غزل
که منزل مو وي رڼا مزل په کار دی
 ذهنیت ته مو بلا مزل په کار دی

ژړا ، مکر ، دروغ ،قسم به یې ژر  شل کړي
محبت کې د ريښتیا  مزل په کار دی

 
 دعاګانو ته بې شکه ضرورت دی
جوماتو ته خامخا مزل په کار دی

زنګیدلو قدمونو نه خوند اخله
د یار غم سره تنها مزل په کار دی


قیامتونه لاندې مه کېنه رستمه
قیامتونو سره ستا مزل په کار دی
فضل الربي رستم