ما نه مې دا ملګری مه بېلوه!
قربان قربان دې له پستو ګوتو شم
ګورم بهر ته چې دا لمر له کومې خوا ختلی
نه نه همداسې مې باور نه راځي
چې ته دې ما یاد کړې ، خبر مې واخلې
څنګه دې زما ایمیل ته ستا له نامه خط راشي
کلونه و شول ستا له لورې مې خبر نه لیده
زما درلیږلي ایمیلونه منتظر پاتې و
خو شکر،شکرچې نن خدای پاک راغلطه کړلې
باور دې وشه ، زړه مې څیړکې وکړې
ستا له نامه مې بلا خوند واخیسته
اخ چې دا څومره بختوره ورځ ده
د دار له پړي نه مې ژوند واخیسته
لیک مې پوره په یوه ساه ولوسته
ما په کې ستا دا خیالیګره څهره ولیدله
خو د غوښتنې په مانا باندې دې پوه نه شومه
ته ، نو ما ولې ملامت ګڼې ، ما څه کړي دي؟
ته، پر ما ولې دخپل زړه د درد تاوان اړوې؟
ما خو دې هیڅکله له سترګو خوب اخستی نه دی
ما خوپه خدای که تصور کې هم راوستي وي چې
ته دې له خپلو پښتنو سترګو نه
رڼې ، رڼې اوښکې راوبهوې
ګرانې ریښتیا وایم دالیک دې عجیبه لیک دی
لکه د تګ په څېر دې
چې مې تر اوسه پیدا نه کړ د خپل ولې ځواب
ګرانې ريښتیا وایم دې لیک باندې دې پوه نه شومه
ستا د غوښتنې په مطلب باندې مې سر خلاص نه شو
ای ته پوهیږې! ستا له تګ نه وروسته
زه همدغه د درد ملګری لرم
زما د زړه له څيړکو ( دی) خبر دی
زما د زړه د رب، رب غږ کې ستا نامه اوري
زما د نېمې شپې ملګری ، د شوګیر ملګری
په تنهایۍ کې هم له (ده) سره خبرې کوم
ګرانې خیرات دې شم، دا څرنګه غوښتنه کوې؟
ګرانې دا ظلم دی ، بلا دې واخلم
ما نه مې دا ملګری مې بېلوه
ما ته د شعر د پریښودو غوښتنې مه رالیږه
فضل الربي رستم