نن می داستا یادونه بیا په زړه اوریږی اشنا
والله قسم دی چی په زړه کی می اوسیږی اشنا

څو چی می ژوند څو چی دا شین اسمان ولاړ وی پر ما
تانه به تیر نشم که هر څه په ما کیږی اشنا

خیر که می ستا په خاطر بیا ګریوان په اوښکو لوند دی
پتنګ د شمعی په عشق هسی هم سوځیږی اشنا

ژوند زندګی خو بی له تانه راته شین دوزخ شی
تاته درځمه ژوند می کله بی تا کیږی اشنا

اخیر شرینی ته خو یو ځل می په زړه سر کیږده
د زړه په درد خو می نور کلی را خبریږی اشنا

ته خو ظالمه یی په مینه ته ایمان نه لری
ولی زما دا اوښکی تا پسی بهیږی اشنا

که زه سمون شم دوزخی چیرته هم ستا په خاطر
یو ځل دی خورمه دا سری شونډی نور نه کیږی اشنا

بوخوم - آلمان