غزل 
ما محبت لپاره  ځان باندې زیاتی کړی دی
ما همیشه د نفرتونو مخنیوی کړی
 
 تا که پر  ما له هر قیامت سره چک چکې کړې
 ما مې هم  ژوند کې هر  قیامت ته  هرکلی کړی دی

هغه هلک چې د چا  یاد سره خپل ژوند تیروي
هاغې نجلۍ کلونه کیږي  یو زلمی کړی دی 

زړه مې همېش ستا له لیدلو سره څيړکي کړي
زړه مې همېش دا ستا له یاد سره زګیروی کړی دی

زما ټناکې ژوندانه ته  ستا راتګ بیشکه
دا کرامت دی  دغه کار یوازې خدای کړی دی

ما که په ژمي کې په ژوبلو پښو بېل وهلی

تا هم په چاود ګوتو ما لره پخلی کړی دی

     فضل الربي رستم