او چې خواته يې ورسېدم نو ورنږدې شوم او ومې ويل (ګټه به زماوي ) لكه په څنګ كې يې چې بم انفجاروكړي يو خېزيې وكړ ودرېده برندې برندې يې راوكتلې له دې سره مې خپل لستوڼى پورته كړ اوهغه داغ چې اته كاله پخوادې په خپل لاس دلرګي پرانګارليكلي وو ،چې (محبت ګناه نيست) ور وښود ښه وه چې په دې وخت كې شعبه كې څوك نه وه بې اختياره يې راباندې

راودانګل غوښتل يې چې غېږرانه را تاوه كړي خوډېرژر بېرته شوه سجادتو!!؟اوغلې ودرېده ماوويل هوزه (نى من قبول كرده نميتوانم)له دې سره يې له سترګوڅخه دمرغلروددانو په شان اوښكې روانې شوې (اينه توبردى ومن باختم ) خدايه شكر كه دوستم بعدازديرديدم له لاسه يې ونيولم اودكورپه لوريې روان كړم .

كورته چې ورسېدو ددروازې زنګ يې وواهه دوازه خلاصه شوه ،دننوتلوهيله يې وكړه زه هم داخل شوم ،دننه په كوټه كې يې كېنولم مورته يې غږ كړ (مادرجان ) يوه بوډۍ كوټې ته راننوته ښه ورته ځيرشوم خو اوس هغه پخوانۍ پشمينه نه وه مخ يې ګونځې كړې وې په غوږو كڼه شوې وه دكاكا صالح هجران داهم دمرګ تر كومي رسولې وه ،ځاى ته مې رانه وسته ،غوره يې غوږ ته ورنږدې شوه مادرجان (سجاد است امو كه درلغمان همسايه ى مابود)چى سجادبچيم تو!!؟ له دې سره يې زړه ته رانږدې كړم دموراودكورنۍ دټولو غړيواحوال يې راڅخه وپوښت كښېناستو ،غوره ولاړه دغرمې ډوډۍ يې راتياره كړه لاسونه موپرې مينځل په دسترخوان سره راګرد شو،په دې وخت كې يوه ښكلې انجلۍ چې نژدې ددرې كلونو په عمربه وه ترخوامې كېناسته ،غورې ته مې مخ ورواړوه دا ښكلې كوچنۍخوماونه پېژنده ،غوره غلې شوه اوپرټنډه يې خوله راغله غوښتل يې يوڅه ووايې خو موريې مخكې شوه سجاد بچيم نواسهء من راديدى ،څه لمسۍ !!؟ مړۍ مې په ستوني كې بنده شوه ومې ټوخل خو ژرغورې دابوګيلاس راته ونيو،غړپ مې ترې وكړ ګيلاس مې په دسترخوان كېښود ،غورې ته مې وكتل خوهغې نه راكتل او ټيكرى يې سترګوته نيولى وه چې په دې وخت كې كوچنۍ ماشومې چيغه كړه پدرجان پدرجان!!يوځوان چې ببروېښتان يې درلودل اودچرسوډك سګرټ يې دګوتوپه منځ كې نيولى وه خونې ته راننوته ترسلام اوروغبړ وروسته له موږ سره په دسترخوان يوځاى شو،دغورې مور زه ورته وروپېژندم ،ماته يې مخ راواړوه شهاب دامادم وپدرسونياجان له دېنه وروسته غورې وويل شهاب پسركاكايم وشوهرمن ،زماچې په تندي دښولوسېلابونه روان وو،اوپه زړه كې مې يوشان درد احساساوه وويل ډېر ښه،ددسترخوان ترټولومې صبروكړ داسې ولكه په اوركې چې ناست يم كله چې لاسونه ومينځل شوو،دسترخوان ټول شوه ومې ويل

اوس كه ستاسو اجازه وي زه به ولاړشم ،غوره زماپه طبيعت پوه شوه تردروازې راسره راغله له لاسه يې ونيوم راته ويې وويل چې داددې مجبوريت وه كه له شهاب سره يې واده نه وى كړى نو تره به يې دوى له كوره وېستي وواوداچې مابله لارنه لرله نوله شهاب سره مې واده ته غاړه كېښوده ،نورچې ماهم داورېدلوزغم ندرلوده ترې روان شوم شاته يې راپسې غږ يې وكړ برمادرجان سلام بګويى.

پاى

 « ســرپـاڼـه »