یو نـــــــــــــظم چې ما خپل ژوند ته لیکلی !!!!!!
ژوند په ریښتیا هم عجیبه رخ لري
ژوند په ریښتیا لکه موسم بدلیږي
زه یې له (( اوو سمندرونو )) دې خوا
په واویلا راوستم
د زړه په درد او په ژړا راوستم
له خپلو خلکو يې جدا راوستم
ژوند، په ريښتیا هم عجیبه رخ لري
په خپل ارې ارې وجود یې پردې ښار کې پرېښوم
ما ته یې راکړه تجربه، ما ته یې وښودله
د یو انسان بي وسي دومره حد ته تللی شي چې
پرته له خپل پېښو کوونکي سوري
او له اسمانه چې خالق یې ګوري
بل داسې څوک نه لري
چې ورته خپلې غرونه غرونه اندېښنې ووایې
د خپل تېر شوي جنتي ژوند څو کېسې ووایې
ژوند په ریښتیا هم عجیبه رخ لري
ژوند په ریښتیا لکه موسم بدلیږي
ژوند مې دې زړه ته عجيبه ازمایښتونه راکړل
ژوند ښه بې دريغه د کمچینو ګوزارونه راکړل
ژوند په ریښتیا لکه موسم بدلیږي
ژوند په پردي ښار ، په پردۍ کوڅه کې
د خپل زخمي زړه مسیحا راکړه
ژوند تروږمیو کې رڼا راکړه
ژوند مې د خپلې تنهایۍ غوټې را وسپړلې
ژوند په لمړۍ ځل د یو چا لپاره ساه راکړه
ژوند په ریښتیا هم عجیبه رخ لري
زه یې له کومه ځایه راوستلم
زه یې له ((اوو سمندرو ))دې خوا
زه یې له دومره ډېر غمونو دې خوا
داسې یو چا سره یو ځای کړمه چې
هیڅ تصور یې ما کولی نه شو
چې زما زړه شي زما ژوند جوړ شي
چې په دې دومره بــېګانه او لري والي کې هم
ما ته نژدې د نیمایې زړه مې پيوند جوړ شي
فضل الربي رستم06/01/2012