بسم الله الرحمن الرحیم                                                           

په افغانستان کي د تروريزم ضد د ملي پر مختګ او ډموکراسي له پاره مشخص وړانديزونه

(دوهمه برخه)

 

دا چي په هيواد کي تر اوو کلونو وروسته د بين المللي قواؤ حضور، اقتصادي، سياسي او ټولنيزو زياتو مرستو بيا هم د افغانستان د ولسونو کړاؤنه ته د پاي ټکي ورنه کړ، د افغانانو هيلي ورځ تر بلي په نا هيلي بدليږي، تشويشونه ئي زياتيږي او پر غميزو ئي زياتوب راځي. هره ورځ د وژني، وزګاري او بي امنيتي څخه کړيږي – او هر يوه ته دا سوال پيدا دي، چي دا غميزي به څه وخت پاي مومي؟ څه وخت به په افغانستان کي امنيت راځي؟ څه وخت به په هيواد کي اقتصادي بوختيا او پر مختګ منځته راځي؟.....او داسي نوري پوښتني ئي رامنځته کړيدي.

موږ غواړو په دي لنډه ليکنه کي د توان تر حده، د پورتنيو مشکلاتو د حل له پاره د نړيوالو او افغانانو حضور ته ځيني مشخص تحليلونه او وړانديزونه تقديم کړو.

دا چي په هيواد کي اساسي قانون تصويب سوي، پارلمان منځته راغلي او منتخب ؤلسمشر ټاکل سويدي، بيله شکه د پخواني حالت تغير، پر مختګ او يوه ښه لاسته راوړنه ګڼل کيږي، اما دا چي د ؤلسمشر له خوا ديوه کاري او مسلکي دولت په جوړولو کي هڅي باتي راغلي، يوه ستره تقيصه او معضله ده، چي د دي معضلي حل، ملي وحدت او په يوه ا واحد صف کي د افغانانو د مشترک کار ضرورت ايجابوي. ځکه د ټولنيزو مشکلاتو حل ټولنيز کار غواړي. دا چي اکثريت افغانان به څنګه او پر کمو غوښتنو د ګډ کار او هڅو له پاره راټوليږي؟ او د دي له پاره چي دافغانانو تر منځ عملي اتحاد او ګډ کار منخته راسي، بايد هغه غوښتني په ګوته کړو چي ټول افغانان ئي هيله من دي.

زموږ په هيواد کي په عمومي توګه د افغانانو دوه ډوله افکار موجود دي، چي يو ئي د مدني ټولني د جوړولو، او بل ئي د بدوي او افراطي ټولني د جوړولو فکر:-

مدني ټولنه څه ته وائي؟ دي پوښتني ته په همدي وړوکي ليکنه کي لنډ جواب ورکوو:

  1. د مدني ټولني د جوړښت اساس او ستون فقرات د هيواد تدوين سوي اساسي او فرعي قوانين دي.
  2. په مدني ټولنه کي د بشر د حقونو ساتنه او درناوي کيږي (چي د بشر د حقونو په نړيواله اعلاميه کي څرګند سويدي او افغانستان هم د دي اعلاميي ملاتړ او لاسليک کړيدي).
  3. په مدني ټولنه کي د کار او کسب د ټاکلو له پاره پوره ازادي موجوده وي.
  4. په مدني ټولنه کي د بيان د ازادي حق د هر فرد له پاره خونديوي.
  5. په مدني ټولنه کي د ازاد بازار د اقتصادي پاليسي پر اساس د ټولني د پر مختګ له پاره مؤثري او دوامداري هڅي کيږي، تر څو د ټولني په اقتصادي، سياسي، ټولنيز، کلتوري، روغتيائي او نورو برخو کي ستر پر مختګونه رامنځته  او دخلګو ژوند هوساسی .
  6. مدني ټولني د بهرني نړي سره د ښو روابطو په لرلو سره، غواړي چي د ټولي نړي سره، د بين المللي قوانينو پر، اساس، په اقتصادي، سياسي، کلتوري،..... برخو کي ملګرتيا وکړي .
  7. مدني ټولنه په اقتصادي، سياسي، تعليمي، روغتيائي او نورو برخو کي د ښځو د ګډون حق تضمينوي.
  8. مدني ټولنه د هيواد د ټولو وګړو او سيمو د استوګنو تر منځ د حقونو مساوات او عدالت ته زياته پاملرنه کوي.

