ليکنه : محمدرسول پېروز
نبي کريم صلی الله عليه وسلم اوکوچنيانوته درازساتلوتعليم
نبي کريم صلی الله عليه وسلم داخوښوله چي دده پيروان که هرڅوک وي بايدرازپټ وساتي ان چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم کوچنيانوته په ماشومتوب کي ددې تربيه ورکوله . هغه صلی الله عليه وسلم به ويل : ماشومان بايدپه دي ماشومتوب کي درازپه ساتلواوپټولوعادت کړای شي .ځکه نوانس بن مالک رضی الله عنه وايې :يوه ورځ مي له ماشومانوسره لوبي کولي چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم راباندي سلام واچاوه اوديوکارامريې راته وکړ.
ددي امرپه تعميل کي وځنډېدم کورراته موروويل : دځنډسبب دي څه دی زويه؟!
ماورته وويل : نبي کريم صلی الله عليه وسلم په يوکارپسي استولی وم .
هغې وويل : څه کار؟.
ماوويل : دارازدی .
هغې راته وويل : دنبي کريم صلی الله عليه وسلم رازهيچاته مه وايه .
همداانس رضی الله عنه وایي : نبي کريم صلی الله عليه وسلم راته وويل : زويکيه! زمارازپټ ساته ترڅوکامل مؤمن شې . بياهم انس رضی الله عنه وايي :
دده صلی الله عليه وسلم ازواجومطهراتوبه کله کله له ماپوښتنه کوله خوماهيڅ وخت هغوئ ته دنبي کريم صلی الله عليه وسلم راز نه دی ويلی .
صحابه کرام رضی الله عنهم اودرازساتنه
دنبوي روزنې له کبله صحابه کرام رضی الله عنهم ټول دهغه په رنګ رنګېدلي ؤ. دنبي کريم صلی الله عليه وسلم انفرادي اواجتماعي رازونه يې پټ ساتل هيڅ وخت يې نه خپل اونه هم دبل رازچاته څرګنداوه .
حتی هغه رازونه چي دمسلمانانومصالحوته يې کوم زيان هم نه شورسولی لايې پټ ساتل .
ابوبکرصديق رضی الله عنه اودرازونوساتنه
لومړی خليفه ابوبکرصديق رضی الله عنه درازپه ساتنه کي بې ساری ؤ،هغه کله هم چاته رازنه دی ښکاره کړی .
عبدالله بن عمررضی الله عنه دده په اړه وايي :کله چي حفصه رضی الله عنه بې خاونده شوه نوعمرفاروق رضی الله عنه ددي يادونه عثمان بن عفان رضی الله عنه ته وکړه اودنکاح وړانديزيې ورته وکړ.
عثمان رضی الله عنه څه مهلت وغوښت خووروسته يې معذرت وغوښت .
عمرفاروق رضی الله عنه ددې يادونه ابوبکرصديق رضی الله عنه ته وکړه اوهمغه وړانديز يې ورته وکړهغه خاموش شواوهيڅ ځواب يې ورنه کړ.
بيانبي کريم صلی الله عليه وسلم هغه په نکاح کړه نوابوبکرصديق رضی الله عنه عمرفاروق رضی الله عنه ته وويل :
په هغه ورځ به ښايې ستاخوابده شوې وي؟.
عمرفاروق رضی الله عنه وويل : هو!زه ستاپه خاموشي خپه شوم .
ابوبکرصديق رضی الله عنه ورته وويل : اصل خبره داسي وه چي نبي کريم صلی الله عليه وسلم دهغې يادونه کړې وه اومانه غوښتل چي دهغه رازښکاره کړم خوکه هغه ترخپلې ارادې تېرشوی وای نوزه چمتووم .
عمرفاروق رضی اله عنه اودرازساتنه
دويم خليفه عمرفاروق رضی الله عنه هم دارازونوساتونکی ؤاودايې نه خوښوله چي په رازونويې څوک خبرشي . ده به ويل :
من کتم سرة کانت الخيرة في يده .
ژباړه : چاچي خپل رازپټ کړنواختياريې له ده سره دی .
علي کرم الله وجهه اودارازساتنه
علي کرم الله وجهه په کوچنيوالي اسلام منلی ؤاوله همغه وخته دنبي کريم صلی الله عليه وسلم ترروزنې اوتربيې لاندي ؤله همدي وجې دنوروښوخويونوترڅنګ يوښه رازساتونکی هم ؤ. دی وايې :
سرک اسيرک فاذاتکلمت به صرت اسيره .
