دپښتوادب او امن دوه ورځنئ كانفرنس پاي ته ورسېد
٫٫٫
دوې ورځي وړاندې دسهيلي پښتونخوا په تاريخي سيمه
بوري كښې
دپښتو ادبي كاروان بوري له لوري څخه يو ستر دوه
ورځنئ كانفرنس جوړ شوئ وو ددې كانفرنس ايجنډا وه
٫ پښتو ادب او امن
ودې ستر او په زړه پورې كانفرنس له
خيبرپښتونخوا كوټې چمن
ژوب كلاسيف الله ٫ مسلم باغ٫ دكۍ٫ سنجاوۍ٫ آن له كابل او كندهار څخه دپښتو ژبې دير ستر ليكوالان او شاعران راغلي وو ٫
دغه كانفرنس چي ماځيګر پر څلور بجې پيل شو
لومړئ دمحمدعلي عمري له لوري دقرآن پاك په سپېڅلو آيتونو سره ددې كانفرنس آغاز وشو ٫ وروسته بيا دراغلو شاعرانو له لوري په دې كانفرنس كښې مقالي وويل شوې سي دشپې تر ۱۲ بجو پوري يې دوام درلود البته دغه كانفرنس د بوري ښار په ناظم هال كښې ترتيب شوئ وو ٫ له مفالو وروسته بيا دغه ټول راغلي ميلمانه ليكوال او شاعران له همدې ځايه څخه بل ځاي ته
يعني دسردار يعقوب خان ناصر بنګلې ته په موټرو كې يو وړل شو ٫ چي يو ډير خوندور ځاي وو ٫ هلته ما دا احساس وكړو چي كه دښاغلي محترم يعقوب خان ناصر له خپلې ژبې پښتو سره مينه نه واي نو بيا يې دې شاعرانو ته چيري په دې بنلګه كښې ځاي وركاوه كله چي دشپې پر دوولس بجې دې خوندورې بنګلې ته شاعران راورسېدلو نو سمدلاسه دې ټولو شاعرانو او ليكوالانو ته يوه ډيره خوندوره ميلمستيا برابره شوې وه
كله چي ډوډۍ وخوړل شوه بيا نو دخوب وخت وو ټول راغلي ميلمانه په ډيره فراخ او داډه زړه ويده شو سهار پر اته بجې
دپښتوادبي ملګري ټولنې له لوري څخه دې راغلو مېلمنو ته ډير ښه دچايو بندوبست شوئ وو ٫ كله سي يې چايه وخوړلې له هغه وروسته بيا دموټرو په ذريعه دبوري وضلعي هال ته دغه راغلي ميلمانه ورسول شو ٫ او هلته بيا دامن په اړوند سمدلاسه مقالې پيل شوې چي تر يوې بجې پورې يې دوام درلود ٫ پر يوه بجه بيرته دغه ټول ميلمانه يادې يوې بنلګې ته ورسول شو ٫ او هلته بيا دې ټولو مېلمنو ته ډوډۍ وركړل شوه ٫ او بيا ماسپښين پر ۳ بجې بيرته دغه ميلمانه يادشوي هال ته راوستل شو٫ او بيا مقالې پيل شوې چي تر ۹ بجو پورې يې دوام درلود له ۹د بجو وروسته بيا يوه ډيره خوندوره مشاعره پيل شوه ٫ چي پكې دلر او بر شاعرانو ګډون درلود٫ چي دسټيج جارې يې خوږ ژبې شاعر ښاغلي سلطان زخپيل پر مخ بوولې ٫ دغه خوندوره مشاعره آن دشپې تر څلور نيمو بجو پورې دوام درلود ٫
او وروسته له څلورنيمو بجو دغه خوندوره مشاعره او كانفرنس پاي ته ورسېد په دې كانفرنس كښې دځينو ليكوالانو او شاعرانو يادونه ضروري ګڼم ٫ لكه ٫ له خيبر پښتونخوا څخه راغلي ستر ليكوال او شاعر ډير دروند شخصيت ښاغلئ سليم راز صاحب٫ او دهغه ملګرئ٫ ښآغلئ سليم بنګش صاحب ٫ دروند شاعر٫ ښآغلئ اقبال فنا صاحب ٫ پياوړئ شاعر درويش درانئ٫سابق صوبايي وزير ښاغلي مولوي امير زمان صاحب دروند استاد ښاغلئ سعيد ګوهر صاحب ٫ ښاغلئ محمود اياز صاحب ٫ نوښت ګر شاعر ښاغلئ سعدالله سعيد زابلي ٫ عادل اڅكزئ صاحب ٫ ډاكټر محمدشفيق صاحب٫ له ګران افغانستان څخه راغلي ميلمانه٫ تكړه جورناليست او شاعر ٫ ښآغلي غوث الدين فروتن ٫ صاحب٫ په افغانستان كښې دويښ ځلميانو په نامه دټولنې مشر٫ دكمپيوټر په ډګر كې نړېواله جايزه ګټونكئ ځوان ښاغلئ اسرار احمد صاحب ٫ او ښاغلي علي احمد سباوون٫
دپښتوادبي ملګري ټولنې دملګرو دله مينې ډك چلند دپاره
داسي الفاظ نلرم چي پكي ستاينه يې وكړم
ددوي مينې او خلوص بې اختياره دابيت وسړي ته ورياداوه چي
٫٫٫
په سترګوكي ځاي دركړم كه په زړه كې اې جانانه
په كوردننه خوښ يې كه په وره كې اې جانانه
دپښتوادبي ملګري بوري دلاپرمختګ په هيله
راپور
محمدعلي عمري
پښتوادبي قنديل ټولنه مسلم باغ
m.ali.umari@hotmail.com