دسترڅشتن په نامه
زموږسیمه زموږمېنه !
لیکوال : حاجي عبدالباقي خلیلی دارزګان خاص أسیدونکي عمر۷۵کلن
ارزګان خاص دترنکوټ له مرکزنه یوسل پنځلس کیلومتردشمال شرق لورته پروت اؤدافغانستان دمرکزي سیمونه یوه غرنۍ اومعتدیله هوادرلودنکي ولسوالی ده ، دنفوسو شمیریی ۷۰۰۰۰ زره ته رسیږي ددوبي هوا۲۶ نه تر۳۸ درجوترمنځه اوژمني درجه یئ ۱۰ او-۱۶ ترمنځ پوري وي عام وګړي خپل ورځني ژوند دځمکۍ دحاصلاتوپه راټولولواوزخیره کولو باندي تیروي په ۱۰۰ کي ۲۰ وګړي خپل ژونددمالداري په روزنه مخته بیایې ۰
پیداوار = روزګان خاص بادام ، شکرپاره، توت ، مڼه ، شفتالو،زردالو،الوچه،الوبوخارا،ګرنګیچ،انګور،بیهي،سنتروزه،ګیلاس،الوبالو،آؤد توتوپریمانه باغونه لري ،داؤبواوښکلي هواپه لرلوسره غوره په زړه پوري حاصل ورکوي چي دیومن کندهارشکرپاره بیه ۹۰۰ تر۷۰۰ افغاني پوري رسیږي خلګ دباغداري سره ډیره مینه لري اوله همدي درکه خپل ژونددپرمختګ اوپیاوړي اقتصادپه لور مخ په وړاندي بیایې غنم ،جوار،وربوشي،نخود،لوبیا،کچالو،پیاز،آدس،آؤداسي نورحاصل ورکويدچیناراوولووني ډیري اودخرڅلاؤله پاره تودبازارلري .
دارزګان خاص ډیرئ خلګ په خټه اڅکزی په سلوکي لس هزاره اؤپه سلوکي عشاریه یونورزي په سلوکي پنځه دناخ نیکه اؤلاده په سلوکي عشاریه یوتریکي په سلوکي عشاره یوپوپلزي په سلوکي عشاریه یواسحاق زی استوګن دي دناخ نیکه اؤلاده په کال ۱۳۱۷ هیجري شمسي کي دنائب سالاردوخت حکمران دوئ ته په تزکروکي دبارګزولقب ورکړشوي اؤ دبارګزوپه نامه یادیږي چي پلرونه یې ده هیوادله ګوټ ګوټ نه دلته راغلي ځیني بلوڅ ،ځینی کاکړ ،ځینی تیموري ،ځینی بارګزئ ،ځان بولي
دارزګان داکثراولس پیږندنه : دارزګان ډیری خلګ اڅکزی اودمحاجرینوپه نامه یادیږي ځکه په ۱۳۰۸ هیجري قمری کال دامیرعبدالرحمن خان دفرمان دحکم په آساس پرځوان نارینه ۳جریبه ځواني ښځي ۵۰.۱ جریب ځمکه ورکول شوي ده ،ځمکي یی ډیرلزاو۱۲۲کلوپه تیریدوهره کورني لس چنده ډیره سوي په سل کي د پنځوکورنۍ ژوندتریوهده ښه په سلوکي ۴۵ نورمال په سلو کي پنځوس پیصده وګړي بزګري مزدوري کوي یاایران پاکستان ته ده مزدوري لپاره په ډيرستونځمن حالاتوکي ځي ،ارزګان خاص ۱۳۰۸ هیجري قمري وړاند ي دهزاره جات مرکز اؤ دشیخانواؤبیګانوترمشرتابه لانديې قراردرلود،مرکزي حکومت ورباندي پوره تسلط نه درلود ،د ۱۳۰۸ هیجري قمري نه وړاندي دامیرعبدالرحمن دحکومت اوددوي ترمنځ دمیرانواوشیخانوپه لمسون نښته شوي ده خوامیردوخت دوي ته دبخښني فرمان صادرکړ اوڅه ناڅه حالت بدلون ومومي ،د ۱۳۰۷ هیجري قمری وړاندی دویم ځل همدغه اولس دحکومت په ضدپراخ پاڅون وکړامیرخپل عسکروته