په لاس لیکل شوی ترټولو غټ مبارک قرآن شریف
ترټولو غټ په لاس لیکل شوی مبارک قرآن شریف دسعید نجمل حسن چشتي په زیار ، چي د ۵۶ کلونو خاونددی ، بشپړ سو .
دغه مبارک لیکل شوی قرآن شریف چي پنځه شپېته صفحې لري ، اته فوټه پراخوالی او پنځه فوټه اوږدوالی لري ، دښاغلي چشتي په وینا، دلیکل شوي قران شریف داندازې په نظر کي نیولو سره ترټولو غټ قرآن شریف دی ، چي ۶۵ صفحې لري ، او هره صفحه یې ۸۸x۶۰ اینچه ده .
ددې لیکل شوي مبارک قران شریف دهري صفحې څنډه (ژی) په ښکلې بڼه او رنګارنګو ګلونو سینګارشوې ، چي دهري سورې لومړۍ برخه کي بسم الله الرحمن الرحیم په ډېر ښه انداز سره ډیزان شوې ، چي دده په وینا د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ووختونوته ورته ډیزان ته ده .
لیکل شوی مبارک قرآن عظیم الشان چي هره صفحه یې په متوسطه توګه ۴۰ کرښي لري ، په نړۍ کي ترټولو غټ قران عظیم الشان ګڼل کېږي .
ښاغلي چشتي چي یوصوفي ، پوه څېړونکی او ددرګاه خادم دی ، ددې ستر عمل په بشپړولو ډېر دخوشحالۍ احساس کوي ، او وايي، چي دده سره ددې مبارک قران شریف په لیکلو او ډیزاین کي خپلي کورنۍ ورسره ډېر ملاتړ کړی ، او خپل لورګانو ورته نوي سبکونه او ښه وړاندیزونه ورکړي .
نوموړي ویلي دي له ۲۰۰۳ م کال راپه دې خوا ماخپل دژوند ټول وخت ددې مبارک قرآن شریف لیکلو لپاره وقف کړی دی .
نوموړي ددې مبارک لیکلي شوي قران شریف لپاره له داسو پاڼو څخه کار اخیستی چي رنګ په کي په ښه توګه کارول کېږي او هیڅ ډول لوخړه ځان ته نه کشوي، دمتن اندازه چي دوه تردرې اینچه پوري ده ، په ډېر مهار ت سره لیکل شوې او هغه ځایونو کي چي دسپېڅلي رب د (الله ) کلیمه کارول شوې ، دسروزرو په رنګ یې لیکلې ده .
ددرګاه کمېټې دښاغلي چشتي سره په دې موافقه کړې ، ترڅو دظاهرینو لپاره ، نوموړي مبارک قرآن شریف ته ، یوه خونه چي له هېندارو څخه وي ، او پکي درڼاګانو یوڅراغ به ځړند وي ، جوړه کړي .
ددې ترڅنګ یو ساتونکی به دتل لپاره دهمدې خوني سره ناست وي ، او محافظت به یې کوي .
تېمورشاه یوسفزی