ياني ستارازستادبندي په شان دی که دي خبره پرې وکړه نوته دخپل رازبندي شوې .
عمروبن العاص رضی الله عنه اودرازساتنه
دعربودګوتوپه شمارپوهانواوسياسيانويوهم عمرورضی الله عنه دی .نوموړی درازساتنې په هکله وايې :
زه چاته رازنه وايم خوکه يې ورته ووايم اوله هغه څخه بل ته څرګندشي نوهغه نه ملامتوم ځکه کوم شی چي ماپه خپله سينه کي ونه شوساتلای نوبل به يې ترڅوخوندي کړي؟.
حذيفه بن يمان رضی الله عنه اودرازساتنه
حذيفه دنبي کريم صلی الله عليه وسلم له همرازه خلکوڅخه ګڼل کيږي اونبي کريم صلی الله عليه وسلم به ډيروخت ځيني پټ شان يوازي همده ته ښودل اکثره منافقين يې ورته په ګوته کړي،خونوموړي وهيڅ صحابي ته په هيڅ وخت کوم منافق ونه ښودنه يې دنبي کريم صلی الله عليه وسلم کوم بل رازچاته ښکاره کړ.خوکله ناکله به دنبي کريم صلی الله عليه وسلم تروفات وروسته دکوم کس له جنازې په ناڅاپي ډول تری تم شوله دي څخه مالومېده چي داکس منافق دی خوپه خوله يې هيڅ وخت چاته ونه ښود.
تابعين،تبع تابعين رحمهم الله تعالی اودرازساتنه
دې حضراتو هم دنبي کريم صلی الله عليه وسلم پرلارښوونوپه پوره توګه عمل کړی وودخپلواسلافو(صحابه کرامورضی الله عنهم) تګلاره يې په سيي ډول تعقيب کړه . صحابه کرام رضی الله عنهم دوئ ته اودوئ خپلووروستنيوته دنبي کريم صلی الله عليه وسلم دعملي اوقولي احاديثو په رسولودرازساتنې اهميت څرګندکړ.
عمربن عبدالعزيز رحمه الله اودرازساتنه
نوموړی له ستروتابعينوڅخه ګڼل کېږي دامويانو په دورکي يې ددوه نيم کاله خلافت په کولودراشده خلفاؤيادتازه کړ. دهمده په خلافت کي خلکوته له تيارويوځل بياداسلام اصلي څېره راڅرګنده شوه . دی وايي : القلوب اوعية والشفاء اقفالهاوالالسن مفاتيحهافايحفظ کل امرئ مفتاح سرة . يعني زړونه لوښي دي خولې دقلف مثال لري اوژبې کيلۍ دي نوهرکس دي خپله ژبه (راز) وساتي .
بل ځای وايي : څوک چي زموږملګري کوي هغه دي په دې څواوصافوکي راسره ملګرتياوکړي : (۱) زموږعيبونه دي راته په ګوته کړي . (۲) دحاجتمندواړتياوې دي موږ ته راوښيي ځکه هغوئ موږته نه شي رسېدای . (۳) زموږ رازونه دي نه افشاکوي . (۴) موږته دي دچاغيبت نه کوي .
عبدالملک بن مرواح رحمه الله اودرازساتنه
ابن مرواح وايي : زماپه وړاندي به دچاغيبت نه کوئ ځکه زه هغه کس امين نه بولم چي دبل غيبت ماته کوي خو زماپه غياب کي به زماغيبت نه کوئ،زمارازبه چاته نه ښکاره کوئ،زماپه حضورکي به زماستاينه نه کوئ ځکه په دې زه دوکه کېږم .
امام شافعي رحمه الله اودرازساتنه
نوموړی وايي : هرانسان دي خپله ژبه ساتي ځکه دالوی ماردی چي چيچل کوي . ډېرخلک دخپلې ژبې په وجه وژل شوي دي هغه خلک چي دجنګ په ميدان کي انسانان ترې وېرېدل دخپل رازدڅرګندتياپه وجه وځپل شول . هغه کس چي دخپل رازپه افشاکولوبل څوک ملامتوي ډېراحمق دی ځکه ده خپله ونه شوساتلای . په دې هکله يوحکيم ډېره ښه ويناکړې ده : له دښمن څخه چي کوم رازپټوې هغه دوست ته هم مه ښکاره کوه . ډېرصبرکوونکی انسان هغه دی چي خپل دوست ته هم رازونه وايي ځکه کله هغه دوست دښمن هم جوړېدای شي .