وخته!  دحالاتو ناکردې  له ياده باسمه
ژوند  ته مې را پېښې حادثې له ياده باسمه
زړه نور  د ماضې په يادولو  باندې  نه خورمه
زړه نه مې ستا ټولې خاطرې له یاده باسمه
څه ؤ تصور، تصویر د یار او ایینې څه وې؟
ذهن نه مې دغې فلسفې له یاده باسمه 
بس دی نور مې زغم له بې خوبۍ نه عاجز پاتې دی
بس دی  تصویرونه د هغې له یاده باسمه
زه لکه د نوې کال په څېر ژوند ته نوښت غواړم
زه  وفا ، جفا ،وعدې  مادې له یاده باسمه
دا ځله مې ژوند په خمارونو باندې نه لمانځم
دا ځله توبه ،  تیرې توبې له یاده باسمه
              غزل
وخته!  دحالاتو نــاکردې  له ياده باسمه
ژوند ته مې را پېښې حادثې له ياده باسمه

زړه نوردماضې په يادولو  باندې نه خورمه
زړه نه مې ستا ټولې خاطرې له یاده باسمه

څه ؤ تصور، تصویر د یار او ایینې څه وې؟
ذهن نه مې دغې فلسفې له یاده باسمه 

بس دی نورمې زغم له بې خوبۍ نه عاجز پاتې دی
بس دی  تصویرونه د هغې له یاده باسمه

زه لکه د نوې کال په څېر ژوند ته نوښت غواړم
زه  وفا ، جفا ،وعدې  مادې له یاده باسمه

دا ځله مې ژوند په خمارونو باندې نه لمانځم
دا ځله توبه ،  ماتې توبې له یــــاده باسمه