ددوئ دځپلوامروکړ اودکچروپه واسطه توپونه دپیاده لاروڅخه د ارزګان سیمي ته ولیږل شوه هزاره قبیلي ددوغروترمنځ دډبروسنګرونه دزرهاؤ میترو په اؤږدوالی جوړاودورتګ لاريې په ټپه وتړي سنګرونه اوس هم له ورایه ښکاري جهګړه شروع اوپه همدي حالت کي د دایچوپان ،خاک افغان ، اجرستان ،ګیزاب،چوره ،میانشین ،ولسوالی میشته هزاره ګانوپه ګډه جګړه ونښلوله ددي جنګ په نتیجه کي دامیرپوځ اوتوپونه ارزګان خاص ته ورسیده اوځائ په ځائ ښوه هزاره ګان ډیرئ سمت شمال ایران پاکستان ته وتښتیدل چي دهغودجملی نه دشمال محمدابراهیم ارزګانی پخواني سناتورکورني یوه ښه بیلګه ده ناتوانه هزاره په وطن کي پاته شوه خپل ژوندته دوام ورکړهغه وخت چي دټولوذکرشووو ولسوالیوټولي ساحي ددولت له خواونیول شوي وروسته دامیرپه پرمان دهمدغه ۶ ولسوالیوځمکي راتلنکومهاجروخلګوته ورکړشوي بیانودافغانستان دنووتشکیلاتوسره سم ارزګان خاص دلوئ ولسوالی مرکزوټاکل شوداچي ارزګان دلمرخاته پلؤته جاغوري ،مالستان سره ګډه پوله لري ترجګړی وروسته دسرطیب نیازمحمد خان بارګزی په مشرتوب یوه پلټن دشش برجي په سیمه اوبله پلټن د پوپلزودمرکزپه سیمه کي ځای پرځای شوي ځمیکي هم ورکړشوي دکال ۱۳۳۹ په تشکیل کي ارزګان خاص حکومت اعلااوپه ۱۳۴۳ کي دولایت مرکزونومول شوپه ۱۳۴۳ کي ترینکوټ له کندهار نه منفک اؤارزګان ته منسوب شو،په کال ۱۳۴۳ موظف والی دترینکوټ دځینومشرتابه قبیلی په لارښونه اوملتیادارزګان تاریخي مرکزدلوړمقاماتوله منظوري مخکي ترینکوټ ته انتقال کړشو،دارزګان خاص شرق پلوولسوالی خاک افغان اومالستان دپنځوس کلیموتروپه فاصله شمال پلوولسوالی اجرستان اودګیزاب ځیني سیمي د۴۵ کلیموتره په فاصیله جنوب پلوددایچوفان اومیانشین د۴۵ کلیموترپه فاصله غرب پلودچوري اوچینارتوولسوالی د۵۰ کلموترپه فاصله وجودلري ،
دارزګان خاص علمي کلتوري برخه : دارزګان اولس دعلم سره ډیرألفت لري دسیوادپه لحاظ په خپل ولایت کي دامتیازخاوندان دي یوه لیسه څلورمتوسطی دوه داینجنومکتبونه څورلس ابتیدایئ ښوونځی لري په خواشینۍ سره بایدووایو چي د ۳۰ کلوراهیسي دجګړوله کبله تعلیم په ټپه دریدلی یادناروغه حیثیت لري مسلکي معلمان نشته ځوانانود بی کاري لکبله نشوته مخه کړی یادیوي مړی پیداکولوله پاره په مزدوري بحرني هیوادوته ځی یولږزلمیانودیني مدرسوته مخه کړي تقریباً ۵۰ نفره تکړه علما دپاکستان له مدرسونه پارغان لري ،ځیني یی دژوندبریاوي دوطن دباندي اؤځیني په خپل وطن کي دامامت دنده سرته رسوي اؤدکوراؤکلي بچانوته درس لولی ،یوه رسمي مدرسه ددولت لخواپه ۱۳۸۸ کال کي منظوره شوي ولي په اساسي ډول ددرسوجوګه سوي نه ده
