نظم

زه په کور کې یو وزری یادیدمه 
زما مې پلار ته نازولی یادیدمه 
که له عمره څخه کم ومه، خو بیا هم
زه له مینې نه منلی یادیدمه 

مونږ د وخت له ترحم لاندې ژوندي و
وخت زمونږ پر ژوند وه مینه اچولې
وخت ناځوانه نه و، وخت ! هغه وخت ښه و
وخت پر مونږ لته وریښمینه اچولې

مونږ یو څو تنه په خپلو کې راټول و
مونږ په خپل جنتي ژوند باندې اخته و
د حالاتو نا کردو نه خبر نه و
بس د خپل ژوندون په خوند باندې اخته و

خو،
خو دې وخت راسره داسې ظلم وکړ
چې د پلار مې کاروبار په ټپه ودرید
لکه مونږ چې وږیو سترګو وو وهلي
بس هر څه مو په یو وار په ټپه ودرید


هغه وخت د اروپا بازار ښه تود و
له نیستۍ او له مستۍ به راتلل خلک
دا یې نه لیدل خو دې نقلي جنت ته 
به مرګونو په سختۍ به راتلل خلک




ښه مې یاد دي او په مرګ به مې هیر نه شي
زه مې ګرانې ادې اوه وارې راښکل کړم
د زړه درد سره مې وې ستوني کې غوټې 
ما دردونه او دردونو زه راخپل کړم 

=================================


دا دی اوس نو زه په داسې څای کې ناست یم
دا دی اوس څه کم پنځلس کاله تیر دي
اوس یوازې اوس د چاپه غم کې نه یم
خو غمونه له ما هرې خوا چاپیر دي


ما مې خپل ملګري نه و پيژندلي 
زه په ډیرو نارواو باندې سر یم
دې محیط راباندې داسې اغیز وکړ
نه ددین شوم نه د ځان ،بس درپه دریم

زه بدبخته ومه ، ما قران وهلي 
د تندي خولې قمار ته حواله کړې
زه په هغه ماشینو باندې وم روږدی 
ارزوګانې مې پرې دار ته حواله کړې


هره شپه کړم د وجود له درده تېره
هر سحر کړم ، اندیښنې په لټه اوسم 
ورځ کې شلو بدبختیو سره مخ شم
خو وجود ته دې نشې په لټه اوسم

فضل الربي رستم