غزل

هر ه ګړۍ ، هره لحظه  په تنهایۍ کې لرم

د ژوند نشه ، د ژوند مزه په تنهایۍ کې لرم

شًکر  یو څــه خو شته چې زه ورباندې یمه مشغول

ستـــــــا  د یادونه  سرمایه  په تنهایۍ  کې  لرم

بلا بلا سوچونه ذهن ته راځي ، خدایه خیر!

مورې! اوس ډېره اندیښنه په تنهایۍ کې لرم

نه نه ملګري  دي ژوندي وي ، غم په پرې نه بدلوم

زه خو ستا غم  ته اشیانه په تنهایۍ کـــــې لــــــــرم

ګرانې پوره دوه کاله مخکې  دې  ؤ څه راکړي

ګرانې باور وکړه هـــغــــه په تنهایۍ کې لرم

                                                                                                                           فضل الربي رستم