دتشکیلاتوبرخه : ارزګان خاص ولسوال ،قومندان ،قاضی ،ماموریت مالیه،ښاروالی،زراعت، دوکتور،اونوررسمي پرسونل نه لري کله کله خدمتي ولسوال یاقومندان په صفت یوبي سواده بی تعلیمه شخص راځي بیرته ځی سوانح اومسئولیت نه لري مسئول مقامات دخپل تشکیلاتو په لیدوبه دهمدي لیک تصدیق وکړي ،امنیت نشته بحرني قوواوي شتون لري اوبیله ایجازی دعام خلکوکورونه تلاشی کوي
دکلواوپراختیااوملي پیوستون د متوازینومرستونه بی برخی پاته اوخلګ دلوږي شپي اؤ ورځي تیروي ،شخصي کلينکووده موندلي دخپل سردواګانوبازارګرم تروخت تیری شوي دواګاني پریمانه خرڅیږي ،امراض ډيردچاسره دعلاج توان نسته که څوک توان ولري خپل ناروغه دپاکستان په لوربیایې *
دارزګان ښځینه دنیکروزشنه چمن ته داختروپه ورځوکي دخپلودریاګانوسره دنوي جاموپه اغستلوپیاده یاموټرانوکي ځی اوراځي اوخپلي میلي اټنونه کوي پیغلي شلي کوي اودځانوسره خواړه اوچای راؤړي ترمازیګره خپلوخوشحالیوته دوام ورکوي تردرویاڅلوروورځوپوري دامیلي دوام مومی اودپراخ چمن مخ رنګینه جاموپوښلي وي نارینه دورتګ حق نه لري ،خپله نارینه داختروپه ورځوکي هګي جنګوي غیږي نسي آسونه ځغلوي نیزي وهي یودبل مبارکي له پاره کوروته ورځي یوبل ته ډوډي ورکوي • دنکاح په مراسیموکي ولورعام ۴۰۰۰۰۰ کلداري ټاکل کیږي دشتمن کورولورنغد دنوروخلګوولور دواج په نامه رواج لري په واج ولورکي غواپسونه غنم په څه لوړقیامت سره پلورل کیږي په بدیوکي د ښځوورکول دموخي په نامه ودونه کیږي حتۍکه څوک توان ولري څلورښځي هم په نکاح کوي د همدي ایت په ایستناد دڅلوروښځونکاح د تشریح وړده(تنکیحوماتاب لکم من ا لنساء ثنتان ثلاثه ورباع واین خفتم فلاتعتدیلوفواحیدة ؟)
په نني عصرکي دپورتني ایت له حکم سره سم دښځوترمنځ دعدالت توازون څوک ساتلایشی دخفتو جملی له حکم سره سم شرعی اومدني تګلاره دقانون په شکل که ضرورت وي بایدوټاکل شي څودنارینه اوښځينه وؤ ترمینځ دطلاق اونوروناوړوپیښومخه ونیول شي
دحج دود : کوم حاجي صاحب چي له حج له مراسیمووروسته کورته راسی نوموړي به ضرورخلګوته ډوډي دسمال تسبیح کالی ترخپله وسه ورکوي دا رواج دوام مومی چي یوملاماتونکي عمل دي اودسیالی لورته لمن وهل کیږي کونډه ،جبري نکاح ته مجبوریږي ولوکه دمړي قریب کوچني هم وی
دادب اؤ هنردود :په ارزګان خاص کي رباب ، غچکه ،تمبور،نل ، ډول ، وهل ، دخوشحالي په ورځوي کي رواج لري خامک ګنډنه بلوڅي اوجالي مختلف خولي جوړیږي ګنډونه جوړه وي لمڅه کمبله جوال هم جوړیږي
