مؤلف : حضرت مولانامحمدیوسف کاندهلوی (رح)

پښتومترجم : مولوی عِمران الله عَفی عَنُه

 

حضرت کلیب «رح» وائی چه حضرت علی «رض» ته داصبهان نه مال راغې هغه دغه مال په اوو حصوکښ تقسیم کړو- په دې کښ ورته یوه ډوډئ هم ملاوشوه هغه ئې هم اووه ټکړې کړه اوپه هره حصه باندې ئې یوه ټکړه کیخوده – بیائې دلښکرد اوو حصو امیران راوغوختل اوپه هغې کښ ئې قرعه اندازی اوکړه – دې دپاره چه پته اولګی چه په دوی کښ اول چاته ورکړی –

اخرجه  البیهقی (ج ۶ص ۳۴۸) کذافی  الکنز(ج۳ص۱۱۶)  واخرجه ابن عبدالبرفی الا ستیعاب (ج۳ص۴۹) –

حضرت عبدالله هاشمی دخپل پلارنه نقل کوی چه حضرت علی (رض) دوه زنانه (دڅه) غوختلودپاره راغلې په دوب کښ یوه عربی وه – اوبله دهغه ازاده کړې شوې وینزه وه – هغه حکم اوکړو چه په دوی کښ هریوې ته یوکر(تقریباً ۶۳من) غله اوڅلویښت درهمه ورکړئ – هغه ازادې شوې وینزې ته خوچه څه ملاو شونوهغه ئې واخستل اولاړله – لیکن عربی ښځې اوویل چه حالانکه زه عربی یمه اوهغه ازاده شوې وینزه ده – حضرت علی (رض ) اوفرمایل چه مادالله په کتاب کښ په ډیرسوچ سره اوکتل نوماته داسماعیل (ع) داولاد د اسحاق (ع) پهاولاد باندې څه فضیلت په نظر رانغې –

اخرجه البیهقی (ج۶ص ۲۴۹) عن عیسیبن عبدالله الهاشمی –

حضرت علی بن ربیعه (رح) فرمائی چه حضرت جعده بن هبیره حضرت علی (رض) ته راغې اووې ویل امیرالمؤمنین! تاسوته به دوه سړی راځی – په هغوی کښ یوته خودخپل ځان نه هم زیات تاسوسره محبت دې – یائې داسې اوویل چه دخپل بال بچ اومال اودولت نه هم زیات تاسوسره محبت دې – اوبل که چرې وس ئی درشی نوتابه حلال کړی – دې خبره حضرت علی(رض) حضرت جعده په سیه یومکه اوو هلواووې فرمایل کچرې دافیصلې دخپل ځان خوشحالولودپاره کیدلې نومابه ضرور داسې کړې وې خودافیصلې دالله درضاکولودپاره کیدلې شی – (په دې وجه زه به دحق دمطابق کوم اوس هغه فیصله چه دچاپه حق کښ کیږی نواوبه شی)-

اخرجه ابن عساکر کذافی الکنز(ج۳ص۱۶۶)

حضرت اضبع بن نباته (رح) وائی چه دحضرت علی(رض) سره بازارته لاړم هغه اؤلیدل چه بازار والادخپل ځائ نه مخکښ شوی دی هغه پوښتنه اوکړه چه داڅه دی؟ خلقواوویل چه بازار والادخپل ځائ نه مخکښ شوی دی هغه اوفرمایل چه دوی ته خپل ځائ نه مخکښ کیدوڅه حق نشته دې – دمسلمانانوبازار دمونځ ګذار دمونځ کولوځائ یعنې دجمات پشان وی نودکوم ځائ چه څوک مالک نه وی اوهلته چه څوک مخکښ راشی اوقبضه اوکړی دغه ځائ به په دغه ورځ هم دهغه وی – هاکه هغه ئې پخپله پریږدی اوبل چرته لاړشی نودهغه خوښه ـ

اخرجه ابوعبیدفی الاموال کذافی الکنز(ج۳ص۱۷۶)

دیویهودی سره دحضرت علی (رض ) قصه په اول جلدباندې دصحابوپه اخلاقواواعمالوپه قصوکښ تیره شوې ده چه دهغې په وجه به خلقوته هدایت ملاویدو -