مدني ټولنه دپر پورتنيو يادو سوو مادو سر بيره نور ګټور صفتونه هم لري، بر عکس دبدوي ټولني يو لنډ تصوير هم بايد په دي ليکنه کي ګرانو لوستونکو ته وړاندي کړو:-

  1. په بدوي ټولنه کي د قوانينو وجود ته ډيره پاملرنه نه کيږي، يوازي او يوازي د حاکمانو او واکدارانو د شخصي سليقو او عقيدو سره سم، ټولي چاري اداره کيږي. يا قوانين بيخي نه لري او يائي داسي جوړښت موندلي وي چي په ټولنه کي د جابرانو حاکميت ټينګوي (نه د خلګو).
  2. په بدوي ټولنه کي د بشر حقونو ته هيڅ ارزښت نه ورکول کيږي، په يوه او بله پلمه تر پښو لاندي کيږي .
  3. په بدوي ټولنه کي د بيان ازادي اصلاً وجود نه لري، يوازي او يوازي د حاکمانو عقيدي او نظرئي په ټولنه کي نشريږي.
  4. په بدوي ټولنه کي بهرنيو اړيکو او بين المللي قوانينو ته هيڅ ارزښت نه ورکول کيږي.

 

  1. په بدوي ټولنه کي وګړنيز اقتصاد ته خاصه پاملرنه نه کيږي او نه هم د ټولنيز رفاهيت او پر مختګ علاقه موجوده وي. (ټول مشکلات د وګړو په تقدير پوري تړي).
  2. په بدوي ټولنه کي ښځو ته اصلاً هيڅ ارزښت نه ورکول کيږي. د ټولني دغه نيمه بدنه د هيواد په پر مختګ کي د ونډي اخيستني څخه محرومه وي.
  3. په بدوي ټولنه کي د هيواد د وګړو او سيمو تر منځ د مساوات او عدالت اصل تر پښو لاندي وي. يوازي د هغي سيمي او قومونو دیو شمیرلږکیوخلگوحقونه په نظر کي نيول کيږي چي حاکمان وي.

په پورتني توګه مو د مدني او بدوي ټولنو تصويرونه په ډيره لنډه توګه څرګند کړل.

دا چي  د هيواد د بيلو بيلو سيمو د وګړو سره داړيکو پر اساس مو د ډيرو افغانانو نظرونه پوښتلي، راته جوته سويده چي تقريباً ټول افغانان د يوي مدني او عادلانه ټولني د جوړيدو غوښتونکي دي ، حتي ډير شميرئي د همدي ډول ټولني د جوړيدو له پاره ګډ کار ته چمتو والي هم لري. اما متاسفانه ډير کم شمير افغانان هم سته چي د خپلو شخصي او ډله ايزو ګټو په خاطر د مدني ټولني د جوړيدو په مخکي خنډ دي او په لاندي توګه ئي تشريح کوو:-