رودونه کاریږ چیني :: ارزګان یودبرکته ډک رودلري چي سرچشمه یی دمالستان نه ترسیاه بغل ، سنګو، ناوه سلطان احمد،مارغونډي ،خواجه زي،شش پر، ګرم آب ،چارآسیاه ، کله خور، عرل ،وردکوټ ،دچوري دولسوالي مربوط چلبئ ،کونه کلا ،آغاجان ، مسعود، دترینکوټ په لورله مرآباد، موسی زیئ ، خانقا ، نچین ، وانو،کوټوال ،تالاني،سپیدخار،اب برده ،کلوته مخ په غرب ددهراود ولسوالی دتنګي سمي څخه مخ په وړاندي دهلمندرودسره د۱۸۰ کیلومتروپه فاصله یوځای کیږي چي دنومولو سیمو ټولي مځکي خړوبه وي اوښه حاصل ورکوي که چیري ددوغروترمنځ دسنګوپه سیمه کي له اوبوزیرمه ومومی داقتصادله مخی به د زرهاؤ جریبوځمکوخړوبول دتل لپاره دوچکالی مخه ونیسي بلکي چیني کاریزونه به وده وکړي دوروجوکښت به لانورهم زیات شي وطنونه به ګلزاراوده پوره برق بریاوی به ترلاسه کړي ،
دهمدي رود معاوینن :: دعرل باریکي لیوني چیني رودچي دسپرلی په موسم کي په مستي راځي دعرل په سیمه کي دعمومي رودسره د۳۰ کلموتروپه فاصله د شمال نه جنوب پلوته ګډونه کوي دچکه جوی قلعه تک سنګررودچي شرق نه مخ په غرب د ۴۰ کلموتروپه فاصله دعمومي رود سره یوځای کیږي
ده پیروزرود :: دجنوب شرق لوري څخه دشمال غرب پلورد۲۵ کلیموتروپه فاصله له عام رودسره یوځای کیږي دزیخیري له پلوه په لږمصرف په زرهاؤجریبه ځمکه خړوبولا شی
دشالۍ متک خان کاریزشیره رودونه : دشرق نه مخ په غرب ددیرش کیلومترو
په فاصله په ډیره تیزي دلوئ رودسره یوځائ کیږي په سپرلۍ داآؤبه دحدنه زیا تیوي دغه رود په سرتنګي کی ددؤغرو ترمنځ دشیلومیتروپه فاصله د ښه اسنتیا اؤ ډیرښه دبرق دتولید ځائ لري چي تقریباً پنځلس زره جریبه ځمکه خړوبه وي اؤ دارزګان پنځه زره کوروته دبرق اسان تیا پیداکوي څرنګه چي دافغانستان اؤلس په ۱۰۰ کي ۸۰ پیصده دزراعت پروده موتکی دي که دارزګان خاص داسي کوچنیواسانه بندوته پام وشي دبرازیل غوندي دزراعت ښکلابه پیداکړي
دکندلان ،حسینۍ ،آپران ، اؤبه : چي دشرق نه دغرب لور ته دپنځه ویشت کیلومتروپه فاصله دلوئ رؤد سره وصل مومۍ هم دااؤبه په اسانه توګه دبرق له پیدائښ لپاره ددر یسوؤ په اؤږدوالي دناوي جوړولودبرق ډیرغوره ځائ دي چي ډیروګوړي ګټه ځني کولاشي دځمکي خړوبول هم پکښي لیدل کیږي
دسنګودخولي رؤد اؤ چینه : دشمال غرب نه مخ په جنوب دشل کلومترو په فاصله دلوئ رؤد سره معاوینت کوي اؤد برق د پیداکیدوآسان تیاهم لري داؤبوپه زخیره په زرهاؤجریبه ځمکه خړوبه ولایشي دارزګان خاص ولسوالۍ چوره ترینکوټ ولسوالۍ دهراود وګوړوته په زړه پوري ګټه رسولای سي
پراموز،شش پر ،ګرم آب ،شیخه،کله خور،چراسیا،وردکوټ
د اوبوله برکته خپلو سیموته د بریښنااسانتیاوي شخصي برابري کړیدي
