يو وخت مې د لنډيو يو كتاب ولوست دغه مې خوښې شوې ، نوې وې ، سوچه وې ، څه ما اوريدلې وې هغه مې هم ورسره تبۍ كړې خوندي بد نه وو
ومان نیازی


اشنا مې پيژنم د لري
ملا يې نرۍ ده خيال يې ټول په زنګنونو

انديښنو زور راباندې وكه 
د كميسه مخ مې پر ځاى استر يې ځينه

اوربل دې جوړ په غنم لو كړ
زه خوار به لو كړم كه به ستا ننداره كړمه

اې ارمانجنه ارمان مه كړه 
كودې كودې به دې په غيږ كې ګيډۍ شمه

بيلتون مې زړه ته پانې وركړې
د غم درزونه مې تندي ته وخاتنه

پاولي دې يخ سينه دې تخت ده 
چې در نژدې شم زړه مې يخ لاندې كوينه

په زړه مې خپل وطن وريږي 
لكه د زاڼو قلقلې پسې كومه

تر خياليګر اشنا مې جار كړې 
لكه كجير تر مركڼدۍ ګورې ملكونه

تا دبيلتون كټو كړه باندې 
پكې پخيږي د مينو لړمونونه 

ترما د ځمكې تالې ښې دي 
چې باندې ښوري د جانان سپين قدمونه 

تر نيمو شپو راتګ دې جار شم 
لكه ګيدړ چې كوړكې چرګې ته ورځينه

توره تېرا تورې يې ونې 
ترې لاندې ناستې سپينې خولې تور اوربلونه

توره تېرا تورې ځنګلې
ليلا مچۍ شوه زه به يې چېرې لټومه 

ته چې لو كړې ګوتې به پرې كړې 
زه سور پيزوان په نرۍ پوله درغلمه 

ته چې مدام بې ما بيديږې 
كټ دې ښامار شه چې دې خوب ته نه پريږدينه

ټپوس كوتره په خوله يوړه 
شهبازه وخورې مركنډۍ دواړه څنګونه

چپه كاكل د غم كاكله 
په سيخكو پسې له بامه ولويدمه 

چې زما نه شوې د بل مه شې 
ګل د لاله شي چې د ې باد ورژوينه

چې مې جانان پرې خوشالايږي 
د غره كركڼې دې په اوړې ژمي وينه


خدايه دا پيغله مې كميس كړې 
چې هر ه مياشت يې په سينه كوم خوبونه 

خلك زيارت ته پر ګونډو ځي 
زه حاجت منه پر ديوال ور واوښتمه 

دا بند په بند به شم در ماته 
په بند ماتيږي د لاچي او لونګ ونه 

د اخرت پيټى مې دروند كړ 
د ا ستا په سپينه خوله مې وكښل ارمانونه 

دا ړنګه بنګه به در جار شم 
لكه انګور په ونه واچوي تاكونه 

دا سږنۍ پيغلې مې خرې كړې 
ما ورپسې كړې چې لكۍ يې تاوومه 

دا فقير نه دى څه بلا ده 
چې زرغونې كوښې په پښو غواړي خيرونه 

د بنې غږ راباندې وشو 
لكه ډوډۍ په تناره خامسوزه شومه 

د پتاسې په شان خوږه يې 
په كوم ماښام كې دې رب راوله مينه 

د پشكال له وښو راغله 
په يار راپريوته چې ډيره ستړې يمه 

د پيغلې خوله شينكى كاريز دى 
شينكي كاريز ته هر مرغه غاړه وهينه 

د پيغلې درى شيه مزه كا 
زري پټې ،ګيبى پرتوګ ، لنډي ګامونه

د جانان مخ د جنت ور دى 
ما يې په دواړو تمبو ايښې دي لاسونه 

د زورورو زور اوبه كړې 
د غريب سر د كند نې په شانې خورينه

دسپينې خولې تن راته كيږده 
كه د چړو په څوكو لار وي در به شمه 

د سترګو تور لالى مې تللى 
د سوداګر له رنجو ما لوړلې دينه

د سهار لمونځ په تيمم كه 
د سپينې خولې مزه تر څاښته پورې وينه 

د كشمالو تر څوكو توره 
د بوى د زوره دې په جيب كې ګرځومه

د مخه ولويږې ديواله 
تا نه پنا ده شا ليلا شينكي خالونه


د وطن دود به سره وكړو 
يا به دې پړ كم يا به خوله در كړم مينه

د يار ديدن تبه شكيدن دي 
مرورتيايې بابيړى خلك ترې مرينه

ديدن مې كورته پسې يووړ
