غزل

دغه د چا د لاسه ؟دا چې پرې زه نښې لرم

د بې لوظۍ   د پرهرونو، په زړه    نښې لرم

 

هغه مې هیر نه دي دا ستا د مات بنګړي له وجې

   ګرانې   پر مټ باندې  مې ستا د نامه نښې لرم

 

راسره شته قسم په خدای چې لکه ځان یې ساتم

راسره شته دي ستا د لاس یو اته  نښې لرم

 

ای خلکو واورۍ ما نه چا یو داسې څیز پټ کړی

نه یې دعوا په چا کوای شم او نه نښې  لرم

 

ژوند اوس زقوم دی خو د تیر ژوندون د یاد لپاره

ما دي ساتلي د خوښيو یو څه نښې لرم

            فضل الربي رستم