غزل
زما په زړه د مرګ دردونو ، د لړۍ راز څه و
او ستا په زړه باندې د دومره خوشحالۍ راز څه و؟
مونږ مینان مرور هم نه و له یو بل نه ، بیا
له سفر مخکې د درد شپې ، د خاموشۍ راز څه و
له ما نه مه پوښته ددې نجلۍ د سترګو کېسه
له مانه مه پوښته زما د زندګۍ راز څه و
که به میَنه نه وې خیر خو نو بیا ووایه چې
هغه ختل او پرېوتل دې په بلې راز څه و
ژوند همدغه و چې دې تېر کړ ، خو بس فکر وکړه
چې دې د ژوند د ناکامۍ او کامیابۍ راز څه و
اسلام اباد هوایې میدان
۲۲/۰۳/۲۰۱۲ د شپې څلور بجې