غزل

که ټوله زمانه زړه ته راتېره شي ، ملالې
ها ، شپه د درد ولاکه رانه هېره شي، ملالې

ته مه کوه ، احساس د زمانې مه چېړه ، مه
ته مه کوه څهره به یې برسېره شي ، ملالې

تا ولې خط کې ویلې؟ چې پرې تا وینمه نه !
رڼا مې دې له سترګو نه اندېره شي ملالې

یو ورځ خو به دې زه هم ملامته کړم کنه 
یو ورځ به دې بلا د نظر ګېره شي ، ملالې

نامه چې دې څوک واخلي ، ته هنر یې ته کمال یې
د درد څړیکه مې زړه را چاپېره شي ملالې 

راځه د محبت د جنګ په نوم بغاوت وکړو
نوڅه وشول که لږ مو ګناه ډېره شي، ملالې
۴-۴ -  ۲۰۱۲   امستردام ، هالنډ