نن دا اور پر پښتنو بل دی
د نور احمد ویاړ لیکنه
دا څرگنده ده چي په نړیوال تاریخ کښي پښتانه یو باتور او سر لوړی ټبر پېژندل شوی دی ، او هم د تاریخ په اوږدو کښي نړیوالو ته په ډاگه شوې ده ،چي پښتون هیڅکله مریی کېدلای نشي او نه هم چا لره سر ټیټوي . تل يې د خپل ملي هویت او هیواد په ساتنه کښي هر راز سر شیندني ، ستونزو او کړاونو ته په ډېر ویاړ غاړه ایښې ده او تر خپل سر تیر شوی دی . همدا بېلگه ده چي پښتانه له نورو قومونو څخه ځانگړي کوي .
همدا لامل دی چي کورنیو او بهرنیو دښمنانو لاس سره یو کړی او د پښتنو د تباهی لپاره یې لیڅي را نغښتي دي . او هوډ یې کړی دی ، تر څو چي په هره وسیله او پیمانه وي او تر هره ځایه چي وس يې کار وکړي پښتانه د مځکي پر مخ په ارامه پرې نږدي، څو دا ټبر یو موټئ نه شي . ځکه د پښتنو یو والی په سیمه کښي ستر طاقت جوړوي ،چي بیا د همدې ملي طاقت د زغمولو تاب اوتوان نه په کورنیو فاشیستانو کښي شته او نه هم په بهرني ښکیلاک کي شته دی . په تېره بیا هغه بهرنیان چي یو ځل یې د دې مېړنیانو گذارونه په سر خوړلي دي ،کوم چي لا تر اوسه یې ماغزه په قرار نه دي.
نن ورځ پښتانه د هر لوري په خنجر وهل کیږي . کله چي دیولسم سپټمبر پيښه را مینځ ته شوه ، دا د پښتون وژني د پروژې د پیل ورځ وه ،چي بهرنیانو په همدې پلمه خپل سرتیري د کورنیو افغانستانیانو په مرسته او لار ښونه افغانستان ته را ویستل . چي له هم هغه لومړیو څخه مظلوم افغانان د اور په لمبو کښي سوځي . اولنو څه ښه ویلي وه چي (وهم دي چیرته ډب دي چیرته) اوس وگورئ سوداگریزي ماڼۍ په نیویارک کي چپه شولې، بمبارد یې پر بې وزلو افغانانو وشو. د طالب او القاعده په نوم یې هر چیرته چي پښتون تر سترگو کېدی هغه ووژل شو او دا لړۍ اوس هم روانه ده .
د پښتنو سیمي چي د هیواد ستره برخه جوړوي، د طالب او ترهگر تر شعار لاندي په کنډوالو بدلي شوې، په دې چوپړ کښي ملي شتمني ، ملي پانگه او اقتصادي بنسټونه غونډ له خاورو سره سم شول . حال دا چي دلته نه طالب او نه هم القاعده شتون لري . ولي د بهرني ښکېلاکگر لاس پوڅي د گاونډیانو پیرودل شوي مزدوران د یرغلگرو په مرسته ،د I.S.I په روزنه او د کورنیو پلورل شوو په لار ښونه ،هره ورځ ځان مرگي بریدونه تر سره کیږي او ښونځي د اور لمبه گرځي . دا دغم او ماتم منگي هر چیرته چي پښتون شتون لري هم هلته یې پر سر ماتیږي . دیوه غم کمبله لا هواره وي ،چي د بل غمگي ټغر غوړول کیږي . د هرات نه تر ننگرهاره او کنړونو پوري په سیمه کي توره تیاره ده، استوگن یې په غم ککړ دي . مېندي بوري او ښځي سر توري د ماتم شپې سبا کوي . د نیمي شپې د بوډا گانو ، سپین سرو ، کونډو او یتیمانو اوښکي او چیغاري د خپلو انتهاري شوو ، سر پریکړو او بمبارد شوو عزیزانو په یاد د الله په دربار کښي هره شپه د اسمان کنگرې لړزوي او په ژړا د زړه له سوزه د خدایه غواړي چي دوی دي هم زموږ په شان په غم ولړل شي . د ا واضح خبره ده چي د نیمي شپې خواست هغه هم په ژړا پاک خدای قبلوي .
