د غزنې دټولټاکنوپایلې

ټولټاکنې دقانون له اړخه یو ډیر اړین کار او د هغو وګړو چې په یو کلې ،ولایت یا هیواد کې ګډ ژوند کوې دحقه حقونو دلاسته راوړلو لپاره یو غوره اوښایسته لاره ټاکل شوې . بل دا چې که څوک غواړي دټاکنوله لاري چوکۍ یا واک ته ځان ورسوي نو باید ښه ، وفادار او دخلکو له منځه را ولاړ شوی شخص وې او خلک ورباندي باور ولري ځکه که دا ځانګرتیاوې په نوموړی شخص کې نه وې نو زما په اند نه شې کولای چې ټاکلي هدف ته ځان ورسوي یا په بل عبارت وګړي نه غواړي چې نوموړی شخص تر ټاکلي ځایه ورسیږي.
خودا په دې مانا نه ده چې ټول مسولیتونه په وکیل یا موکلینو پوري اړه لري بلکي د ټاکنو مسوله اداره . دهیواد مقننه اروګان،اجرایه ارګان، په ټولیزه توګه ټول هغه دولتي ارګانونه چې په یوډول نه په یو ډول په ټولټاکنو پوري تړاو ولري د ټاکنو په اړه ورته ستر مسولیتونه ورپه غاړه او د نه سرته رسیدلو په صورت کې یې مسوول او تر پوښتني لاندي راځي. 
راځو دې ته چې په غزنې ولایت کې پورته ټکو او پیښو څومره تاثير درلود .وکیلانو او موکلینو خپل مسولیتونه سرته ونه رسول او که مسوول ارګانونه په خپلو دندو کې پا تې راغلل؟
غزني اتلس ولسوالۍ لري چې په څوارلسو کې پښتانه څلوروکې هزارګان او تاجک او دغزني په مرکز کې درې قومه مساوي ژوند کوي چې ځينې ولسوالۍ یې دپاکستان پولې ته نږدې او دحکومت واک ډیر ورکې لږ چې له اتلسو ولسوالیو څخه یې اوس څلور مکملې د طالبانو تر ولکه لاندي اوپه نورلسوکې یی یوازي مرکزونه د ورځې لخوا دحکومت تر کنترول لاندي او پاتي څلور ولسوالۍ یې د دولت په ولکه کې دې. 
دلته یو ټکی څرګند شو هغه امنیتي اورګانونه چې بایدیې دټاکنو لپاره د امن فضا را منځ ته کړې وای په سلو کې ۸۰٪ فیصده پاتي اوترپوښتنه لاندي دي . 
ځکه هغه څوالس ولسوالۍ چې تر ټاکنو وړاندي نسبتآ د دولت په ولکه کې وې په هغو سیمو کې یا مخامخ جګړې پیل یا له لري تر راکټي بریدونو لاندي راغلې چې وګړو یې ونه شو کولای د ټاکنو صندوقونه ته ځان ورسوي اوخپله رایه دخپلې خوښې نوماند ته ورکړي. 
بل داچې د دې څوارلسو ولسوالیو په یو کلی کې هم د ټاکنو لپاره مرکز نه دی پرانستل شوی . له کلیو ولسوالیو ته ټولې لارې دطالبانو لخو په ماینونو فرش شوې او ځینې بې ګنا وګړي چې غوښتل یې له یو کلي بل ته ولاړشي ورکي شهیدان هم شول . دلته تاسو قضاوت وکړی هغو استازو چې رایه یې نه ده تر لاسه کړې او یا یې موکلینو په ټاکنو کې ګډون نه دی کړی مسولیت د چا په غاړه دی .
راځو دیته چې له څلورو ولسوالیو دولس استازي پارلمان ته راغلل. ایا دوی کولای شي چې له اتلسو ولسوالیو استازیتوب وکړي ؟
که ځواب هو وي نو بیا خو موږ دلیکني په پورته برخه کې ایشاره وکړه چې استازی باید دخلکو له منځه او دخلکو په رایه راشي چې هغه صفت په دغو نوموړو کې نه تر سترګو کیږي او په دې صورت کې بیا دوولسو استازو ته څه اړتیا وه خو دوو یا درو کسانو دټول ولایت استازیتوب کولای شوو دوولس استازي خو په دې خاطر غزني ته ورکړل شوي وو چې له ډیری ولسوالیواوبيلابیلو وګړو څخه استازیتوب وکړي او انډول هم مراعت شي.
نو اوس خو بې له دې چې بې ځایه په قیمتي موټرو،د لوړي کرایې کورونو او د سترخوان په نامه پیسې تر لاسه کړي بل هیڅ خدمت نه شې کولای ځکه هغو ولسوالیو ته چې باید دوی ولاړ شي ورتګ یې له ډیرو دلایلو ناشونی دی. دبیلګې په توګه د سیمي له خلکو سره اشنا نه دي.دخلکوپه رایه نه دي راغلي ځکه له دغو څوارلسو ولسوالیو څخه نوموړو یوه رایه هم نه درلوده .مخور او مشران په سیمه کې په پوره ډول نه پیژني . له امنیتي ستونزو سره مخامخ او دسیمې د خلکو له راوجو هم ناخبره دي نو دا له کابل څخه استازیتوب به بې له دې چې بې ځایه مصارف وشي بله هيڅ لاسته راوړنه به ونه لري .
بلکې په سیمه کې هغه قومونه چې تر اوسه په اتحاد او اتفاق ژوند کوي خدای مکړه دغه اتفاق او اتحاد له منځه یوسي او دمیدان وردګ ستونزې به غزني ته هم وغزوي.
بل دا چې که دولت ډیر مهم ټکي ته پام وکړي تر ټولو ارزښتناکه خبره داده هغه څوک چې نن په پارلمان کې استازی نه لري دلیل یې د طالبانو لخو په ټاکنو کې مخنوی وو. نو نن دولت په خپل لاس طالبان بریالې او ځان ناکام اعلان کړ. 
خو اوس هم باید دولت دغو ټولو ستونزو ته په پام سره مناسب ګام واخلي او د نورو تیر وتنو مخه ونیسي .

محمدرفیق عزت