پر قدرمن اشنا مې ځان بې قدره كنه 

ربه ويشتلى توتي جوړ كړې 
ميوې پخې دي د ايسارو ګړنګونو

رنځور اشنا له مې خوله وركړه 
د بابيړي نه يې ويريږم وبه مرينه 

ريبار ورشه ورته وايه 
پس له ماښامه څوكيداره ناسته يمه 

زما او ستا پټه ياري وه 
په شنه بادرنګ دې وويشتم رسوا دې كړمه

زما به هيڅ كله هېر نه شي 
د شاليلا لږې وعدې ډير قسمونه 

زما تر يار ښايسته نه يې 
ګلابه څله پر چرګ بانګ سپړې ګلونه

زما جانان ګل د شرشم دى 
په خيټه شلم دى د اچاروبوى ترې ځينه 

زما جانان ګل د پېروتې 
نرۍ يې ګوتې نويشتې به پرې كوينه 

زړه مې دې ډب كې شنه اوبړۍ شو 
نه يې ماهيان خوري نه يې ښكته اوبه وړينه 

زړه مې نري درزونه وكړه 
لكه ديوال چې زلزله وخوځوينه


زړه مې نا سور په وينو سور دى 
سرپوښ تنور دى غرغړې وهي دننه 

زما زړګى د رنګريز خم دى 
پكې رنګيږي د ښو پيغلو كميسونه 

زما راستي دې ليونى كه 
چې سپينې واورې وريدې درووتمه 

سالو مې پاس په پړي زوړ شو 
دا ستا د لاسه سر پيچك په سر تړمه 

ستا اشنايي د شګو ورخ دى 
كه چينارونه پكې ږدم اوبه يې وړينه

ستا په دالان كې اثري شوم 
اوس راته دود كړه د غونچو څڼو سرونه 

ستا د ديدن په تمه تمه 
سترګو مې وكړه د چينو په شان زيمونه 

ستا د ديدن په تمه تمه 
له ډيره غمه لكه دروى وچه شومه 

ستا د ديدن سيلاب رانه غى 
لكه اوبړۍ په خوړ كې وچه پاته شومه

سر مې د خداى مال مې د كلي 
كه تورپيكۍ راپسې واخلې قدمونه

سيال خومې يې مخى مې نه يې 
ځان دې مخى كړه بيا سيالي كوه مينه

سينه دې وخورې سينه ورې 
پردى ديوال دې په سينه وسولاونه

سينه دې تخت پاولۍ دې واورې 
چې در نژدې شم زړه مې يخ لاندې كوينه 

شوتله درى پاڼې څلور كه 
سوړسكه ټينګ شه ميلمانه راغلې دينه 

قلم په لاس اشنا راياد شو
له نيمايي كرښې مې لاس وخوت مينه 

كابل كې څه غواړې نادانه 
كابل كې نه شته سلارۍ سره پلونه 

كبر مې كړ زوال مې بيا موند 
لكه سپوږمۍ په ځوانۍ تندر ونيومه 

كټه څلور دې بازوګان دي 
پنځم جانان شپږمه زه دروختمه 

كټ يې په لوړه غونډۍ كيږدئ 
وړې ،وړې خانخېلې ستر ماتوينه 

كه تا واى غږ راپسې كړى 
ما به په تورو سترګو ايښې واى لاسونه 

كه ديدن غواړې ماته ګوره 
زه به ډوډۍ په تناره وځندومه 

كه دې ونه خوړم اوربله 
پر تا به جوړ د اشرپو كړم كتارونه

كه درغلم كه دره نه غلم 
زما ياري په ړنګه مه شمېره مينه 

كه زړه ته سل تسلې وركړم 
سترګې مې نه اوړي ستا له ورانو برجلونو 

كږې وږې وروځې دې غرونه 
د وروځو منځ دې لوى كڼدو شپه پرې كومه 

كه ستا له لورې باد را والوت
په ډكه خوله به يې لړمانه ته تېرومه


كه مې ته روغ ليونى نه كړې 
ما د تنكي ځدراڼه مه بوله مينه 

كه مې جومات په مخ كې نه واى 
په ډك ګړي به مې ويشتلى وې مينه 

كه مې خندلې درته نه واى 
اريان ولاړ وې په ايمان ووېريدمه

كه مې د يار كالي شنه نه واى 
ما خو به نه كاته د شنو ونو سرونه 

كمكۍ انجلۍ ملالې سترګې 
دا تور پېكى يې نر ۍ وښتې غورځوينه 

كميس يې تور دى ګل پر ې سپور دى 
د بنګړو شور دى كټ كوټې ته خېژوينه

كميس مې ښه تور كړه رنګ ريزه 
