غزل  
محبته ، محبته، محبته
یه ! زما د درد علته محبته

 

له ازله تر قیامته ،محبته
مصیبته ، مصیبته، محبته

تا مې زړه تور کړ له ټول انسانیته 
تا په زړه راکړې، لته، محبته

د جهان د زورورو زوروه
په جهان کې ستر قدرته محبته

زه به چرته نو د اوښکو جرګې دروړم
نه دې ځای شته، نه دې پته محبته
فضل الربي رستم