  1. يو شمير اشخاص او ډلي په ښکاره د خپلو افراطي او عقبګرا عقيدو پر اساس غواړي ټولنه په بدوي حالت کي وساتي او په پټه د هغوي شخصي او ډله ايزي ګټي د ټولني په وروسته والي کي نغښتي وي.
  2. يو شمير اشخاص چي د هيواد په ديرش کلنه ويرجنه مرحله کي د بشر پر ضد په جناياتونو تورن دي، نه غواړي چي مدني ټولنه منځته راسي او قانون حاکميت ومومي. (شمير ئي د ګوتو په شمار دي).
  3. هغه کسان چي د توپک په زرو حاکميت غواړي، امتيازات تر لاسه کوي او ناروا، غير قانوني ګټي لټوي، هم د مدني ټولني د جوړښت سره ځکه مخالف دي چي د قانون په حاکميت کي د دوي زرو، واکمني او اقتصادي چپاو ته زمينه نه پاتيږي.
  4. يو شمير فرصت غوښتونکي دولتي لوړ پوري چارواکي چي په اداري فساد ککړ دي، هم د مدني ټولني د جوړيدو مخه نيسي، ځکه په مدني ټولنه کي اداري نظام اصلاح او داداري فساد مخه نيول کيږي.
  5. د مخدره موادو قاچاق کونکي هم د مدني ټولني د جوړيدو او قانون د عملي کيدو مخه نيسي.

په عمده توګه پورتني اشخاص او ډلي د هيواد د پر مختګ په مخکي ستر خنډ تشکيلوي. د دوي شمير دومره لږ دي چي د هيواد په کچه په ډيره کمه فيصدي کي راځي. نور ټول افغانان د هيواد و هر اړخيز پر مختګ ته ليوا ل او هيواد پال دي .

د دي له پاره چي زموږ هيواد د تروريزم د آفت څخه خلاص او دمدني ټولني په جوړلو او ټولنيز پر مختګ سره، زموږ ربړيدلي و ولس ته د بيا ژوند کولو ښه تره زمينه برابره سي، لازمه ده چي د هغوي مخکښان (روشنفکران، متنفذين، ديني عالمان او ټول ملي شخصيتونه) د يوه ګډ صف په منځته راوړلو سره د مدني ټولني د جورښت له پاره موثر اقدامات تر سره کړي. لومړي د ټول هيواد په کچه هغه غوښتني تشخيص کړي، چي ټوله وګړي ئي د غوښتلو علاقه لري.

موږ په دي لنډه ليکنه کي غواړو يو شمير هغه غوښتني د مثال په توګه بيان کړو چي د هيواد په بيلو بيلو برخو کي یی ټول هيوادوال په يوه خوله او ژبه غواړي.

 

د افغانانو ګډي هيلي

 

لومړي:-  د افغانستان ټول خلګ پر ازادي مين او په يوه خوله د يوه بشپړ ازاد هيواد غوښتونکي دي، دا ځکه چي د تاريخ په اوږده بهير کي ټولو افغانانو، د هيواد د شمال څخه تر جنوب، د ختيځ څخه تر لويديځ پوري د ټولو قومونو، مذهبونو او ژبو پيروانو په پوره يوالي او متانت د خپل هيواد د ازادي دفاع کړي او د ټولو بهرنيو متجاوزينو مخه ئي نيولي ده. (که څه هم تيري کونکي به ډير قوي وه) ځکه نو ويلاي سو چي افغانانو ته د ازادي غوښتلو حس د پلرونو څخه په ميراث پاته او تر دي شعار لاندي ټول په يوه خوله او متحد دي .

اوس چي د ګاونډيو هيوادونو، په تيره بيا د جنوبي هيواد په دننه کي د افغانستان ورانونکي او د خلګو وژونکي تربيه، تمويل او تجهيز کيږي او زموږ ګران هيواد ته د ورانيو او وژونو له پاره راليږل کيږي، چي زموږ دهيواد خپلواکي ئي د خطر سره مخامخ کړيده، ځکه نو د دي خطر د مخنيوي له پاره ټول په يوه ږغ دي.

دوهم:-  د افغانانو بله ګډه هيله امنيت دي. البته د امنيت د نشتوالي سره د ټولو هيواد والو دژوندانه بهير د ډيرو سختو ستونزو سره مخامخ دي. د امنيت په نه شتون کي د هيواد اقتصادي قعاليتونه تر ډيره حده لږ سوي او حتي په ځينو برخو کي په ټپه دريدلي دي. دي کار د ټولو هيواد والو ژوند د ګواښ سره مخامخ کړيدي. همدا ډول په هيواد کي بي امنيتي پر سياسي، ټولنيز، کلتوري او نورو ټولو فغليتونو بد اثر غورځولي او ټول افغانان ئي د خوښي څخه محروم کړيدي. ځکه نو په هيواد کي د سراسري امنيت هيله د ټولو افغانانو مشترک ارمان دي.