زه د وريښمو چمچه مار پرې خيژومه

كور دې د هسكو غرو پناه دى 
زه اوره نه يم چې په غرو در جګه شمه

كوكريه مه راته غپېږه 
زه دې ميرمنې په رويبار منلى يمه

كه واورې پريوتې پر غرونه 
نامرده ياره د هوسۍ په دود رادرومه

ګل ته د بوټي منځ كې ګورم 
لاس مې دې مات شي چې ډنډر يې ماتومه

لاس دې لستونې كې ښكاره شو 
لكه ښامار چې خوله كې لال نيولى وينه

لاس مې په سره لستوڼې كيږده 
تا خو د سره لستوڼې ډير كړه ارمانونه 


لښتۍ مې وې په غوږ مې نه كړې 
اوس مې ياديږي د روپيو كتارونه 

لكه د زركې سرې دې نوكې 
د زلفو څوكې دې په جيب كې ګرځومه

لمر خو په سر راغى غرمه شوه 
ورځ مې كږه شوه ليلا خوله نه راكوينه

لوړې نارې د زړه په زور شي 
زه دې د لوړو نارو پرېويستم مينه 

له پاسه سره لستوڼې راغله 
د بام په سر ورته پېريانو ونيومه

له ډاره حال ويلاى نه شم 
لكه خوله پټى تنور بلې لمبې خورم

ماته دې نيمه طلا راكړه 
زه يې چار ګل كړم كه د ټيك واړه ميخونه

ما د اشنا د كټ بازو كړې 
چې په اړخ واوړي لاس پر ما راواچوينه

مازديګر لمونځ دې قبول مه شه 
چې تور پيكى پر خاورو ږدې خېرن دې كنه

ما يارانه ټوكه ګڼله 
لكه د زوړ غوايي مې ډډې وواتنه

مخ دې ګلاب شونډې دې پاڼې 
غړۍ د زاڼې ګرځوې رنځور دې كړمه

منګى مې تش په مخه دروړ 
سفر دې ټال كړه تاواني نه شې مينه 

نن د بې وزلو وزله كيږي 
پاس په اسمان كې زاڼو وران كړل كتارونه 


نن دې د خيال باڼه لامده دي 
ادې په نياز ساتلې څوك دې ژړوينه 

نه ياري كړم نه مې مطلب دى 
زموږ په ديوال پورې شا مه موږه مينه

ورشه له كوره بالښت راوړه 
مړوند مې خپل دى نور يې نه درلاندې ږدمه 

وس مې په هيچا نه رسيږي 
ظلم پر خپل زړګوټي كړم بدرنګه شومه

ولې دې شولې نه كرلې 
چې جوارى دې راكاوه شنډه دې كړمه

ولې مې نه وړې اباسينه 
تر شدو سپينه دې په سر ولاړه يمه

هسې ناڅاپه مې په زړه شوې 
داسې ناڅاپه دې خداى راواله مينه

هلك دې ولې په ژړا كړ 
تر دربچې دې ورښكاره كړ شنه خالونه

هلك وړوكى جينۍ غټه 
په زنګانه يې كښينوي خوله وركوينه

يا مې په خپله سينه خوښ يې 
يا مې پېرزو په تورو خاورو يې مينه

يار مې په زين كې راته كوز شه 
د پڼو څوكې لګوم خوله وركومه

يار مې د ځوزو سره كوده ده 
زه د وريښمو كلاوه پرې ولويدمه

يار مې له ښكې په كوڅه راغى 
لكه چهار ساله بهاڼ په سومو بازي كړينه


يار مې وركوټى چلم كښ شو 
باغ كې ولاړه تمباكو اوبه كومه

ياري د زړه په مينه كيږي 
پيټى خو نه دى چې په زور يې په شاه كړمه

ياره د سر سالو مې زوړ شو 
اوس مې تر وځي ګړګوتو څڼو سرونه

يو وارې زما په رضا راشه 
بيا به دا ستا په رضا كډې بارومه

د سينې زور په اندازه كړه 
تي مې له خامو پيو ډك دي وبه چوينه

يوه كوټه څلور يې كونجه 
ليلا هوسۍ شو اوس نيوى نه راكوينه

ته خو به كيز بنو ته لاړ شي 
ګنى به ژويې ما به هېره كړې مينه

طالبان واړه ليونيان دي 
د وظيفې په ځاى مې ګوتې تاووينه

كه ديدن كړې په غرمه راشه 
شكه را واچوه شيدو ته ناسته يمه 

د كاروانه اوښه دې مړه شه 
چې ورته كښينې زه در ياده شم مينه