نظم

اوس خو په خپله وعده ټينګه اوسه

تابه ویل چې نور دې نه یادوم

له ټولو مخکې مې د ژوند ملګری

اوس هماغه به په لمانځه یادوم

 

زه پښتنه یمه پښتو لرمه

نوم مې اوس بل سره ټړلی دی کور

زه اوس دستور ته قرباني ورکوم

ژوند ول په ول سره تړلی دی کور

 

زه اوس هماغه مجازي خدای بولم

اوس هغه ته عبادت کومه

نور د هغه په نامه ساه اخلمه

بس ورسره زه محبت کومه

 

ته هم پښتون یې ته هم ښه پوهیږي

ته هم  بلد یې له دستوره سره

ته به  هم خوی د قومیت پيژني

ته هم بلد یې له توربوره سره

 

زه خو تابع د څو خدایانو یمه

زه مې د ژوند انتخاب نه لرمه

زما د ژوند انتخاب بل څوک کوي

دفیصلو کوم کتاب نه لرمه

 

نو ګرانه ! ظلم کوم درد  درکوم

تا په قسم د ذوالجلال تړمه

ته هم له یاده ځینې ما اوباسه

زه هم یادونه او خپل خیال تړمه

 

زه دې انځور له ځان سره ساتمه

خورمه قسم چې ورته نه به ګورم

ته مې انځور له ځان سره واخله خو

ووایه  هم چې  ورته نه به ګورم

 

نو

نوګرانې ستا قسم مې هم پر ځای کړ

تر یوه ډیره حد مې هیرکړلې

په هوښ به ستا یادونه ډیر ؤ راته

ما د نشې په مدد هیره کړلې

 

اوس دې انځور هم په ایمیل کې لرم

خو بې غیرته یمه نه یې ګورم

زه وا   انځور دې پر ما غږ  و نه کړي

بس بې جرته یمه نه یې ګورم

 

نو ګرانې څه وکړمه څنګه به شي

زه کله کله داسې کار کومه

نه دې ایمیل ، نه دې انځور ګورمه

خو په هفته کې دې دیدار کومه

 

زه دې قسم ته احترام لرمه

خو زما وس نه رسي څه وکړمه

څنګه دې خوب لیدو کې منع کړمه

څنګه مې خوب کې تا ته  نه وکړمه!!!

 

فضل الربي  رستم