په ډیره خواشینۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې دهیوادوتلی هستې فزیک کارپوه او دافغانستان د اټومي انرژۍ دعالي کمیسیون رییس، پوهاند ډاکټرعبدالحی نظیفي د ورپېښي ناروغۍ له امله دمارچ میاشتې په څلرویشتمه نیټه ۲۰۱۸ زکال له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړلې اوابدي نړۍ ته يې رحلت وکړ.
،
انالله و اناالله راجعون
زه دکابل پوهنتون پخوانی استاداو هم مسلک کارپوه په توګه دارواښاد مړینه دهیواد لپاره خوپه تیره بیا دهیوادټولوساینسپوهانولپاره یوه لويه نه جبران کیدونکې علمي اوفرهنګی ضايعه بولم،
ارواښاد ته دالله ج څخه جنت الفردوس او محترمي کورنۍ ته یې صبرجمیل غواړم .
روح دی ښاد وی
په درنښت
الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدسلطانزی ځدراڼ
دهستې فزیک کارپوه اودافغانستان د اټومي انرژۍ دعالي کمیسیون پخوانی رییس،
24.03.2018
- محمود نظری
طنز محمود نظری
طالب ستړۍ خدای ناراضه!
طالبه دا ستا لاره سیده نه ده! دا لاره خدای ږو راسته نه ده دا ستا هلي ځلي چې زه وینم ستا دا قرباني ټوله حلاله نه ده د لات او منات نوم پرې یادیږي ستا دا قرباني دالله په نامه نه ده لږ څه غو ر وکړه په دې لاره کې دا لار سمه دمه آواره نه ده ته ولي بې ګناه مسلمانان وژنې؟ دا لاره سمه د تګ لاره نه ده یو وار خپله نخښه له سره وګوره درنه لږ ختا دا چاره نه ده ؟ آیادا لاره سید...
25.03.2018
- محمدزمان ستانکزی
“د وسلوالو مخالفینو مشرانو ته دې په هېواد کې خوندي سیمې جوړې شي چې پرې د هوا له لارې ګوزارونه ونه شي، له دې سیمو دې بهرني او کورني ځواکونه ووځي، د امنیت ساتنې لپاره یې باید د ښکېلو خواوو په هوکړه یو داسې ځواک جوړ شي چې امنیتي بنسټونو پورې اړوند نه وي، د دې سیمو د ادارې لپاره دې د حکومتي بنسټونو له اډانې بهر یوه اداره جوړه شي.”
د وري څلورمې سهار و چې ګلبدین حکمتیار په دارالامان کې په خپل مجلل استوګنځي کې له رسنیو سره دغه خبرې بیان کړې. ...