مؤلف : قاري شریف احمد

ژباړن : محمدرسول .پیروز

۱-دعلی رضی الله عنه فَتوی : له هغه رضی الله عنه څخه پوښتنه وشوه چي کوم کس چي لمونځ نه کوي دهغه په اړه څه فتوی ده؟

نوهغه رضی الله عنه فتوی ورکړه چي کوم څوک له لمانځه سره بې تعلقه شوهغه کافردۍ .(کنزالعمال)

۲-دعبدالله بن عباس رضی الله عنه فَتوی : کله چي له هغه څخه دبې لمانځه په اړه پوښتنه وشوه نوهغه وویل چاچي قصداً لمونځ پرېښودهغه کافرشو .

همداډول له عبدالله بن عباس رضی الله عنه څخه یوچاپوښتنه وکړه چي یوسړی ټوله ورځ روژه نیسي اوټوله شپه نفلونه کوي،خوپه جمعه اوجماعت کي ګډون نه کوي . (دهغه په اړه څه حکم دی؟) نوهغه وویل : داسړی دوزخي دي .(ترمذی شریف)

۳: دعبدالله ابن مسعودرضی الله عنه فَتوی : چاچي لمونځ پریښوددهغه دین ختم شو.(ترغیب وترهیب)

۴-دجابررضی الله عنه فَتوی : کوم څوک چي لمونځ ونه کړي هغه کافرشو.(ترغیب وترهیب)

۵-دابوالدرداء رضی الله عنه فَتوی : چاچي لمونځ ونه کړدهغه ایمان نشته.(ترغیب)

زمامسلمانووروڼو!صحابه کرامورضی الله عنه دافتواوې په غورسره ولولئ اواندازه وکړئ چي نن سباڅومره داسي مسلمانان شته چي ددغوفتواؤله مخې مسلمانان دي؟