دريم:-  په دولت کي اداري فساد په بيساري کچه لوړ سوي او زموږ هيوادوال ئي له ډيرو ستونزو سره مخامخ کړي، او هم ئي د بيا ودانولو او ټولنيز پر مختګ مخه ډب کړيده. زموږ ټول هيوادوال د اداري فساد په له منځه وړلو کي په يوه خوله او يو نظر دي.

څلرم:-  زموږ د هيواد په ديرش کلنه ويرجنه جنګي مرحله کي، متاسفانه د ځينو هيوادوالو له خوا پر خپلو هيوادوالو ډير سخت ظلمونه سوي او د هغوي انساني حقونه ئي په ډير بيرحمي تر پښو لاندي کړي، په فردي او ډله ايزه توګه ئي و وژلي، او په ډول ډول وحشيانه توګه ئي کړولي دي. ځکه نو د بشر د حقونو د تيري کونکو د تورنو خلګو قانون ته رابلل او په عدلانه توګه محاکمه کيدل د هيواد والو ګډه هيله ده ، څو د همدي محاکمي په نتيجه کي زموږ د هيواد څخه د جنايت کارانو او جنايتونو د معافيت کلتور له منځه ولاړ او په راتلونکي کي هيڅوک په دي فکر چي نه محاکمه کيږي، جنايت ونه کړي.

پنځم:-  زموږ د ګران هيواد څخه د تروريزم دريښو د له منځه وړلو او سراسري امنيت او مدني ټولني د جوړولو له پاره د هيواد د بيلو بيلو سيمو د خاصو شرايطو او غوښتنو د په نظر کي نيولو سره سم، د دولت له خوا د يوه منظم پلان په چوکاټ کي (بيله اداري فساده) د بهرنيو هيوادونو د اقتصادي مرستو په مټ په يوه سراسري کمپاين او د اوليت د حق پر اساس د ټول هيواد په بيلو بيلو ساحو کي علماً سنجول سوي پروژي پيل او په دي لاره کي د هيوادوالو په بشپړ ګډون او مشوره سره د پر مختګ پر لور سرعت ګړندي سي. دغه هيله بياهم د ټولو افغانانو ستره او ګډه هيله ده چي خپل هيواد پر مختللي، هوسا، او اباد وويني.

د پوتنيو ګډو هيلو پر څنګ نوري ګډي هيلي هم شته چي موږ به ئي د خپلو هيوادوالو په همکاري تشخيص او په وروستيو ليکنو کي راوړو. سيمه ايزي هيلي هم موجود دي چي پاملرنه ورته کول د هيواد هر اړخيز پر مختګ ته سرعت ورکوي. خو دا ټولي ګډي هيلي صرف نظرئي او اميدونه دي، د پوره کيدو امکانات ئي د افغانانو په ذهنونو کي بيخي کم معلوميږي او زيات شمير ئي بيخي نا هيلي سويدي. د دي له پاره چي دغه ناهيلي له منځه ولاړي او مايوسي ته پاي ورکول سي لازمه ګڼو چي څه ناڅه هغه نيمګړتياؤ ته لنډه کتنه وکړو چي د دي ناهيليو عامل ګرځيدلي دي:

  1. لومړي عمده مشکل دا دي چي په هيواد کي تروريستان، د بشر پر حقونو تيري کونکی ، توپک سالاران او په اداري فساد اخته لوړ پوري چارواکي د منظمو تشکيلاتو (ګوندونو، اتحاديو، جبهو او نظامي فعاليتونو) په لرلو سره د پر مختګ په مخ کي خنډ او په هيواد کي ئي د مدني ټولني د جوړيدو پر لور د امکاناتو او کړنو مخه ډب کړيده بر عکس نور ټول هيوادوال چي د ازادي، ترقي، امنيت او نورو پر مختګو نو سره علاقه او مينه لري، يا اصلاً ګډ او منظم تشکيلات نه لري او يا که ئي لري هغه هم کمزوري او د نيمي پيړي د کورني سياسي اختلافونو، خودخواهيو، شخصي دښمنيو او نورو مشکلاتو ښکار سوي، چي البته په ټولنه کي ئي تاثير په هغاغه اندازه لږ دي.
  2. دوهم عمده مشکل په هيواد کي اداري فساد دي، چي په پر له پسي توګه زياتيږي او د هيواد د پرمختګ له پاره د قانون د پلي کيدو په مخ کي خنډ او د زور واکانو د حاکميت او زور چلولو، د جنايتونو د زياتولو او د مخدره موادو د کرلو، قاچاق او استعمال سبب ګرځيدلي، چي هره ورځ زموږ هيوادوال د دوي د ظلمونو څخه کړول کيږي او ځني ئي د دښمن ليکو ته پناه وړي.
  3. دريم عمده مشکل په هيواد کي د کورني او بهرني سرمايه کاري له پاره د امنيت، بريښنا، او نورو لازمو امکاناتو نه شتون له يوه پلوه، په هيواد کي پر له پسي وچکالي او د اوبو د زيرمو نه شتون او نورو اقتصادي فعاليتونو په ټپه دريدل په هيواد کي د بيکاري کچه لوړه کړي او ډير سخت مشکلات ئي منځته راوړيدي، تر دي چي ځيني هيوادوال د بيکاري په اثر د لږ امتياز په ګټلو د دښمن ليکو ته پناهنده سويدي. د دي او نورو دغه ډول زياتو مشکلاتو وجود و يوه مثبت بدلون ته اړتيا لري .

د دي له پاره چي په هيواد کي د (نجات) او پر مختګ له پاره د هيوادوالو د يوالي يو قوي سنګر (ګوند) ايجاد او د ولسشمري او پارلماني ټول ټاکنو څخه د ولس د کړاونو د له منځه وړلو او د سولي او پر مختګ پر لوري د ټولني د رهبري کولو په لاره کي موثره ګټه تري واخيستل سي، او همدا ډول د مدني ټولني د جوړولو له پاره يو مطلوب او غوره نظام منځته راسي، بايد د ټولو هيوادوالو په مټ، چي د مدني ټولني د جوړيدو او ټولنيز ژوندانه بهير ته د امنيت او سولي د راوستلو ليواله دي – د هيواد والودسراسري او سيمه ايزو ګډو هيلو پر اساس يو سراسري ګوند ايجاد سي، څو وکولاي سي لومړي هغه ستره خلا ډکه کړي چي د بدوي ټولني د جوړيدو طرفداران د منظمو سياسي او نظامي تشکيلاتو لرونکي، خو د مدني ټولني د جوړيدو پلويان پراګنده او په تولنيز پر مختګ کي بي تاثيره دي. دا چي په هيواد کي کافي اندازه کارپوهان او اداره چيان موجود دي، اما متاسفانه زموږ دولت د اداري کدر او مسلکي پرسونل په کمبود اخته دي. که د هيوادوالو سراسري يووالي په يوه ګوند کي موجود سي، نو د مسلکي او کارپوهو تجربه لرونکو شخصيتونو په معرفي کولو سره به دولت د دي مشکل څخه خلاصون ومومي.

بايد يادونه وکړو چي د اوسني زماني، شرايط، امکانات او غوښتني د سړي جګړي د شرايطو، امکاناتو او غوښتنو سره ډير توپيرلري، نو لازمه ده چي په هيواد کي د تيري وير جني جګړه ايزي مرحلي د تشکيلاتو، صف بنديو او اختلافونو څخه ډډه وکړو او د نوو نړيوالو او کورنيو شرايطو سره سم بيله هر ډول پخواني بيلتون څخه يو ملي سراسري اتحاد منخته راوړو او د اوسني زماني غوښتنو ته مثبت جواب ورکړو چي البته دغه کار ډيره خو د ګذري او فدا کاري ايجابوي.