شین سترگي وحشیان بمونه غورځوي ،څه دي ؟چي طالب او القاعده له مینځه وړي .بل طرف ته طالب او القاعده راکټي او ځان مرگي بریدونه کوي، څه دي ؟ چي امریکایان له مینځه وړي . حال دا چي دواړو د پښتنو د تباهۍ لپاره پښې لڅي کړي دي، نه پیر گوري او نه فقیر واړه وژني .
ولي هیڅ وخت و نه لیدل شول ،چي د پښتنو دسیمي په شان چوپړ په بامیان او پنجشیر کي جوړ شي ؟ هلته لگیا دي نوي ودانۍ او ښونځي جوړیږي ، هلته د ولسوالۍ څخه ولایت جوړوي . ولي په پښتنو کي ودانۍ ورانیږي؟ ښونځي سوځول کیږي او په ولسوالیو کي کلي نه پاتیږي ؟ په شبرغان او سمنگان کښي د لوړو زده کړو نوري اسانتیاوي زیاتیږي، ولي د کندهار ، خوست او ننگرهار په پوهنتونونو کښي هغه پخوانۍ اسانتیاوي هم په ټپه درېدلي دي ؟ په لاهور او اسلام اباد کښي د نجونو پر مخ د شپې انتر نیټي انسټوټ پرانستل کیږي ،ولي د پښتنو نجوني چي ښونځي ته د ورځي پر مخ یې تیزاب شیندل کیږي؟ د سمنگان په یوه برخه کي چي پښتانه میشت دي ،مځکي او کورونه یې په زور ترې اخیستل کیږي! د فاریاب د قیسار او شیرین تگاب په ولسوالیو کښي چي پښتانه پراته دي، ټوله شتمني یې لوټ او چپاول کیږي ! د کاپیسا په غوربند او تگاب کي چي پښتانه میشت دي، هغوی القاعده شویدي، بمبارد ور باندي کیږي !د باجوړ کونډي رنډي او یتیمان چي بې سر پرسته پر ډاگ پاته دي چي څوک یې حتی پوښتنه هم نکوي ،هغه هم پښتانه دي، که 27 کسان له موټره کښته کوي او د پسونو په شان یې سرونه له تنه جلا کوي، هغوی هم پښتانه وه ، چي دا شانته چار چلند ورسره وشو. او که چیرته د شین سترگو په آن د سهوي او خطا په هوائي بمباردمان کښي د ملي پوځ عسکر یا پولیس وژل کیږي، دا هم د پښتنو سر تیرو سره دا لوبه تر سره کیږي . که د ناوي او زوم پر ډولۍ بم ور غورځول کیږي او ښادي یې په غم ور بدلوي ،دا راز قصدي ،حرکتونه یوازي په پښتني سیمو کښي تر سره کیږي . ولي په کوم ځای کښي چي پښتانه ټاټوبي نلري هلته هیڅکله د سهوي بم ندی خطا سوی ،چي پکښي په نکروزو سره لا سونه ناوې او یا د ملي پوځ عسکر او پولیس شهیدان شي ؟خدای دي نکړي چي دا زړه لړزونکي پیښي په غیر پښتني سیمو کښي تکرار شي ځکه هغه هم زما د بدن غړي او افغانان دي .
د بلي خوا کورني فاشیستان د گاونډیانو په بسپنه او مالي لگښت فرهنگي بریدونه کوي ، په چاپي او انځوریځو رسنیو او په خصوص په ویب پاڼو کښي په پښتنو او پښتو پسي یې قلم را اخیستئ دی او دا رنگه د خپلي گیډي نه لیکني کوي، چي نه په کتابونو او قاموسونو کي شته او نه هم تر اوسه د چا له خولې اوریدل شوي دي . دوی دا وارداتي مضامین په یوه خاص تعصبي مهارت په رسنیو کښي داسي رنگ ورکوي لکه پښتنو چي ددوی پلار ور وژلی وي . موږ یو ځل د فخر افغان جنډه پر اصفهان رپولې ده، اوس چیرته نه دی چي دا ناورین ختم شي . د بیلگي په توگه !
