سلامونه ټولو مینوالو لوستونکو ته!
تیره شپه مو بیا دمسافرو یارانوانلاین بانډار درلوده چې هر یوه ښاغلي ډاکټر محمد حنیف حیران، نذیر احمد نذیر، قدرت الله درمان ،یاسین شفق، جلال امرخېل او فضل الربي رستم په کې برخه اخیستې وه ، او په هغې کې مو دوه انلاین فی البدیهه غزلې ولیکلې چې تاسو ته یې وړاندې کومه ، هیله لرم چې د پام وړ به مو وګرځي.
لومړی غزل
چې یاران سره راټول وې نـــــــــــــــــــــــــــــو غــــــــــــــــم نه وې (نذیر)
په بارخو باندې داوښـــــــــکو شبــــــــــنــــــــــــــــــــــــــم نه وي
دې هجرې ته مـــیـــن نه راځـــــې زاهـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــده (درمان)
چې په ګوټ کې یی ستــار او چــــــــــــــــــــــلـــــــــم نـــــــه وي
کومه شپه چې ستا دیاد غوټــــــــــــــــــــــــۍپرانیـــــــــــزې (جلال)
هغه شپه مې له شنه باغه زړه کــــــــــــــــــــــــــم نــــــــــــه وي
دژوندون خوندونه نه وي، مـــــــــــــزې نــــــــــــــــــــه وې (رستم)
چې شریک په کې جانان او صنـــــــــــــــــــــم نــــــــــــــه وي
داسې ورځ په درمان بــــــــــــــــــــده شه بې تـــــــــــانـــــــــــــه (درمان)
چې په سترګوکې یی اوښکې او نم نــــــــــــــــــــــــــــــه وي
مینه نه ده، میــــــــــنه زار د منــــــــــــــــــــــــــــــګــــــري دي ( جلال)
که سړی لیونی کیږي، نو ګــــــــرم نــــــــــــــــــــــــــــــــــــه وي
په پښتون باندې دخدای هرشی پیــــــــــــــــــــــــــــرزو دی (حیران)
ارمان راشي چې یی لاس کې قلـــــــــــــــــــــــــــــــــــم نه وي
چې همدې قافیه کې ښاغلي نذیر داسې بیت لیکلی ؤ.
یو د مینې زور یې بوله چې کامــــــــــــــیاب شـــــــــــــــــي (نذیر)
که په لاس کې یی تقدیر اوقــــــلــــــــــــــــــــم نـــــــــــــه وي
زه یو داسې ژوندانه ته ورتــــــــــــــــــــــــــــــګ غــــــــواړم (رستم)
چې باور وي، دوکه نه وي،قســـــــــم نـــــــــــــــــــــــــــه وي
د وفا تمه ترې مــــــــــــــــــــــــــــــــه کوه زړګیــــــــــــــــــــــــه (درمان)
ګوره ښکليو کې ذره هم کــــــــــــــــــــــــــــــــرم نـــــــــه وي
په ژوندوني یې چې بل ته تـــــــــــــــــــــــــــــرې واده کــړي (شفق)
هغه خلکو ته دارو او مـــــــــــــــــــــــرهــــــــــــــــــــــــم نه وي
دا یاران چې ورځ تربــــــــــــــــــــــــــلې خرابېــــــــــــــــــــږي (جلال )
دا حالات به خامخا ګوره ســـــــــــــــــــــــــم نـــــــــــــه وي
بدرنګۍ یې ښکلا ښکلیو تـــــــــــــــــــــــــــــــــــه ورکړې (حیران)
چا ويل چې دا بدرنګ محتــــــــــــــــــــــــرم نــــــــــــــه وي
شاعران نور باید دې ته را تشویــــــــــــــــــق شــــــــــــــي (رستم)
چې په شعر کې یې ټوپک، توپه، بـــــم نـــــــــــــــه وي
مړه ټول یې د غرور په ټغر ناســـــــــــــــــــــــــــــــــت وي (شفق)
په خوبانو کې اول او دویــــــــــــــــــــم نــــــــــــــــــــــه وي
زړه مې نه غواړې چې نیټ ته بیـــــــخــــــــــــــې راشم ( حیران)
کومه شپه چې مې جلال او رستـــــــــم نــــــــــــــــــه وي
زما ارمان به دې له ځمکې ځــــمکـــــې ولـــــــــــــــــي ( رستم)
درسره مې چې قدم په قـــــــــــــــــــــــدم نــــــــــــــــــه وي
غنمرنګ چې ترې د ژوند جنت هېـــــــــــــــــــر نه کړي (جلال)
دا انسان به نو بیـــــــــــا زوی د ادم نـــــــــــــــــــه وي
دوهم غزل
نه مې د ورځې ارام شته او نه د شپې خوبونه ( درمان)
بغیر له تا په ما حرام دي دشیبې خوبـــــــــونه
اخ څه په تکه توره دښته د بیلتون ویــــــــــــــــــده یـــــــــــــــــــــــــــــم (جلال)
اخ څه په شین، وریښمین پالنګ باندې کوې خوبـــــــــــــــــــونه
اوس مو خوبونو له دې سترګو نه قــــــــــــــــــــــــــــــــسم کړی دی ( رستم)
میٌن چې نه ومــــــه راتلل به د نیــــــــــــــــــــشې خوبــــــــــــــــــــــــونه
لا مسلمان یم ، لا مې زړه بې دیـــــــــــــــنه شوی نـــــــــــــــه دی ( جلال)
لا رانه هېر نه دي دا ســــــــــتــــــــــــاد لــــــــــوپـــــټـــــې خوبـــونه
هغه نجلۍ چې زما خوښه ده د شپــــــــــــــــــــــــــــــې لیدی شم ( نذیر)
دُعـــــــــــا کوئ چې یی اوږده شــــــــي د ادې خوبـــــــــونـــــــــــه
د شپې به دواړه سر ه لوبې وکړو، خونــــــــــــــــــد به وکړې (رستم)
بیا به کوو دبېرې لاندې د غرمې خوبــــــــــــونــــــــــــــــــــــــــــه
هغه وېده ده، هغه نه لـــــــــري پــــــــــــــــــــه زړه داغــــــــــــــــــونـه (جلال)
زما حرام دي، زما نه شته بې هــــــــــــــغــــــــې خوبــــــــــــونه
بېګـــــــــاه مې یاره د پيـــــــــــــــزوان نه ؤ غمــــی لویـــــــــــدلی (شفق)
دا راتـــــــــــــــــه مــــــه وایه چې وینې بې مانې خوبـونـــــــــــــه
دجانان خیاله بیا مې ذهــــــــــــــــــــــن ته راپريوتـــــــــــــــــــلې (درمان)
ښکارې چې بیــــا مې ته له ستــــرګوتښتوې خوبـــــــــــونه
د زړه د سرو اوښکو بلا دې واخلم ، زړه مې غــــــــــــــورځي ( جلال)
کړل دې په سترګو کې راټول د ميـــــــــــــــکدې خوبـــــــــــــونه
نوره باور مې زه په خپلې زندګــــــــــي نه لــــــــــــــــــــــــــــــرم (شفق)
ما مې لیدلي دي اشنا، د مقبـــــــــرې خوبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــونـه
زه چې ویده شم الوتکې په شرنګا راولي ( پير جلال)
په ما پيرزو نه دي د ډمې زمانې خوبونه
............... --------.................---------...................--------------.............