د دي له پاره چي  د هيواد د مشکلاتو د حل له پاره يو سراسري ملي ګوند ايجاد سي په لاندي توګه ئي د جورښت وړانديز کوو:-

لومړي:-  دا چي په هيواد کي د تقريباً نيمي پيړي سياسي اختلافونو او ديرش کلني کورني جګړي، د همدي کلونو په جريان کي د بيلو بيلو ډلو، سازمانونو او ګوندونو تر منځ بيلتون او ليري والي راوستي دي، ځکه نویو د بل ږغ ته مثبت غبرګون نه څرګندوي. نو بايد د يوه قوي ملي سراسري ګوند د جوړيدو له پاره نړيواله ټولنه د افغانانو سره، د نورو همکاريو تر څنګ، په دي برخه کي هم مرسته وکړي او په ټول هيواد کي دي افغانانو ته د يوالي او ملي سراسري ګوند د جوړيدو غږ او کور به توب وکړي.

دوهم:-  نړيواله ټولنه دي هيواد په بيلو بيلو زونونو کي هغه افغانان چي د مدني ټولني د جوړيدو علاقه من دي، بيله د ي چي سياسي سابقه ئي په نظر کي ونيسي، بيله توپيره، د هر پخواني طرف غړي غونډي ته راوبولي .

دريم:-  په هر غونډه کي دی دهيواد والو د مشترکو هيلو په پيدا کولو کي د هري سيمي، قوم، ژبي او مذهب د پيروانو غوښتني او نظرئي په ازاده فضا کي وڅيړي او ګډي هيلي دي پيدا کړي.

څلرم:-  کله چي په هر زون کي دمشترکو سراسري او سيمه ايزو ګډو هيلو پر منلو سلا سوه، نو دي د هر زون او ولايت استاذي په هماغه غونډه کي په ولسواکه توګه ټاکل سي، چي په راتلونکي کي د دغه غوښتنو پر اساس د جوړي سوي اتحاد (ګوند) وظيفي په پرله پسي توګه پر مخ بوزي.

پنځم:-  د هيواد د بيلو بيلو زونونو او ولايتونو د غونډو تر بريالي پاي ته رسيدو وروسته دي استاذي په مرکز (کابل) کي د نړيوالي ټولني په کوربه توب راغونډ – او د ولايتونو د تصويب سوو ګډو هيلو پر اساس دي د راتلونکي سراسري ګوند مرامنامه او تشکيلاتي جوړښت جوړ او تصويب کړي او هم دي په ولسواکه توګه د هيواد د دغه راغونډ سوو غړو د منځ څخه د ګوند د مشر تابه هيئت په ولسواکه توګه وټاکل سي.

د دغه ډول ګوند په جوړښت کي به هیواد د هري برخي، قوم، ژبي، مذهب او د پخوانيو جوړښتونو او اختلافونو څخه بيل يو نوي سراسري ګوند د هيواد د ټولو ملي شخصيتونو څخه په ولسواکه ټوګه منځته راسي – او (د کښته څخه پورته) د ګوند جوړيده و دموکراټيکه تګلاره به په همدي ډول منځته راسي او دخپل ملي دولت په حمايه، اصلاح او دخلګو سره د اړيکو په تامينولو کي به ستره مرسته وکولاي سي.

لنډيز:- دا چي تر اوه کلني نړيوالي همکاري او نظامي حضور وروسته بيا هم په ګران هيواد کي نه د تروريزم ضد مبارزه د برياليتوب پړاو ته رسيدلي او نه هم د مدني ټولني د جوړيدو له پاره د افغانانو او نړيوالو هڅو کومه مثبته پايله رامنځته کړيده، لازمه  ګڼو چي د پورتنيو هدفونو د لاس ته راوړلو له پاره ((د افغاني هيواد پالو د سولي ږغ)) داسي اوچت کړو چي په ټول هيواد کي د يووالي او ګډ کار د روحيي پر اساس د ټولو وطن پالو افغانانو همکاري او ملګرتيا جلب کړو. د افغانانو په منځ کي دوه ډوله افکار موجود دي:-

لومړي:- د مدني ټولني د جوړيدو افکار .