په دا ورستیو کښي د رودکي تاجکي شاعر تلین په هرات ولایت کښي د یوه دوه ورځني سیمینار په ترڅ کښي ولمانځل شو، ددې نامتو شاعر د تلین لمانځنه هغه هم په افغانستان کښي واقعاْ د ستایني وړ ده. د رودکي شعرونه معمولا تصوفي ،د پند او نصیحت جنبه لري، هیڅکله یې په شعر کښي تعصب نه لیدل کیږي . ولي سیمینار یې متعصبینو سمبالاوه. په سیمینار کښي د مخلصو او افغاني پلوه شاعرانو او لیکوالانو تر څنگ را بلل شویو ستمیانو ، تاجیکانو ، ایرانیانو او په هرات کی پروت ایراني کونسل گډون درلود، د سیمینار فضا کاملا ایراني مصطلحاتو پوښلې وه او افغاني تر مینالوژي یواځي د افغاني پلوه فرهنگپالو پر ژبه نڅا کوله، په دوهمه ورځ ایراني کونسل په سپین سترگی اعلان وکړ چي په سیمه کي نور د پښتو لیک او لوست ته اړتیا نشته،. ددې خبري تود هر کلی ایراني تالۍ څټو او فاشیستانو په شعارونو، چک چکو او ډیر اخلاص په داسي حال کښي وکړ چي د سټیج پر مخ ولاړ کونسل له ډېري خوشالۍ یو من غوښه واخیستل . دا رنگه ډېري نا خوالي په مطبوعاتو کښي شتون لري چي یادونه یې ډیر وخت غواړي .
دا ټولو ستونځو ته افغانستانیانو د خپل ژوند د بقا لپاره په حکومت او سیمه کښي لمن وهلې ده، تر څو د ملي شتمنۍ د لا چور او چپاول د مخ نیوی څوک ورته نه وي ،چي په ډاډه زړه کومکي ډالرونه او د غرونو د زړه قیمتي کاڼي په خېټه کي واچوي، دوی لره جوته ده که چیرته پښتانه په ارامه پریښودل شي هغه وخت بیا زموږ لپاره نه دولتي لوړ مقام شته او نه په نامه پښتون کرزی شته چي لمن را باندي وغوړوي . ځکه پښتانه په خپل علمیت او کار پوهنه هم حکومت جوړولای شي او هم په صداقت حکومت چلولای شي چي دا د پښتنو یوه تاریخي تجربه ده .
اوس خبره داده چي پښتنو په هر ځای کښي چي یاست را پاڅئ ! لیڅي را ونغاړئ !هڅه وکړئ ۱په یوه خوله او یو موټي شئ ! د سولي او سوکاله ژوند لپاره را ویښ شئ او خپل ږغ او ناره تر ټولو سوله غوښتونکو هیوادونو ورسوئ! څو په دې لار کښي در سره مل شي ، د سولي او ملي حکومت جرگې د خپل ملي عنعنوي میراث په توگه جاري وساتئ ! په جرگه مو هر ډول ستونزي حل او حکومتونه مو ټاکلي دي،. هغه چي نن پښتانه وژني جرگي ته یې را وبولئ او سر یې ور خلاص کړئ! او بر ملا باید ورته څرگنده شي چي پر کومه لار چي ته روان یې هغه ترکستان ته ځی، تا و کعبې له نه رسوي، چي هدف دي تر سره شي . یو ځل په خپل گریوان کښي دي سر کښته کړه او وجدان دي قاضي کړه او وگوره چي څه کوې ؟ څوک وژنې ؟د چا لپاره یې وژنې؟ په څه یې وژنې او پایله یې څه ده؟
په دې باید پوه شې، چي دمور نازولي یو څو محدود کسان تا د خپلو سیاسي گټو لپاره جنگوي! ستا د سپېڅلي عقیدې او ټینگ ایمان څخه نا وړه گټه پورته کوي ! بالاخره ته د همدې خاوري بچی یې او ددې وطن په غیږ کي لوی شوی یې ،سر را پورته که او خدای ته وگوره پر خپل ځان او د ځان پشان ځلمیو باندي رحم وکړه! کوم چي ستا په لاس وژل کیږي ، هغوی هم همدا سي مور او پلار لري لکه ته چي لرې ، درته یاد یې کړه کله به چي ستا پر سر درد وو مورکۍ به دي کړې شپه د بورا په شان پر تا را کړیده او ستا درد یې نشو زغملای ، ولي د هغې مور به څه حال وي چي ته یې د زړه په وینو لوی کړی ځوان بې گناه وژنې او د غم پر ټغر یې کښینوې . راځئ چي په گډه ودې ناتار ته د پاي ټکی کښېیږدو!مځکه هغه سوځي چي اور پر بل وي ، نن دا اور پر پښتنو بل دی .