غزل
د زندګۍ نیمایې شعر ومه غزل دې کړمه 
خپله نامه دې ګرانې راکړه ، مکمل دې کړمه 

منم چې ته د خدای تخلیق یې د انسان فطرته!
د چا د تګ نه پس، له درده را بدل دې کړمه 

د اندېښنو هرې شیبې به وار په وار وژلم
د ژوند اجله! شکر ، مړ چې ترې اول دې کړمه

قسمته راشه چې ګلونه در په غاړه کړمه 
د قراني انسان د ژوند په سفر مل دې کړمه 

د محبت غل او پاچا لوبه مو ښه وکړله 
ته مې پاچا کړې، مړه خیر دی که زه غل دې کړمه 
فضل الربي رستم 
03-05-2012  امستردام