دوهم:- د بدوي ټولني د جوړيدو افکار .

هغه اشخاص چي د بدوي ټولني د جوړيدو طرفداران دي شمير ئي د ګوتو په شمار دي، اما د منظمو تشکيلاتو په لرلو ئي خپل ځان، ګوند، ډلي او مفکوري ته قوت ور بخښلي دي. مګر برعکس هغوي چي د تروريزم ضد او د مدني ټولني د جوړيدو ليوال دي – اصلاً يا سياسي اتحاد او تشکيلات نه لري او يا که ئي لري هغه هم د ساړه جنګ د زماني د صف بنديو، اختلافونو، خودخواهيو او ترپګنيو ښکار سوي او په هيواد کي ئي د پر مختګ پر لور تاثير تقريباً هيڅ دي .

د دي له پاره چي زموږ ګران هيواد د تروريزم د افت او وروسته پاته والي څخه خلاصون ومومي لازمه ده چي لومړي په هيواد کي د اوسنيو شرايطو پر اساس د هيوادوالو ګډي هيلي او ارمانونه تشخيص او په ګوته او بيا د دغه مشترکو غوښتنو پر اساس د يوه واحد سراسري ملي ګوند پر جوړيدو بريالي او خپله ټولنه د ازادي او تمدن پر لور رهنمائي کړو.

دا چي پخواني سړي او کورني ديرش کلني ورانونکي تودي جګړي زموږ هيوادوال د بيلتون و داسي لوئي کندي ته وراچولي دي چي حتي اوس هم د دي کندي څخه د راوتو له پاره يو دبل لاس نيوي نه کوي.

د دي له پاره چي يو موثر اتحاد د اوسنيو شرايطو د غوښتنو سره سم منځته راسي، لازمه ګڼو چي نړيوال سازمان د يوه بيطرفه مقام په توګه په دي لاره کي همکاري وکړي او په لاندي شکل ئي وړانديز کوو:-

 

  1. نړيواله ټولنه دي د زونونو او يا ولايتنو په سطحه د بيلو بيلو سابقو او فکرونو لرونکي هغه افغانان چي د مدني ټولني د جوړيدو هيله من دي، غونډو ته راوبولي او د دوي د منځ څخه دي ټول هيواديزي هيلي را بر سيره او تصويب کړي.
  2. د تصويب سوو هيلو د ترسره کيدو له پاره دي ولايتي استاذي په ولسواکه توګه وټاکي .
  3. دغه نمايندګان دي په کابل کي سره راغونډ او د مشترکو هيلو پر اساس دي د راتلونکي کار له پاره کړنلاره او د ساختماني جوړښت له پاره قوانين او اصول طرحه او تصويب کړي. په همدي توګه به د هيواد د خلاصون له پاره داسي يو سراسري ملي ګوند (د کښته څخه پورته ٬ته د جوړيدو د اصل پر اساس) منځته راسي چي د سړي جګړي پخواني او زاړه تاثيرات به نه وي په کښي موجود او په هيواد کي به د تروريزم څخه د خلاصون او ملي پر مختګ له پاره خپل تاريخي رول ادا کړي.

 

–       موږ هليه لرو چي (( د افغاني هيواد پالو د سولي ږغ)) دومره اوچت سي چي –

–       يو ځل بيا زموږ ګران هيواد د ترقي او پر مختګ و داسي عالي مرحلو ته ورسوي –

–       چي د نړي د پر مختللي کورني په ډله کي حساب سي – !

کندهار___________ افغانستان

و من الله توفيق

halimshamulzai@yahoo.com

 

« ســرپـاڼـه »