کاریزونه : دسیدانوکاریز، دحاجي رحیم دادکاریز ، دیعقوب جان کاریز ، دبرات علي کلانترکاریز ،دعبدالرشیدکاریز ، سیابچوب ،نؤرک،پیروز،قلعه تک ، باغوچار،ګرم آب ،خوردئ ،کختابه ، توشکان،کاریزونه
تاریخي آبدات : دمارغونډي په سیمه کی یوؤږد تونل چي ددري نه ترڅلورومیتروپوري جګوالي لري اؤاخیرنۍ حصه یی ډیره تاریکه ده چي چراغونه هم هلته کارنه ورکوی انسان وارخطاکیږي لاره نه شي پیداکولای داسونودتړولوبیلګي هم لري چي دورتګ په مخ کي خنډجوړیږي اوبه هم لري یوپلوبل پلوڅولاری لري دنموړی ځای دسروی لپاره بایدزمینه برابره شي
ارزګان خاص ده باغوچرپه سیمه کي دصادبن وقاص اصحابی په نامه دزرهاوؤ متروپه فاصله جګه غونډي لري دغشي لندیو اسارپکښي پیداسوي هم دي په خپل لوړوالی دکندهار،زابل ،غزنی،ډیري سیمي په آسانه معلومیږي که څه هم په ارزګان خاص کي دموبیل امکانات نشته خوددي غونډي په سرباندي موبیل ښه کارکوي داسی سرګندیږي چي دعباسیانوپه دوره کی به دغه یونظامي اوارزشمن مرکزوو
ارزګان خاص دغوریانوغزنویانو په دوره کي ډیرباارزشته د متک خان دغره په لمن کي دجنوب پلودوي ډبرینی کتیبې لري چي دهغه وخت دکاروانوپخوانی لیاری ته یوله بله نیم میل فاصله لري اوپه تاریخۍ لحاظ ډيرلوړارزش لري په ډبرلیکونوباندي زابل می هیبرا ( کولا) نومونویادونه شوي اودیفتلي باچاهانوپه اړه دکوشانی عصرپه دود (خداویندګار) اوشاه لقب ورکړشويدي
یوه دښته دروستم په نامه دخاص روزګان دلمرخاته پلوته هواره پرته ده داسي معلومیږي چي دغه دښته دروستم دلښکرتم ځای اوداسونوارام ګاه دجنګنوپه وخت کی وي
دچراسیاب کلی ته څیرمه دشېرسورخ په نامه دکوچنی غره په څوکه یوزیارت دي چي خلګ ددعا لپاره ورځي غره ته نزدي دتیرعصر یولویه ادیره هم شته چي اثاریی وس هم معلومیږي
دمتک خان دغره په سردروښان بابا په نامه یوزیارت دي چي دپیرروښان په نامه مشهورزیارت دي
ګلیخارته نږدي دوه زیارته دچل ګزي اوشل ګزي په نامه په ډبروپوښل شويدی وجودلري چي خلګ ده زیارت لپاره ورځي
ارزګان خاص ګرمۍ اوبه : دګرم آب کلی ته نږدي دغره په لمن کي یوه توده چینه سته چي نراوښځي دجلدی او ځنيو امراضودعلاج لپاره هلته ورځي اوځانونه مینځي اوبه یې دومره ګرمیدي چي یوه اومه هګی په پنځودیقیقوکي پخولایئ شي چیني ته ورڅرمه دغره په سرکی یوقسم لوګی هواته پورته کیږي داسي ویل کیږي چي نوموړي غربه دګوګوړو دمعدن ځای وي
دسیاچوب جنوب پلو سرک ته نږدي یوه ډيره غوړینه ځمکه پرته ده داسي معلومیږي چي دلته به دتیلوزخیره موجوده وي اودپوره څیړینی وړده
څړځایونه : تورتیر،پالان ،سنګو،شش بورجه،شیره ،سیرو،باغوچر،ددوبی په وخت کي دکوچیانولپاره ښه څړځایونه لري چي کوماله ،بیڅه ،راف ،ترخه،پوښي اوداسي نوردصفت وړواښه لري